هغه سپی چې ۲۶ توپونه يې خوړلي وه

په شپه کې غرونو ترمنځ یو روښانه سرک

خبريال: مدثر دعوت
په انګلستان کې يو الماني نسله سپي د ګلف لوبې ۲۶ توپونه خوړلې وه.
دا سپی الفي نومېږي او پر خاوند يې خورا ګران دی، د ګلف لوبې لوبغالې کې د تمريناتو په مرکز کې يې ۲۶ توپونه خوړلي وه نو ځکه يې ژوند ژغورنې ته اړتيا درلوده.
الفي لس کلن دی ، د توپونو تر څنګ يې دستکشې او د لرګيو ډېرې ټوټې يې خوړلې وې.
دا ټول مالومات هغه وخت ترلاسه سوه چې کله يې ايکسرې ترسره سوه.
1 ec0c95b6 ccb0 4447 9a37 a19bcf4a1b4e2395401964384720713 هغه سپی چې ۲۶ توپونه يې خوړلي وه
د ۵۰ کلن نيل ټايلر دوو لوڼو ، ۲۳ کلنې ريچل او ۲۱ کلنې اليس او ۴۷ ميرمني هيلن يې ياد سپی د ګلف لوبو کورس ته بېولی وو پداسې حال کې چې يوه مياشت وړاندې يې هم په خپل باغ کې څلور توپونه خوړلي وه.
1 a89e2e27 160c 4c17 92b8 a57f5992c01f1156945956672785585 هغه سپی چې ۲۶ توپونه يې خوړلي وه
د سپي خاوند وايي چې تر نيم ډېر توپونه لاهم د الفي په نس کې دي، خو د مرګ له خطره وتلی دی.