مارچ 7, 2021

نړیوال ریسلینګ له مینه‌ والو پرته د بندو دروازو تر شا کېږي

Advertisements
  • لیکنه: فضل الله فضلي

فوټبال، کرکیټ، هاکي، باسکیټ بال او ورته نورې نړیوالې لوبې د کرونا وایروس له امله له یوې اونۍ راهیسې یا هم بندې شوې او یا هم بېله ننداره کوونکو ترسره کېږي.
ریسلینګ (کشتي) هم یوه اونۍ کېږي چې د بندو دروازو ترشا پرته تماشاچیانو ترسره کېږي، هغه هم د دې لوبې د تمریناتو په ځای کې.

سمک ډاون (Smack Down)، را  (RAW)او ان ایکس ټي (NXT) د ریسلنګ هغه لوبې چې تېره اونۍ یې په یوه کوچني لوبغالي یا تمریناتي کلب کې وشوې.
د دې لوبې مینه‌وال سخت ناراضه دي او وايي چې ریسلنګ پرته له ننداره‌کوونکو هېڅ رنګ او خوند نه لري.
که د تېري اونۍ د WWE لوبې وګورو، نو موږ ته به هم هېڅ خوند پر سکرین را نه کړي، دا ځکه چې د هلته د تماشاچینو هېڅ رنګ او غږ نشته او دا لوبه همېشه د هغوی په چیغو خوند کوي.

۱۷ ورځې وروسته د عیسوي اپرېل میاشتې پر ۵ نېټه، د WWE کلنۍ لويې سیالۍ وریسلمانیا ترسره کېږي.
مینه‌وال یې غواړي چې له نږدو یې وویني، خو د  WWE اداره وايي که د کرونا ناروغي کنټرول نه شي، نو دا لوبې به هم پرته له ننداره‌کوونکو څخه ترسره شي.
تېره وریسلمانیا لوبه د ۵۰ ایالتونو او ۶۰ هیوادونو څخه ۸۲ زره مینه‌والو په لوبغالي کې دننه ننداره کړه.

راتلونکې وریسلمانیا لوبه به ځکه جزابه وي، چې د نړۍ اوسني قوي لوبغاړي له پخواني قوي لوبغاړو سره لوبې کوي، چې دا لوبې به د دې ریسلنګ پر کمربندو (پټو) ګټلو وي.
د تېرې اونۍ دا لوبې داسې معلومېدې، لکه د عادي لوبغاړو ترمنځ تمرین چې په یوه کلب کې ترسره کېږي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




درې واړه فارمټونو کې د نړۍ زیات ویکټ اخیستونکي لوبغاړي

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

Advertisements لیکنه: محمدصابر حمیدي   د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپ اچونکي جېمز انډرسن په نړیوال کرکټ کې ۹۰۰ ویکټې بشپړې کړې، چې په نړیواله کچه شپږم زیاتې ویکټ اخیستونکی لوبغاړی شو.   ... نور ولولئ