ناسم ویده کېدل زړه ته تاوان رسوي!

په ابي پرده ، دا یاران لوګو او یادښت

لیکنه: واحد امیري
د ناستې په حالت کې ویده کېدل، ډېر خطر لري. په دغسې حالت کې ویده کېدل زړه باندې بد تاثیر کوي او نس باندې د فشار راتل د بروز تورم سبب کیږي، بروز تورم په زړه فشار راولي او وینه بدن ته په درست ډول نه پمپ کېږي.
د زړه متخصص ډاکټر والري سادووي، پړ مخه تر ټولو ناسمه ویده کېدل بولي. د بدن لپاره په شا ویده کېدل ګټور بولي، لېکېن هغه کسان چې په یو خوا او په نس ویده کېدل خوښوي، هغوی باید له دغه عادت څخه ځان خلاص کړي. ځکه دغه څه بدن ته تاوان رسوي.
د زړه متخصص ډاکټر والري سادووي وایي، په یو خوا ویده کېدل ستون فقرات (شوکي نخاع) ته ضرر رسوي او نس باندې د فشار راتلو سبب ګرځي.
سادووي، همدرنګه دغه خبره رد کړه، چې د ورځې یو ساعت خوب د شپې له دوه ساعتونو خوب سره برابر دی. د زړه متخصص په دې اړه وویل: د ورځې خوب یو عادت دی. په حقیقت کې، مهمه دا ده چې استراحت او خوب وکړئ، مګر د ورځې او شپې په مناسبو ساعتونو کې ارام کول او خوب کول پکار دي.
که انسان له ماشومتوب څخه د ورځې له خوب سره روږدی شوی وي، هغه به تر بالغېدو پورې د ورځې خوب ته اړتیا ولري. لیکن له بده مرغه ځينې کسان په ورځ کې خوب نه شي کولای. انسان اته ساعته خوب ته اړتیا لري، چې ټولو ته پکار ده، ترڅو اته ساعته خوب پوره کړي.
 

About ياران ټیم 3414 Articles
یاران ټیم په هېواد کې دننه او بهر او د افغان لیکوالو او خبریالانو متعهده ډله ده چې په داوطلبانه توګه د یاران لپاره خبرونه، لیکنې او معلومات چمتو کوي.