Advertisements
ادبیات پوهنه ځوانان او زده کړې کلتور او هنر

لیکوال ته ۱۰۰ لارښوونې

لیکنه: ياران

لیکنه؛ عصمت الله صالح

(لومړۍ برخه)

لیکوالي هغه لوی هنر دی چې په نړۍ کې خورا ډېر اهل ذوق لري. خو دا هنر ځینې خاص رمزونه لري چې د هنرمن پوهېدل پرې سل سلنه ضروري دي، ځکه مو دلته د ښه لیکوال کېدو په خاطر یوه لړۍ پیل کړه چې تقریباً په لسو برخو کې یې سل لارښوونې ترتیب شوې. دا هغه رمزونه دي چې که مو یو ځل سر پرې خلاص شو، نو داسې یې وبولئ چې هېڅکله به مو قلم چټل او پردی نشي.

۱— لیکوال باید خپل خیال او فکر ته کټګورۍ جوړې کړي او د همدغو کټګوریو پر اساس لیکل وکړي. یانې د ژوند پر هر اړخ، چې مازې یو ځل یې مشاهده/ مطالعه کړی هم وي، کرښې وباسي او روښانه یې کړي. پر دې سره به لیکوال نه یوازې له ډېرو ټولنیزو ناخوالو پرده کړې وي، بلکې د ده پر خلاقیت به یې هم ښه اغېز کړی وي.

۲— لیکوال باید د نویو سوژو د نشتون پر وخت لاس تر زنې نشي، بلکې پر تکراري موضوعاتو دې غور وکړي او په نوې بڼه یې دې وړاندې کړي. که مطالعه وکړو، د نړۍ هېڅ لیکوال هېڅکله هم د سوژو له غربت سره نه دی مخ شوی، بلکې هر یو ساعته فعالیت یې هم د ښې لیکوالۍ لپاره مواد دي.

۳— د لیکوال د سترګو لید باید موازي نه وي، بلکې د ټولنې هر کونج ته منحني نظر وکړي. د دې لپاره باید ډېر وخت د مطالعې په پرتله تفکر او مشاهدې ته ورکړي. ځکه تفکر لومړی فعالیت دی چې لیکوال څېړنې ته مجبوروي، همداراز نابشپړ تحقیق د کتاب لوستلو انګېزه ورکوي.
په ژوند کې پر هر څیز غَور کول او بیا خپل فکر په لیکنۍ بڼه تر نورو رسول، لیکوال لا متجسس کوي او سالمې سترګورۍ ته یې هڅوي.

۴— لیکوال باید سرټمبه وي، خو له کره دلایلو او بدیلونو سره. بې ځایه سر زوري د لیکوال خصوصیت نه دی.
د ښې لیکوالۍ لپاره د بحثونو مطرح کول مهم دي، ځکه د مباحثو پر مهال د لیکوال ذهن لا پراخېږي او هر ډول استدلال یې له خامۍ ژغورل کېږي.

۵— لیکوال باید توجیه ونه کړي، مانا د یوه ملګري د ناسم حرکت د پیکهکولو او له ټولنې د پټولو په خاطر باید د مقابل کس (نقاد) کمزوریو ته اشاره ونه کړي. مثلاً یوه کس ته بل څوک وایي چې کنځل ولې کوې؟ لومړی کس سمدلاسه ورته وایي چې ته یې ولې کوې یا هغه پلانکی ولې دا عمل ترسروي. لیکوالي یو سپېڅلی کار دی، خو توجیه د سرکوزو افرادو خورا سپک عمل باله شي.

عصمت الله صالح

۶— لیکوال باید پُرحوصله وي، خو په هغه بحث کې چې جدید/ تازه دلایل پکې تبادله کېږي. هر روغ او ناروغ ته د زغم غوږونه ځړول له لیکوال څخه د لیکوالۍ هنر اخلي.

۷— لیکوال باید د نورو نظریات، پر موضوع د خبرېدو په خاطر ولولي، نه د مسئلې پر ماهیت د پوهېدو لپاره، ځکه په داسې حال کې ډېر ځله پر لیکوال د “خوښولو” ځواک غالبېږي؛ د تحقیق توان یې کمزوری کېږي او پای کې هره پردۍ خبره د خپل ذهن تولید ګڼي. [چې دا ډېر لوېدلی کار دی!]

۸— لیکوال باید پر لیکوالو ملنډې ونه وهي؛ بلکې د هغوی اخلاق، کرکټر او شخصیت ته په حِسېدو/ کتو باید ورسره د ملګرتیا او د ټوکو – ټکالو بګرونډ جوړ کړي.

۹— لیکوال باید مبارز وي. خو هره مبارزه یې باید علمي او منطقي وي. البته که بیا لوچک، سپک او بې شخصیته هم یادېږي مهمه نه ده. نن سبا لوستونکي/ اورېدونکي تر ډېره په حقایقو لټون کوي.

۱۰— لیکوال باید ډېر احترامکوونکی نه وي. ځکه بیا ترې د ټولنیزو ابعادو څارل پاتې کېږي؛ ممکن ذهن یې هم راټول شي؛ ښایي تخلیق یې هم وسوځي، او د وخت په تېرېدو د غره په لوی ښوی کاڼي بدل شي، چې نه پرې باران اغېز کوي او نه یې د باد څپې له څاڅکو ژغورلی شي.

نور بیا…

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران