خواړه خوندیتوب روغه سټه ژوند بڼه

هېڅکله پاتې شوې پخې وریجې مه خورﺉ

لیکنه: ياران
ژباړه: نجم الرحمن ناصري

د ټولې نړۍ په خوراکي فرنګونو کې، د خلکو روزانه خواړه وریجې جوړوي چې په چیني خوړو کې ورڅخه ډېره ګټه اخلي.

کله کله داسې واقع کېږي وروسته له دې چې وریجې وخوړل شي له هغې څخه یو څه پاتې شي او دا پاتې شوې وریجې د دویم ځل لپاره ګرمې او وخوړل شي. باید دقت وکړو هغه پخې وریجې، چې د څو ساعتونو لپاره په آزاده هوا کې اېښودل شوې، د دویم ځل لپاره ونه خوړل شي، ځکه چې په وریجو کې د «باسیلوس سرئوس» په نامه یوه پاکتري وده کوي چې خطر لرونکې ده. هغه زهري مواد چې له د پاکتري څخه حاصل کېږي د خیټې د عضلاتو د درد اسهال او شدیدې تهوع لامل کېږي.

باسیلوس سروئس د خوړو مسمومیت یو کُلي توصیف دی، همدارنګه دوه ډوله ناروغۍ له مشخصه متابولیت څخه مینځته راځي، چې اسهال او استفراغ دی.

د ناروغۍ طبیعت

د باسیلوس سرئوس اسهال او هغه د خوړو مسمومیت چې له هغې څخه رامنځته کېږي، نښې یې لکه د کلستریدیوم پرفریژنس د خوړو د مسمومیت په څېر دي.

لومړنۍ نښې یې اوبه لرونکی اسهال، د خېټې د عضلاتو درد او د ملوثو خوړو له مصرف څخه وروسته ۶ تر ۱۵ ساعتونو درد ده.

استفراغ ممکن له اسهال سره یو ځای وي، خو استفراغ نسبتاً ډېر دی. ډېری وختونه نښې یې په ۲۴ ساعتونو کې ښکاري. د تهوع ډول یې د تهوع له نښو او استفراغ چې ۰.۵ تر ۶ منځته راځي، پېژندل کېږي. همدارنګه د خېټې درد او اسهال کېدای شي، منځته راشي. د نښو د دورې وخت یې ۲۴ ساعتونو څخه کم دی.

د باسیلوس سرئوس ډیر تعداد (له ۱۰ په توان د ۶ څخه ډېر ارګانیسم په ګرم کې) په خوړو کې، د ارګانیسم د فعاله ودې ښکارندويي کوي ترڅو د روغتیا لپاره خطر لرونکي شي.

د ناروغۍ د علایمو تشخیص

۱- د باسیلوس سرئوس د پیژندل شویو سروتیپو چې د ناروغیو د رامنځته کېدلو لامل کېږي بیلول او بیلول یې له استفراغ دفع شویو څیزونو او ککړې هوا څخه.

۲- د باسیلوس سرئوس بیلول له مشکوکه خوړو څخه او د سرمي (اسهال حوړونکي زهر يا سم) او یا بیولژیکي (اسهال او استفراغ) ټسټ په مرسته د انتروتوکسین د جوړښت د کچې تعیین.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ