ټولنیز ژوند ژوند بڼه کلتور او هنر

هنګامه د مینې ګرمه ده تر حسنه – مهر تاج

لیکنه: مهر تاج
  • لیکنه: مهر تاج

هسې خو د ښایست فلسفه له زاړه یونان څخه راواخله تر هند او افغانستانه پرې پوهان غږيدلي دي، چا پرې موضوعي لیکنې کړې او چا پرې ذوقي خبرې کړي دي، زه په بهرنیو فلسفو کار نه لرم، خو دا چې ټول انسانان بني نوع او بني جلده دي، نو اړه یم چې یوازې په هغو نظریو وغږیږم چې د ښکلا په اړه وړاندې شوي او لا تر اوسه شاربل کیږي.

د ښکلا په اړه درې نظريې موجودې دي:

یوه نظریه دا ده چې ښکلا په شیانو کې شته، بیروني وجود لري، د دې نظرې څښتنان د خپلې ادعا لپاره پر هغو کلیاتو استناد کوي چې زموږ په چاپیریال کې موجود دي؛ ګل ښکلی دی، سپرلی ښکلی دی، د اوبو شرشره ښکلې ده، د بلبلې نغمې ښکلي دي، او په دې کې به دوه سره هم اختلاف ونه لري.

دوهمه ډله وايي، چې نه، ښکلا بیروني وجود نه لري، دا هر څه د انسان په درون کې جوړیږي.

دوی د خپلې ادعا لپاره په ځينو قاعدو او پيښو استناد کوي، دوی وایي؛ که فرضاً سلما پر احمد میئنېږي، د سلما په زړه او سترګو کې په دې نړۍ کې له احمد نه بل ښکلی انسان نشته.

آیا احمد په رښتیا ښکلی دی؟

که دا ښکلا یوازې د سلما په وجود کې جوړه شوې ده!؟ طبعا  دا ښکلا یوازې د سلمی په سترګو کې جوړه شوې ده، که یې بیرون وجود درلودای نو هره نجلۍ به په احمد د سلما په څېر مئینه وای.

دریم نظر وايي: ښکلا نسبي ده، په شیانو کې هم شته او د انسان په درون کې هم جوړیږي.

همدا نظر خو زموږ خوشال بابا هم ورکړی چې وايي:

په ځان او په جهان کې ما دوه څيزه دې وکښلي

په ځان کې واړه سترګې په جهان کې واړه ښکلي

خوشال بابا، په پورتني بیت کې شیانو څخه ښکلا نه نفي کوي، خو ځان ته سترګې هم ثابتوي، او سترګې هغه کړکۍ دي چې د هغې له لارې شیان محسوسو، بیا يې تصویر ذهن ته ورکو او دلته يې په اړه تصمیم نیول کیږي.

څوک چې وايي، ښکلا بیروني وجود لري، هغوی هم ښکلا لپاره جامع تعریف لري، که فرض کړو، چې غټي تورې سترګې ښایست دی، نو دا خبره ناسمه ده، تاسې به ډېرې غټې تورې سترګې لیدلي وي، خو د سکون د احساس پر ځای به د ویرې احساس درکوي، نو ښکلا د غړو تناسب دی، که همدا سترګې بیا په بله څيره چې ورسره تناسب ولري ووینو، نو بیا به ښکلې او خوږې ښکاره شي.

د قصیده برده مشهور شاعر بصیري په همدې قصیده کې وایي:

فالدر یزداد حسنا وهو منتظم

ولیس ینقص قدرا غیر منتظم

مرغلرې چې په تار وبيل شي نو ښکلا يې زیاتیږي، خو که دانه وانه پرتې وي خپل ارزښت له لاسه نه ورکوي، معنی دا چې ښکلا د شیانو په کره توګه تنظیم دی.

نو که پر چا میندئ، هغه باید ستاسې درناوی وکړي، ځکه چې تاسې د دغه ښکلا جوړونکي یاست، نه دا چې دا ښکلا په هغه کې موجوده ده.

او له ښکلا نه مینه با ارزښته ده، ځکه چې ښکلا به هر ذهن جوړه کړي خو د هغې خصمانه او تابیا بیا د هر چا کار نه دی، همدا ده چې موشګاف وايي:

هنګامه د مینې ګرمه ده تر حسنه

د مجنون د در ګدا شه لیلا مه شه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ