بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند خوندیتوب ژوند بڼه

د پېړۍ وروستی منی

لیکنه: ياران
لیکنه: شمس الحق حیران

سږنی منی به د دې پېړۍ وروستی منی وي. له دې وروسته به بل هېڅ داسې منی نه راځي چې یو زر او درې سوه یې تر مخ لیکل شوي وي. دا دې یوې اوږدې کیسې پای دی. سږنۍ لوېدونکې ژېړې پاڼې د یوې ستړۍ پېړۍ د ستومانه عمر د پای ته رسېدو پيغام راوړي. سل کاله وروسته به موږ هېڅ یو هم د پېړۍ په وروستي مني کې نه وو. موږ به د خلکو دومره هېر شوي وو؛ لکه اصلا چې دې نړۍ ته راغلي هم نه وو.

شمس الحق حیران

راځئ، د پېړۍ د وروستي مني سپېره تندی ښکل کړو. راځئ دې پېړۍ د ګردوهلي ملنګ ژوند کچکول ته د مینې، موسکا او تودې غېږې خیرات ورکړو. راځئ د پېړۍ وروستی منی په ګرمه مینه، موسکیو څېرو او یو بل سره په نېک چلند ونمانځو. راځئ د دغو شېبو قدر وکړو چې لاژوندي یو او یو د بل تر څنګ یې تېروو.

ځمکه، کور، باغونه، ملکیت، پیسې او سیاسي واک د همدې پېړۍ وړوکې برخه ده. دا هر څه به د پېړۍ د څرخ په ګرځنده آرابو کې دل شي. په مینه رغول شوې زرینې بنګلې به یوه ورځ د وخت په معیار برابرې نه وي، د نوې پېړۍ خلک به یې په زاړه سبک او له کاره لوېدلې معمارۍ پورې خاندي.

زموږ هغه جامې، پیسې او شته چې له کبله یې موږ نور انسانان خفه کړي وي، د پردیو حق مو خوړلی وي او د وږیو ماشومانو د خولې مړۍ مو د خپلې کورنۍ د تجملي غوښتنو پښو ته غورځولې وې، زموږ د واک غوښتنې لېونۍ نشه چې د نورو انسانانو د وینو تودو څاڅکو نشوای الوزولای، زموږ د ځان غوښتنې ظالمانه احساس چې تر پښو لاندې یې موږ د نورو د عزت ویاړونه راپرځول او زموږ د شهرت د بې سارې لوږې په څېر ټولې غوښتنې او شته به په نوې پېړۍ کې خاورې شي او د تېرې پېړۍ کیسه به شي.

موږ به نه یو، موږ به مړه یو، زموږ تږی هوس، لالهاندې هیلې، زموږ زړه کې د بې حسۍ په خوب ویدې موسکاوې او ناویل شوي توري به ټول ګونګ وي. ټولې نالیدلې صحنې به تېرې شوې وې، ټول ناپوره شوي آرمانونه به پیکه شوي وي او د بشپړې پېړۍ په ژوند به خاورې اوښتې وې.

پېړۍ اوړي؛ خو زموږ فکر لاهم نه دی اوښتی. راځئ خپل زړونه له کرکې، وژنې، وینه تویوونې او هغه لیون حاله خوني احساس څخه ووینځو چې له ډېرې مودې یې زموږ د زړونو مینه ناکه نړۍ تسخیر کړې ده. راځئ سږنی منی هغه وروستی منی کړو، چې سبا به یې موږ د بشري جنایاتو له کبله د پېړۍ د قضاوت د دریځ مخې ته د شرم په خولو لوند تندی او ټيټ سر ولاړ و.

د پېړۍ وروستی منی تېرېږي، په زړو رشتو ګردونه لوېږي او نوې هستونې د کایناتو په رنګینه لمن د نویو پدیدو تخم شیندي. د پېړۍ وروستی منی ښايي د راتلونکې تاندې پېړی تنکي سپرلي ته خپلې لوڅې لغړې ونې وسپاري او له ګل غوټیو تش بڼوڼه یې په پښو کې انبار کړي؛ نوی پسرلی به دا هر څه په خپلو پسرلنیو وږمو بېرته راژوندي کړي او د نوې ښېرازۍ ساه به پکې وپوکي. همداسې به وشي، سپېره طبیعت به زرغون شي، غرونه به ګلابي جامې واغوندي، له دنګو ونو الوتې توتکۍ به یو ځل بیا په نویو څانګو زړونه وبایلي، غېږې ته به یې راستنې شي او په ټوله مینه مینه به د ژوند سندرې ورته ووایي.

خو، موږ به څه وکړو؟ آيا موږ د انسانیت ونې ته بېرته هغه انساني هستۍ راګرځولی شو چې نن یې وژنو؟ آیا هغه تاندې بشري څانګې بېرته رغولی شو چې نن یې په لوی لاس له دې ونې پرې کوو؟ آیا موږ به د دې ونې هغه ښکلا بیا راستنه کړو چې د کرکې، شخړې، یو بل خفه کولو او وژلو په کاڼو مو وېشتلې ده؟ راځئ د پېړۍ د وروستي مني د هر ماذدیګر غېږې ته د خپلو منفي احساساتو لمن تشه کړو؟

راځئ ټولې منفي مفکورې، سخت دریځۍ، ناوړه پلانونه، کاینات خوړونکي فکرونه او ورانکارې طرحې د پېړۍ د وروستي مني د کښتۍ تل وغورځوو چې د زمان څپې یې د ژوند له جزیرې لېرې یوسي او بیا هېڅکله زموږ ټولو ګډ ژوند ونه ګواښي. راځئ د ژوند کلیشه يي معیارونه تر شا کړو. نوې پېړۍ په ځان مینه کړو او پستې غېږې ته یې له نویو هیلو، موسکۍ څېرې، سوله خوښي طبیعت، د ژوند له متفاوت طرز او مثبتو افکارو سره یو ځای وخوځېږو.

۱۳۹۹ د تلې ۱۵مه

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ياران

تبصره مو ولیکئ