Advertisements
کلتور او هنر

ورون دهون له سلمان خان سره په فلم بهارت کې کار کولو ته چمتو دی

د هندوستانۍ سېنما ځوان او تکړه فلم ستوری ورون دهون د سلمان خان سره د نوموړي په راتلوونکي فلم (بهارت) کې د کار کولو لپاره چمتو دی.

فلم نړۍ ته د ورون دهون زیات وخت نه کیږي خو په کمه موده کې په دې وتوانېده چې زیات مینوال پر خپل ځان رامات کړي.

د نوموړي د زیات شهرت یو لامل دا هم دی چې نوموړی د اداکارۍ او تمثیل ځانګړی انداز لري.

دغه فلم ستوري په لومړي ځل د فلم (سټوډنټ اف دي ائير) کې کار وکړ او د خپلې اداکارۍ استعداد یې خلکو ته وښوده او دغه راز یې په فلمې نړۍ کې د خپلې راتلونکي سفر لپاره هم ځانته اسانتیا رامنځته کړه.

نوموړی په دې ورځو کې د خپل کامیاب فلم (ABCD) د دویمې برخې په جوړولو کې بوخت دی.

په دغه فلم کې د ورون دهون سره شردها کپور بیا هم مرکزي رول لوبوي، سره له دې چې وړاندې ویل شوي ول چې د شردها کپور ځای ښکلی او دنګه فلم لوبغاړې کټرینا کيف ونیسي، خو کټرینا په دغه فلم کې خپل کار کول رد کړل او د فلم د ټیم لخوا بېرته شردها کپور د مرکزي رول لپاره د دهون تر څنګ انتخاب شوه.

بل لور ته:
د بالیووډ سلطان سلمان خان د خپل لوې بودیجې باندې جوړیدونکي فلم (بهارت) په شوټينګ بوخت دی، ویل کیږي دغه فلم خپل وروستي پړاونو ته رسیدلی، په فلم کې د سلمان خان تر څنګ ښایسته اداکاره کټرینا کیف مرکزي رول لري.

هندۍ رسنۍ وایي په بهارت فلم کې د ورون دهون رول لنډ وي او په دغه فلم کې به ورون دهون د یو تاجررول ولوبوي.

د یادولو ده چې ورون دهون اوس مهال د عالیه بهټ سره د خپل راتلونکي اکشن یا جنګ لرونکي فلم (کلنګ) شوټینګ پوره کړ.

اټکل دی چې دغه فلم د اپریل میاشتې په ۱۹ تاریخ د ۲۰۱۹ کال کې د سېنما په پردو روښانه شي.

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ابوبکر عليزی