هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
روغه سټه

د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه له سلمان خان سره لیدل غواړي

مصرۍ ایمان احمد چې د ۵۰۰ کیلو ګرامه وزن په دردلو سره د نړۍ تر ټولو چاغه ښځه بلل کیږي، د سلمان خان مینواله ده او هغه سره يې د ملاقات غوښتنه کړې ده.

نوموړې ۳۷ کلنه ده او د فبروري په ۱۱ مه ممبي کې یو روغتون ته یوړل شوه، چې يې د وزن کمولو عملیات ترسره کړي.

هغې اوس د روغتون له مسؤلینو نه غوښتي، چې د خپل ایډیال اکټر سلمان خان سره لیدنه برابره کړي.

د سلمان خان ورور ارباز خان رسنیو ته ویلي، چې که څه هم سلمان خان ډیر مینوال لري او د هریو سره ورته ملاقات کول امکان نه لري؛ خو ددې میرمنې سره به ضرور وګوري.

ارباز خان وویل، چې سلمان د خپل کاري مهال ویش له مخې مخ ته ځي او ډیر ژر به دې میرمنې ته هم د لیدو وخت بیل کړي؛ خو نوموړي دقیقه نیټه ونه ښوده.

یاده میرمن له تیرو ۲۰ کلنو راهیسې له زیات وزن راهیسې زوریږي. هغه اوس د ممبي په یو روغتون کې چې په نژدې راتلونکي به يې د ژوند د خوندیتوب لپاره جراحي عملیات ترسره شي.

سلمان خان د خپلو مینوالو ډیر خیال ساتي. هغه په ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک او ټویټر هم له خپلو مینوالو سره وصل دی؛ خو سلمان خان وايي، چې د ټولنیزو رسنیو په کارولو سره یو کس د خپل مینوالو په وړاندې د عدم مسؤلیت خواته ځي.

د سلمان خان وروسته له هغې د سوشل میډیا څخه موړ شو، کله چې د نوموړي په نوم کوم چا جعلي اکونټ جوړ کړ او په شارخ خان او امیرخان پسې سپکې سپورې خپرې کړې.

سلمان خان اوس مهال د کبیرخان تر لارښوونې لاندې په ټیوب لایټ فلم کار کوي، چې تقریبا چارې په بشپړیدو دي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */