افغانستان سپورټ کرکټ نړۍ

ویاړ؛ د نړۍ په ځوانو ۲۰ کرکیټرانو کې د څلورو افغانانو شتون!

د کرکټ مشهوره ویب پاڼې «ایسفاین کریک انفو» د کرکټ نوموتي ۱۵ روزونکې، لوبغاړي، د لوبو مبصرین او څېړونکې پوښتلې دي، چې را روانه لسیزه کې به پر نړیوال کرکټ کوم ۲۰ تنه کرکیټران راج چلوي او ښه به ځلیږی.

یاد ۱۵ روزونکي، لوبغاړي، د لوبو مبصرین او څېړونکي ټام موډي، مایک هیسون، ډیپ ډیسګوپآل، ایچ ډي اکرمن، آین بیشوپ، آر سریکانت، ټیم ویګمور، رسل ارنولډ، پراز مهم بري، حسن چیما، سرنات بشیام، تمیم اقبال، انډي مولز، جېروډ کیمبر، او روبین پیټرسن دي، چې د کرکټ مشهوره ویسب سایټ کریک انفو ورڅخه د راتلونکې لسیزي ۲۰ غوره کرکیټرانو په اړه پوښتلي.

دوی وروسته هغه ۲۰ تنه کرکټران ورته ښودلې، چې را روانه لسیزه کې به پر نړیوال کرکټ باچاهي کوي او ښې لوبې به ترسره کوي.

د ویاړ خبره داده، چې په دې ۲۰ تنه لوبغاړو کې ۴ ځوان افغان لوبغاړې هم شامل دي، چې دوه لوبغاړي توپ اچونکې او دوه لوبغاړي بیا توپوهونکي دي.

یاد ۲۰ تنه لوبغاړې په دې ډول دي:

هندی شبمن ګېل، انګلستانی ټام بېنټون، افغانی نوراحمد لکڼوال، پاکستانی نسیم شاه، اسټرالوی جوزیف پيليپ، نیوزیلینډی ریچاین رویندرا، هندی کارټیک ټایګي، بنګله دېشی اکبر علي، انګلستانی اوولي پوپ، افغانی ابراهیم ځدران، سویلي افریقایی جیرالډ ګوتزي، هندی یاشاسیوي جېسوال، افغانی رحمن الله ګربز، ویسټ انډیزی جایډین سیلز، پاکستانی حیدر علي، افغانی قیس احمد، اسټرالوی جېک فرازر مکرک، هندی پریتوي شاو، پاکستانی حارث روف او د سریلانکا امبلودینیا دي.

قیس احمد، رحمن الله ګربز، ابراهیم ځدران او نوراحمد لکڼوال هغه څلور ځوان لوبغاړي، دې چې په یادو ۲۰ تنه لوبغاړو کې راغلي.

یاد ویبسایټ یادو ۴ افغان لوبغاړو په شمول د ټولو ۲۰ تنو لوبغاړو لنډه ـ لنډه پېژندنه هم خپره کړې.

رحمن الله ګربز:

افغان کرکټ ملې لوبډلي ته راغلی تازه لوبغاړی رحمن الله ګربز اوس د ۱۸ کلنو دی، چې ویکټ ساتونکی او پیلیز لوبغاړی دی.

ګربز د میدان هرې خوا ته شاټونه وهلای شي، چې له امله یې اوس (۳۶۰) هم ورته ویل کیږي، دا ځکه ګربز د اي بي ډیویلرز غوندي توپوهونه کوي.

د رحمن الله ګربز د خوښي لوبغاړی هم همدا اي بي ډیویلرز دی.

د نړیوالو ترڅنګ افغانان هم رحمن الله ګربز افغان ملې لوبډلي ته یو ښه راتلونکی بولي او ورڅخه خورا لویه تمه لري.

ابراهیم ځدران:

ابراهیم ځدران هم د ګربز غوندي تازه افغان کرکټ ملې لوبډلي سره یو ځای شوی، خو تر هغه مخکې افغان ۱۹ کلنه کرکټ ملې لوبډله کې لوبېدلی، چي د ښې او حوصیله ناکي توپوهنې په مټ یې ډیري په زړه پوري منډي په تېر ۱۹ کلنو نړیوال جام کې ترسره کړې دي.

ابراهیم ځدران چې د بل افغان لوبغاړي نورعلي ځدران وراره دی، په اړه یې وايي، چي نورعلي هغه ته یو اتل دی او که نورعلي نه وای، زه به خلګو نه پېژندم.

ابراهیم ځدران وايي، تر ټولو لویه هیله یې داده، چې د ورزش او تعلیم له لاري افغان ماشومانو سره مرسته وکړي.

قیس احمد:

قیس احمد هم تازه د افغانستان د ملي لوبډلې غړی شوی دی. قیس بالر دی او دا مهال د بنګلدېش، سي پي ال، استرالیا بګ بش او ټي-۱۰ لیګونو کې هم لوبیږي. د خوښې لوبغاړی یې د هند ویرات کوهلی دی. جالبه ده، دی خپله بالر دی خو د خوښې لوبغاړی یې بیټسمین دی. وايي لویه هیله دا ده چې په ټولو فارمنټونو کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی وي.

نور احمد الله لکڼوال:

د دغو ۲۰ لوبغاړو په ډله کې تر ټولو ځوان لوبغاړی نور احمد لکڼوال دی چې چینامین بالر دی. چینامین هغه چپ لاسي بالر ته ویل کیږي، چې د نورو دودیزو چپ لاس بالرانو خلاف په مړوند بال تاووي چې بال پر پچ له لګېدو وروسته له کیڼ اړخ څخه ښي اړخ ته تاویږي. هغه ویلي دي چې د خوښې بالر یې راشد خان دی.

وايي لویه هیله یې دا ده چې د نړۍ په غوره بالرانو کې راشي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ