سپورټ کرکټ کرونا نړۍ

د نړیوال جام په اړه دویمه غونډه؛ څه پرېکړه پکې وشوه؟

د کرکټ نړیوال جام، چې له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی، پرون د پنجشبنې پر ورځ یې په اړه د آی سي سي یا کرکټ نړیوالې شورا غړو ویډیويې غونډه کړې ده.

د کرکټ نیوز په نامه یوې مشهورې ورزشي ویبپاڼې راپور ورکړی، چې د کرکټ نړیوالې شورا د پنجشنبې پر ورځ د کرکټ نړیوال جام په اړه غونډه وکړه، خو په اړه یې غړي هېڅ وروستۍ پرېکړې ته ونه رسېدل.

د آی سي سي بورډ یوه غړي د نوم نه ښوودلو په شرط رسنیو ته ویلي، چې د شل اوریزه نړیوال جام په اړه لا وروستۍ پرېکړه په خپل ځای پاتې ده.

دغه غړي وویل:

“موږ ډېر اداري مسایل درلودل چې پرې وشو، خو زه ازاد نه یم چې دا موضوعات له تاسو سره شریک کړم.”

د راپورونو له مخې د نړیوال جام په اړه به وروستۍ رسمي پرېکړه په راتلونکې جولای میاشت کې وشي، خو د کره نېټې په اړه یې لا تر اوسه معلومات نشته.

ټاکل شوې د کرکټ نړیوال جام د راتلونکې د روان ۲۰۲۰م  د اکتوبر میاشتې له ۱۸مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۵مې د اسټرالیا هېواد په کوربتوب ترسره شي، خو د کورونا ویروس له امله له نامعلوم برخلیک سره مخ شوی.

د نړیوال جام کوربه اسټرالیا کرکټ بورډ هم څو څو ځلې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د کورونا له امله سږ کال د نړیوال جام ترسره کېدل ناممکنه ده.

د اسټرالیا د کرکټ بورډ رییس ایرل ایډینګز زیاته کړې، په هغو هېوادونو کې د کورونا ویروس په چټکۍ روان دی، چې لوبډلې یې د نړیوال جام برخه‌والې دي.

د دې ترڅنګ د پاکستاني کرکټ بورډ هم ورته خبرې کړي او د کرکټ نړیوالې شورا څخه یې غوښتي، چې نړیوال جام سږ کال نشي ترسره کېدای.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

محمد صابر حمیدي ، کندهار

محمد صابر حمیدي په کندهار کې د یاران د کاري ټیم غړی دی. نوموړی پر دې سربیره د کندهار پوهنتون د ښووني او روزنې پوهنځی د پښتو څانګې د څلورم کال محصل دی او د ” زما“ راډیو خبري برخه کې کار کوي. صابر د فوټبال لوبغاړی دی. یاران ته په سپورټي، ټولنیزو او نورو برخو کې لیکنې او مطالب چمتو کوي. په یاران کې د نوموړي د ټولو لیکنو د بیا خپرولو حق له یاران سره خوندي دی.

تبصره مو ولیکئ