سپورټ نړیوال کرکټ

د کرکټ نړیوالې شورا ښځينه لوبډلو قهرمانۍ جام سیالۍ

د کرکټ نړیوالې شورا ښځينه کرکټ قهرمانۍ جام سیالۍ د لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۴ کال کې پیل شوې، دا سیالۍ د نړیوال پنځوس اوریز جام لپاره د ښځينه لوبډلو د غوراوي یا کوالیفای لپاره ترسره کېږي، دا لوبې کله دوه کاله او کله درې کاله دوام کوي.

لومړی پړاو یې د ۲۰۱۴ م کال د اپریل په میاشت کې پیل شو، چې تر ۲۰۱۶ کال پورې یې لوبې روانې وې، د دې لوبو لومړی پړاو اسټرالیایي ښځينه لوبډلې وګاټه او اتلولي یې د خپل کور کړه.

۲۰۱۷ کال کې د دې لوبو دوهم پړاو پیل شوی دی او د ۲۰۲۰ م کال تر پایه به دوام وکړي.

له ۲۰۱۷ م کال څخه چې دوهم پړاو سیالۍ پیل شوي، پکې پاکستانۍ ښځینه لوبډله، هندوستان، سریلانکا، نیوزیلېنډ، اسټرالیا، سهیلي افریقا، ویسټ انډیز او انګلستانۍ لوبډلې شاملې دي.

په ۲۰۱۴ م کال کې د دې سیالیو په لړ کې څلورو لوبډلو نړیوال جام ته لوړاوی وکړ او غوره شوې.

۲۰۱۴ م کال څخه تر ۲۰۱۶ کال پورې چې کومې لوبې وشوې، پایلوبه کې یې انګلستانۍ ښځینه لوبډله، له اسټرالیایي لوبډلې سره مخ شوه، چې اسټرالیا ماته ورکړه او اتلولي یې یوړه.

دا چې دا لوبې ډېرې زیاتې دي او کلونه دوام کوي؛ نو ځکه ورته ځانګړی کوربه هېواد نشته، چې کوربتوب یې وکړي؛ کوم هېواد کې چې هوا مساعده وي همغه ځای کې لوبډلې د لوبلړیو په اوږدو کې سره مخ کېږي او لوبې کوي.

څلور هغه ښځینه لوبډلې چې نړیوال جام ته یې لار موندلې
۲۰۱۴ کال کې له اته لوبډلو یې څلورو نړیوال جام لار وموندله، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، ویسټ انډیز او انګلستان له دغو سیالیو نړیوال جام ته کوالیفای کړې او هندوستان، پاکستان، افریقا او سریلانکا به د بنګله دېش او ایرلېنډ په ګډون کوالیفای ته هلې ځلې کوي.

د می په ۶ مه نېټه د ویسټ انډیز ښځینه لوبډله انګلستان ته د درې یو ورځنیو لوبو لپاره سفر کوي، چې د ښځينه قهرمانۍ جام لوبو ته منسوبه لوبلړۍ ده.

سریلانکا بیا د انګلستان ښځينه لوبډلې ته د درې یو ورځنیو لوبو لړۍ درې د صفر پر وړاندې وګټله.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی