مارچ 3, 2021

د کریکټ نړیوالې شورا د لوبڅارانو لېست تازه کړ

لیکنه: بهار سمسور

کریکټ نړیوالې شورا پر خپل رسمي سایټ خبر خپور کړی،چې د روان ۲۰۱۹ او راتلونکي ۲۰۲۰ کلونو د لوبو د لوبڅارنې لپاره یې دوه نوي لوبڅاران، له ویسټینډیز او انګلستان څخه خپل لېست ته اضافه کړل.

جول وېلسن د ويسټ انډيز څخه او مايکل ګوګ د انګلستان څخه د دې شورا غوره لوبڅارانو ګروپ ته ور اضافه کړي دي.تر دې مخکې دوی نسبي په ټیټ لیول کې لوبڅارنه کړې او تجربې یې حاصلې کړي دي.

ګوګ په نهه ټيسټ، ۵۹ يو ورځنیو او ۱۴ شل اوريزو سياليو کې سټېنډ کړی،چې د مخکې تګ نومرې یې حاصلې کړي دي.


جول وېلسن بيا په ۱۳ ټيسټ، ۶۳ يو ورځنیو او ۲۶ شل اوريزو لوبو کې لوبڅاري کړي ده.

دواړه اوسني لوبڅاران د پخوانیو تقاعد شوو لوبڅارانو ايان ګولډ او رېوي سنډارام په ځای د ای سي سي( ایلېټ پنل) غوره لوبڅارانو ګروپ کې شامل کړل شوي دي.


هندي رسنیو بیا د دې هېواد د لوبڅار اېس راویي پر نه انتخاب خواشیني ښکاره کړې ده.

د کریکټ نړیوالې شورا د لوبڅارانو په ډله کې به، عالیم دار،کماردهمراسینا،ماریس ایراسموس،کریس ګافني،ریچارډ ایلینګورت،ریچارډ کیټليبوروګ،نیګل لینګ،براس اوکسینفوارډ،پاول ریفیل،راوډ ټاکر،میچل ګوګ او جاول وېلسن ،د آنفیلډ لوبڅاران وي.


د خبر له مخې ډیوېډ بوون،کریس براوډ،جیف کراو،رانجان ماډوګالا،انډي پیکرافټ، ریچي ریچارډسن او جاواګال سرینات به بیا د مېچ ریفریانو په حیث د کریکټ نړیوالې شورا سره دنده ولري.