بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند

د ژوند په اړه د نړیوالو پوهانو انګېزه بښونکې خبرې

اعلان

ژباړه او راټولونه: عطا محمد میاخېل

ـــ چا چې په ژوند کې تېروتنه نه ده کړې، نو هېڅکله یې کوم نوی څیز نه دی ازمویلی. (البرت انیشټین)

ـــ تر ډېره د ژوند له ماتو سره هغه کسان مخ شوي دي، چې د تسلیمېدو پرمهال نه پوهېدل، چې څومره بریا ته نږدې شوي دي. (توماس اډیسن)

ـــ که چېرې غواړئ، چې خوښ او خوشاله ژوند ولرئ، نو خپل ژوند په یوې موخې پورې وتړئ، نه انسانانو او څیزونو پورې. (البرت انیشټین)

ـــ اجازه ورکړئ، چې تل په مسکا له یو بل سره مخامخ شو، ځکه مسکا په ژوند کې د مینې پیل دی. (مادر ټرزا)

ـــ په ژوند کې هغه انسان بریالی دی، چې سهار له خوبه را پاڅېږي، د شپې ویده شي او د دې دواړو ترمنځ هغه کار ترسره کړي، چې ورسره مینه لري. (باب ډیلان)

ـــ ژوند د ځان موندل نه، بلکې ژوند د ځان جوړول دي. (جورج برنارد شاو)

ـــ له پرانیستي ذهن پرته، هېڅکله نه شئ کولای، چې په ژوند کې سترې بریا ته ورسېږئ. (مارټا سټوارټ)

ـــ ستاسو وخت ډېر کم دی، نو هغه د نورو په ژوند کې، په ژوند کولو سره، بېځایه مه تېروئ. (اسټیو جابز)

ـــ چېرته چې مینه وي، ژوند دوام لري. (مهاتما ګاندي)

ـــ هغه ملت، چې له علم او پوهې څخه برخمن وي، نور به د لوږې خوند ونه څکي، هوسا او آرامه ژوند به ولري. (کنفوشیوش)

ـــ بشر کله، چې په کور کې ناست وي، نو په ژوند کې د یوې پېښې د رامنځته کېدو غوښتونکی دی او کله چې له کومې پېښې سره مخامخ شي، په کور کې د آرامه او هوسا ژوند غوښتونکی دی. (ویلیام وایلر)

ـــ اغېزمن مدیران په اوس کې ژوند کوي، خو تل د راتلونکې په فکر کې دي. (هلن هېز)

ـــ د نورو خوله نه شو بندولای، خو که چېرې ښه ژوند وکړو، دا په خپله د هغوی د ماتې او حقارت سبب ګرځي.

ـــ د هر انسان د ژوند تر ټولو مهمې ورځې دوې دي: هغه ورځ، چې نړۍ ته راځي او هغه ورځ، چې په دلیل یې پوهېږي. (مارک تواین)

ـــ زموږ ژوند، هغه ورځ پای ته رسېږي، چې د هغو څیزونو په اړه، چې مهم دي، سکوت وکړو. (مارټین لوټر کېنګ)

ـــ هېڅکله ناوخته نه ده، هېڅکله د پیلولو لپاره ناوخته نه ده او هېڅکله په ژوند کې د خوشاله اوسېدو لپاره ناوخته نه ده. (جین فونډا)

ـــ رښتینی ملګری د ژوند تر ټولو غوره شتمني ده. (بنجامین فرانکلین)

ـــ ډېری خلک په خپلو خوبونو کې ژوند کوي او ډېری له خپلو وېرو سره ژوند کوي. (لس براون)

ـــ له ژوند څخه زده کړي څیزونه مې په درې کلمو کې خلاصه کوم: ژوند دوام لري. (رابرټ فراسټ)

ـــ هرڅومره، چې طبعیت ته نږدې شې، نو لاپسې ښکلی ژوند پیدا کوې. (نیما یوشیج)

ـــ هغه څوک، چې په کور کې یې سوله او آرامي ده، نو د ژوند جګړه یې ګتلې ده. (محمد حجازي)

ـــ د ژوند د ستونزو زغمل ستونزمن کار دی، خو باید په دې وضعیت اقرار ونه وکړو. (نیچه)

ـــ په ژوند کې د ولولو په پرتله، هېڅ شی دومره ښکلی نه دی. (اناتول فرانس)

ـــ هغه کس، چې د ژوند په اوږدو کې له بریا او ماتې خوړلو څخه بې پروا وي، زموږ له کینې څخه خوندي او له هوسا او خوشاله ژوند څخه برخمن دی. (اندره زیګفریډ)

ـــ نېکمرغي لاسته راوړل، د ژوند تر ټولو ستره بریا ده. (البر کامو)

ـــ بشر د ژوند په درې واړو پړاوونو، ماشومتوب، ځوانۍ او زړښت کې استراحت او آرامتیا ته اړتیا لري. (جین وبسټر)

ـــ که ژوند له تا سره نه جوړېږي، نو ته له ژوند سره جوړ شه. (سپارټ)

ـــ له ژونده مه وېرېږئ، ځکه د کار او زیار او زغم برکت دی، چې له ژوند سره مینه پیدا کوو. (فیودور داستایوفسکي)

ـــ که د ژوند لپاره بل پړاو وای، نو ما به خپل ټول کارونه په بله بڼه اصلاح کړي وو. (جان کلر)

ـــ د دې لپاره، چې عمر مو اوږد شي، نو په آرامه ژوند وکړئ. (سیسرون)

ـــ پر ژوند فکر وکړئ، خو خپګان مه کوئ. (دیل کارنګي)

ـــ رښتینی افسوس به هغه ورځ وکړې، چې وګورې د خپل عمر په اندازه دې ژوند نه دی کړی. (اوشو)

ـــ په خپل ژوند کې هېڅکله دا څلور څیزونه مه ماتوه: باور، ژمنه، اړیکه او زړه. ځکه د ماتېدو پرمهال غږ نه لري، خو درد یې ډېر زیات وي. (چارلز دیکنز)

ـــ په انساني ژوند کې ویاړونه او مکافات د هغه چا په برخه کېږي، چې له ځانه وړتیا وښیي. (ارسطو)

ـــ ژوند کوم، حتا که تر ټولو غوره څیزونه هم له لاسه ورکړم، ځکه دا ژوند کول دي، چې نور غوره څیزونه را ته جوړوي، پرېږدئ هرڅه چې له لاسه ځي لاړ دې شي، زه هغه غواړم، چې په عذر او زاریو باندې ککړ نه وي حتا ژوند. (ارنېسټو چګوارا)

ـــ په زغرده دا ویلی شو، چې د نامتو خلکو حقیقي ژوند د هغوی له مرګ نه وروسته پیلېږي. (سمایلز)

ـــ هغه نارینه، چې د ژوند په جګړه کې خاندي، د ستاینې وړ دی. (جورج برنارد شاو)

ـــ په زېږون کې دې مور او پلار اصلي رول لري، خو د ژوند لاره دې باید پخپله وټاکې. (اندرسن)

ـــ شتمني د ژوند لپاره ده، نه ژوند د شتمنۍ لپاره. (شیخ بهایي)

ـــ د نورو له تېر څخه د خپل ژوند لپاره ګټه واخله. (ویکتور هوګو)

ـــ ژوند د بریاوو او ماتو یو ټولګه ده، بریالی هغه څوک دی، چې د بریاوو شمېر یې زیات وي. (ساموئل بکټ)

ـــ ژوند خوږ دی، انسانان په لوی لاس دا خواږه په ترخو بدلوي. (شېللر)

ـــ ژوند وکړه، پرېږده، چې نور هم ژوند وکړي. (لامانوسوف)

ـــ که چېرې له خپل ژوند سره مینه او لېوالتیا لرې، نو د نورو له ژوند سره هم مینه او لېوالتیا ولره. (رامبرانډ)

ـــ ترڅو چې ژوندی یې، باید ژوند وکړې او د ژوند لپاره حرکت اړین دی. (اګوست کنت)

ـــ ژوند هغه مهال ښکلی دی، چې وغواړو له نورو سره ژوند وکړو او نور وغواړي، له موږ سره ژوند وکړي. (سکار وایلډ)

ـــ هر ډول دې، چې زړه غواړي ژوند وکړه، خو د نورو د ژوند په لاره کې خنډ مه جوړېږه. (سقراط)

ـــ ژوند یو امانت دی، چې الله (ج) بشر ته ورکړی دی، د خدای (ج) له امانت څخه په ښه توګه ساتنه وکړئ. (اناتول فرانس)

ـــ ژوند لنډ دی، په ناسم چلند او ناسم فکر سره یې مه لنډوئ. (شولوخوف)

ـــ ټول د ژوند کولو حق لري، خو د نورو په ژوند کې د ښکېل کېدو حق نه لري. (آدام سمېت)

ـــ ژوند ښکلی دی، ډېر ښکلی، په دې شرط، چې په ښه سترګه ورته وګورئ. (نیوټن)

ـــ مخکې تر دې، چې ژوند دې پای ته ورسېږي، له ژوند څخه ډېره زیاته ګټه واخله. (فرویډ)

ـــ ژوند وکړه او د نورو له ژوند سره هم مرسته وکړه، دا د ژوند لومړنی درس دی. (امېل زولا)

ـــ ژوند چې هر ډول ونیسې، نو هماغه ډول به شي، هڅه وکړه، چې آسانه یې ونیسې. (تولوز لوتروک)

ـــ هغه څوک، چې له ژوند بېزاره دی، نور هم له ژونده بېزاروي. (الکساندر دوما)

ـــ ژوند باید له مېږي څخه زده کړئ، کار د ژوند لپاره او ژوند د کار لپاره. (موریس مترلینګ)

ـــ نېکمرغه هغه څوک دی، چې د ژوند له فرصتونو څخه ښه ګټه اخلي. (اډوارډ براون)

ـــ لومړی لېوالتیا، دویم هیله او درېیم هڅه، همدا د ژوند درې اصلي رکنونه دي. (ذکریا رازي)

ـــ کار او ژوند لازم او ملزوم دي. کار وکړه د ژوند لپاره او ژوند وکړه د کار لپاره. (هانري مېلر)

ـــ کله چې ژوند تاسو ته ډېر څه نه درکوي، د دې لپاره، چې تاسو ترې ډېر څه نه دي غوښتي. لمر هغې ګیاه ته تودوخه ورکوي، چې خپل سر یې له خاورې څخه را پورته کړی وي. (ستر کوروش)

ـــ که چېرې غواړې ښه ژوند وکړې، نو له خپلې پوهې او هوښیارۍ څخه ښه ګټه واخله. (هګل)

ـــ که چېرې غواړې، چې خپل ژوند ونه بایلې، نو هڅه وکړه، چې خپل وخت بېځایه تېر نه کړې. (پل ورلن)

ـــ د ژوند په اوږدو کې مې هېڅکله له هغو کسانو څخه کوم څه نه دي زده کړي، کوم چې زما له نظر سره همغږي وو. (مالرو)

ـــ د ژوند یوازینۍ نښه، وده کول دي. (جان هنري)

ـــ په ژوند کې د یوه دومداره بدلون د رامنځته کولو لپاره یوازینۍ لار، د یوې اوږد مهالې موخې لرل دي. (انتوني رابینز)

ـــ له دې پرته، چې پوه شو، څوک یم او ولې دلته یم، ژوند ناشونی دی. (تولستوي)

ـــ که چېرې ونه شو کولای، چې په آزاد ډول ژوند وکړو، نو باید مرګ ته په پرانیستې غېږه هرکلی ووایو. (مهاتما ګاندي)

ـــ زما او ستاسو په ژوند کې، تر ټولو ستره ورځ هغه مهال ده، چې په بشپړه توګه د خپل لید مسئولیت ومنو، دا نو هغه ورځ ده، چې موږ واقعاً سترېږو. (جان مکسویل)

ـــ زما په ګمان انسان په ژوند کې د بریا له پاره، باید وکولای شي، په څلورو برخو کې استاد شي: مناسبات، تدارکات، لید او رهبري. (جان مکسویل)

ـــ زه راتلونکې ته ګورم، ځکه ټاکل شوې ده، چې خپل پاتې ژوند هلته تېر کړم. (جورج برنز)

ـــ تر ټولو مهم څیز دا دی، چې له ژونده خوند واخلئ او خوشاله واوسئ، دا یوازینی څیز دی، چې ارزښت لري. (آډري هیبورن)

ـــ یوه شېبه کولای شي، یوې ورځې ته بدلون ورکړي، یوه ورځ کولای شي، یوه ژوند ته بدلون ورکړي او یو ژوند کولای شي، نړۍ ته بدلون ورکړي. (بودا)

ـــ له نورو سره ژوند کول سخت نه دي، د هغوی درک کول سخت دي. (ژوزه ساراماګو)

ـــ رښتینی ژوند، د نورو لپاره ژوند کول دي. (بروس لي)

ـــ موږ د کتابونو لپاره، ژوند کوو. (اومبرتواکو)

ـــ د ژوند غمیزه دا ده، چې موږ ډېر ژر زړېږو او په ډېر ځنډ سره هوښیارېږو. (بنجامین فرانکلین)

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

عطا محمد میاخېل