سفر له نړۍ

دلته یې در پېژنو؛ ګرځندویان دا د نړۍ تر ټولو غوره ښارونه ګڼي

لیکنه: صادق طارق

پښتو متل دی، چې:
هر چا ته خپل وطن کشمېر دی
خو له دې ور اخوا، د نړۍ د غوره ښارونو او سیمو په انتخاب کې ګرځندویان باید واوریدل شي او خبره یې ومنل شي.
دلته مو د دوی په حواله لس غوره ښارونه در ته انتخاب کړي، چې په نوبت سره به یې معرفي او له ځانګړنو در ته ووایو.
په دغه لیست کې د نړۍ د مختلفو برخو تر ټولو غوره ښارونه په نښه شوي.

د جنوبي افریقا کیپ ټاون

دغه ښار د ۲۰۱۰ کرکټ نړیوال جام پر وخت د خلکو پام ځانته واړوه. د جام نندارې ته ورتلونکو نندارچیانو وویل، چې جنوبي افریقا او دا ښار یې د لیدو دي.

وروسته دا ښار د ګرځندویانو د پام وړ شو او اوسه پورې ډلې ـ ډلې خلک هره ورځ ور روان وي.

یاد شوی ښار هم لوړې څوکې لري، هم پکې د پېرلو ځایونه ډېر ښکلي دي او هم یې د سمندري خوړو؛ په خاص ډول د کبانو خوند ځانته نوم لري.

د دې ترڅنګ کافي شاپونه، د کتاب لوستو کافې او نور یې هم د پام وړ دي.

د اسپانیې بارسلونا

بارسلونا هم ځانته څه وایي؛ ځکه خو د ګرځندویانو لخوا د نړۍ په لسو غوره ښارونو کې یاد شوی دی.

دا ښار په رڼا ګانو پوښلی، ګڼه ـ ګوڼه یې هم بېل خوند لري او له دې ور اخوا په فرهنګي لحاظ هم ډېر رسیدلی.

د بارسلونا په مختلفو څنډو کې یوه نه یوه غوره هنري تابلو وینئ، چې خاص پيغام به پکې نغښتی وي.

لږ دېوالونه یې له مفهوم لرونکو او جذبونکو کارتونونو تش دي، نورې متمدنې او عصري ودانۍ، پلورنځایونه، د ګرځیدو سیمې یې هم خوندورې دي.

د سیاحتي سیمې په توګه یې د جوییک غونډۍ د لیدو او یادونې وړ ده.

د دې ترڅنګ د بارسلونا لرغونې کلیساګانې هم د ګرځندویانو د دمې او نندارې ځایونه دي.

د پولینډ کراکوف

دا ښار د نړۍ له تر ټولو غوره او لویو ښارونو څخه دی. هلته اکثره هغه مسافر دمه کیږي، چې له ایټالیې څخه چیک یا بالمقابل سفر کوي.

ګرځندویان وایي، که څوک اروپا ته ځي او دا ښار ونه ګوري، لکه هیڅ چې هلته تلی نه وي.

د ټایلینډ بانکوک

د بانکوک په اړه ګرځندویان وایي: دا ښار د هیڅ ښار غوندې نه دی؛ یوازې د ځان غوندې دی.

هلته ورغلي خلک وایي، بانکوک دومره ښکلی دی، چې له هوایي ډګر څخه تر وتو او خپل هدف ته رسیدو پورې به د موټر له ښیښې د ښار ننداره پای ته ونه رسوې.

په دغه ښار کې د بودایانو دودیز معبدونه تل روښانه وي، چې ښایسته معماري یې د پام وړ ده.

بانکوک عجیب و غریب رواجونه هم لري؛ یو مشهور یې دا دی چې د اونۍ په پای کې خلک د چاتوچاک په نوم بازار ته ورځي.

هلته یوه جالبه دا ده، چې ژوندي ماران پکې خرڅیږي او اخیستونکي کولای شي دغه ماران له سره ونیسي او تر کوره یې ځان سره یوسي.
دا نو جالبه هم ده او خورا خطرناکه هم، که لاړئ، ننداره یې وکړئ، خو لاس مه ور وړئ.

د ایټالیې روم

روم د اروپا تر نور ښارونو لږ نندارچیان لري، خو د سیلانیانو خوښ دی.

د روم خاصه ښکلا په اوړي کې وي؛ په دې موسم کې د لمر ډوبیدو پر وخت عجیبه شاعرانه ننداره جوړیږي، خورا خوند کوي.

د سیاحت لپاره تاریخي او زړه وړونکې سیمې هم ډېرې دي.

په سیاحتي سیمو کې یوه ډله خلک له دودویزو لرغونو جامو سره مزاحمت درته کوي، مجبوروي مو او ستاسې هم زړه غواړي، چې عکسونه ورسره واخلئ.

البته د عکس اخیستو پیسې به ورکوئ، ځکه دوی په همدغو پیسو ژوند کوي.

د ایټالیې فلورانس

فلورانس په څو پېړیو کې نه دی بدل شوی، هماغه زړه خو کم سارې معمارۍ یې لا هم سترګې ځانته اړوي.

د دې ښار ټولو نه لوی خاصیت همدا دی، چې خورا ښایسته معمارۍ او لوړ هنرونه لري.

دغه ښار په منځنیو پېړیو کې جوړ شوی او یوه لویه برخه پخوانۍ ودانۍ یې لا هماغسې پاتې دي.

د کامبوج سیم ریپ

دا سمندري ښار خورا زړه وړونکی دی، که ورغلئ یوه ښکلې کښتۍ کرایه کړئ او کرۍ ورځ پکې ګرځئ.

سیم ریپ لرغونتوب هم لري، د ډېرو پخوانیو پېړیو د خلکو میراث دی.

هلته د زیاتو سیلانیانو د ورتلو له کبله د هوټلونو ښه کاروبار جوړ وي.

سیمه ییز خواړه یې هم خوندور او د یادونې وړ دي.

د امریکا چارلستون

دا ښار زیات مشهور نه دی، خو ښکلی او د پام وړ دی.

چارلستون د امریکا په سویل کې موقعیت لري.

هلته د نعناع اوبه مشهورې او خورا خوندورې دي.

سیمه ییز سمندري خواړه یې هم د هېرولو نه دي، د منظرو او طبیعي ښکلاوو کمی هم نشته.

د جاپان کیوټو

دا ښار د شیموګامو د معبد له کبله ډېر مشهور دی، خو نور ښایستونه او لذتونه هم پکې شته.

هلته که لاړشئ، په اسانه خیالي نړۍ ته ورتلی او ځان په لرغوني جاپان کې محسوسولی شئ.

کیوټو له ۷۹۴ څخه تر ۱۸۶۸ پورې د جاپان پلازمېنه وه، همدا وجه ده چې زیاتو امپراتورانو ژوند پکې کړی او ډېر ښکلی یې جوړ کړی.

د دې ښار سلطنتي ماڼۍ د دغو ښکلو ځایونو ټولو نه ښکلی مثال دی.

د کیوټو د لمر پریوتو ننداره هم خورا ښکلې ده، دې وخت نه وروسته پکې مېلې او چکرونه پیلیږي.

خلک یې مستانه او شاعرانه مزاج لري، ماښام پيلیدو سره په کافو او بنډارځایونو را ټولیږي او خپل ژوند ښکلی کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق