کرکټ نړیواله شورا؛ د 50 اوریز نړیوال جام لوبډلې له لسو 14 ته زیاتوو

د کرکټ نړیوالې شورا له غړو هېواونو سره مشوره کړې ده، چې د ۲۰۲۳ کال څخه تر ۲۰۳۱ پورې به هرو څلورو کلونو کې د لسو لوبډلو پرځای څوارلس لوبډلې لوبوي.

دوی په دې اړه بحث کړی دی او ډېری هېوادونو په څوارلس لوبډلو موافقه کړې ده.

ځېنو هېوادونو د شورا له غړو د شپاړس لوبډلو غوښتنه کوله؛ خو موافقه په څوارلسو وشوه.

۲۰۰۷ کال کې هم ۱۶ لوبډلې ولوبېدې، چې کینیا او ځېنې نورې دویمه درجه لوبډلې پکې وې.

۲۰۰۷ کې دغه ۱۶ لوبډلې په نړیوال پنځوس اوریز جام کې شاملې وې

اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، افریقا، ویسټ انډیز، هندوستان، سریلانکا، بنګله دېش، پاکستان او زِمبابوې فول مېمبر یا بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډلې وې او نېدرلېنډ، ایرلېنډ، کاناډا، کینیا، برموډا او سکاټلېنډ پکې د دویمه درجه هېوادونو څخه وې.

بل پلو په ۲۰۰۳، ۲۰۱۱ او ۲۰۱۵ کې بیا څوارلس، څوارلس لوبډلې وې.

۲۰۲۳ کې به هم څوارلس لوبډلې وي، ۲۰۲۷ کې هم او ۲۰۳۱ کې هم.

د کرکټ نړیوالې شورا څرګندونې

یاده شورا وایي دا کار یې ځکه وکړ، چې ۲۰۱۹ کې د زِمبابوې، ایرلېنډ، سکاټلېنډ او نېدرلېنډ، نسبتاَ ښې لوبډلې دي او نړیوال جام کې نه وې؛ نو زیات غبرګونونه یې راپارول. دې هېوادونو دا له ځان سره زیاتی یاد کړ او وې یې ویل چې ولې یې د لوبېدو حق ور نه کړ.

نو اوس د کرکټ نړیوالې شورا ویلي دا چاره به دغو دویمه درجه هېوادونو ته یو ځواب هم وي او په دې ډول به دوی په مالي لحاظ او هم د کرکټ د مینوالو د زیاتوالي لپاره ښه ګټه او ملاتړ ترلاسه کړي.

په دې توګه د کرکټ نړیواله شورا کولای شي، چې د کرکټ زیات مینوال په دویمه درجه او درېیمه درجه هېوادونو کې پېدا کړي او کرکټ به ورسره لا وغوړیږي.

د دوی لپاره اوس ښه بېلګه افغانستان دی، کله چې ۲۰۰۱ کې افغان ټیم جوړ شو، لوبې یې وکړې، لږ مطرح شو؛ نو افغانستان کې ورسره کرکټ سر راپورته کړ، هر ځای او هر چا کرکټ پیل کړ، د مسلکي کرکټ زده کړې لپاره کرکټ اکاډمیانې جوړې شوې، لسګونه، سلګونه او بیا زرګونه ځوانان د لوبو زده کړې ته کرکټ اکاډمیانو ته ورداخل شول.

افغانستان کې اوس په ښارونو، بازارونو او کلیو کې په پراخه کچه کرکټ کېږي.

دمګړۍ افغانستان یوه مطرح لوبډله لري، الف لوبډله لري او د ۱۹ کلنو لوبډله یې هم شته او نړیوال جامونه یې لوبولي دي.

نو د افغان لوبډلې په رامنځته کېدو سره د نړۍ په کُنج کونج کې افغانان د کرکټ مینوال شول او د خپلې لوبډلې له امله یې له کرکټ سره اړیکه پېدا شوه.

اوس په افغانستان کې کرکټ خورا غوړیدلی او ډېر نادره لوبغاړي پکې موندل کېږي.

خو دا چې لوبډلو ته نه اخیستل کېږي، په بورډ کې روڼتیا ته اړتیا شته.

نو اوس که کینیا، برموډا، کاناډا، نیپال، عربي متحده امارات، امریکا او ځېنې نور هېوادونه په کرکټ کې ورداخلیږي، نو د کرکټ په غوړیدا او د کرکټ نړیوالې شورا په اقتصاد او سپانسر باندې مثبتې اغېزې پرېباسي او کولای شي، چې زیاته ګټه ترلاسه کړي.

بل پلو په دغو هېوادونو کې تلویزیونونه هڅې کوي، چې د خپلو هېوادونو لوبې خپرې کړي؛ نو د دې چارې لپاره به سپانسر پېدا کوي، د کرکټ نړیوالې شورا سره به په تفاهم تړونونه لاسلیکوي؛ نو هم تلویزیون، هم سوداګر او هم د کرکټ نړیوالې شورا ته ګټه په لاس ورځي.

۲۰۲۳ کال نړیوال جام او د افغانستان موقف

۲۰۱۹ کې اته لوبډلې په فول میمبر یا بشپړ غړیتوب لرونکو لوبډلو کې وې، افغانستان او ویسټ انډیز ورته کوالیفای یا غوراوی وکړ.

له دې سره په ۲۰۱۹ جام کې ټولې لس لوبډلې ولوبېدې.

تر ۲۰۲۳ پورې افغانستان ته دوه کاله پاتې دي، که دې کلونو کې افغانستان لوبې ولري او ښې لوبې نندارې ته وړاندې کړي، بیا به یې کوالیفای یا غوراوي ته اړتیا نه وي او سیده یا مستقیماَ به نړیوال جام ته ورځي.

خو که لوبې وبایلي بیا نو کوالیفای ته اړتیا پېدا کېږي.

اوس افغان لوبډله د یو ورځنیو لوبو په درجه بندۍ کې لسم ځای نیولی دی، که بنګله دېش او سریلانکا د لوبو په جریان یا لوبلړیو کې مات کړي، نو تر اتم یا هم اووم مقام پورې راتللی شي.

 

وروستي مطالب