سپورټ کرکټ وزش او تمرین

یو نیوزیلېنډی د کرکټ نړیوالې شورا مشر شو؛ دا شورا ولې کرکټران نه ټاکي؟

 

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان کړی، چې نیوزیلېنډی ګرېګ بارکلی یې خپل مشر اعلان کړ.

له دې وړاندې دغه ځای له هندوستاني شاشنک منوهر سره و او اوس تازه د سینګاپور عمران خواجه د کرکټ نړیوالې شورا مشر ټاکل شوی و، چې دا مشري له ده هم واخېستل شوه او پرځای ګرېګ وټاکل شو.

بارکلی د نیوزیلېنډ د کرکټ ډایرېکټر و او هم د مارکېټېنګ یا اعلاناتو قانون پوه دی.

نوموړی له ۲۰۱۲ کال راهیسې د نیوزیلېنډ د کرکټ ډایرېکټر و او له کرکټ نړیوالې شورا سره په ډېری برخو کې په لوړو پوسټونو کار کړی دی.

دا له ۲۰۱۴ کال راهیسې څلورم مشر دی، چې د کرکټ نړیواله شورا یې بدلوي.

د ۲۰۱۴ کال د جولای په ۲۶ مه هندوستانی نریاناسوامي سري ناواسن د کرکټ نړیوالې شورا مشر وټاکل شو، نوموړی تر ۲۰۱۵ کال پورې په دې پوسټ پاتې و.

شاشنک منوهر چې د هندوستان دی، د ۲۰۱۵ د نومبر په ۲۲ مه د کرکټ نړیوالې شورا مشر شو، نوموړی څلور کاله او ۲۲۱ ورځې په دې دنده پاتې شو او د ۲۰۲۰ د جون په دېرشمه له دندې لرې شو.

له ده وروسته سینګاپوری عمران خواجه وټاکل شو، هغه د ۲۰۲۰ د جولای په لومړۍ نېټه مشر شو او ۱۴۲ ورځې په دې پوسټ پاتې شو.

اوس د نومبر په ۲۵ مه د چهارشنبې په ورځ د نیوزیلېنډ بارکلی د کرکټ نړیوالې شورا مشر شو.

ګرېګ بارکلی له ۲۰۱۵ کال راهیسې د کرکټ مختلفو ادارو سره کار کړی او همدارنګه د اسټرالیا او نیوزیلېنډ مختلفو کمپنیو سره د ډایرېکټر یا لارښود په توګه ټاکل شوی دی.

نوموړي ویلي، دی خوښ دی د کرکټ نړیوالې شورا مشر شو، د هغه په وېنا چې دوی ټول به د ورزش لپاره پراخ کار وکړي او د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه به خپل ګډ مسوولیت وګرځوو.

د کرکټ نړیواله شورا ولې یو کرکټر خپل مشر نه ټاکي؟

دوی ځکه یو کرکټر په دې دنده نه ګوماري، چې دوی پېسو ته اړتیا لري او پېسې هغه څوک موندلی شي، چا چې سوداګري او یا هم اقتصاد کې کار کړی وي.

منوهر کرکټر نه و، د هغه نه وړاندې هندوستانی مشهور کرکټر نه و او عمران خواجه هم کرکټ لوبغاړی نه و.

اوس بارکلی هم یو سوداګریز کار کوونکی یا کمرشل ډایرېکټر دی.

په لوړه کچه رهبرۍ کې یې اقتصاد پوه دی، ورپسې په ترتیب سره بیا کرکټران ټاکي، تر څو د کرکټ په پرمختګ کې رول ولوبوي.

د کرکټ نړیواله شورا بیا د کرکټ لوبغاړو څخه جوړ شوی بورډ لري، چې وخت نا وخت د کرکټ په اړه پرېکړې او غونډې کوي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ