هغه لوبغاړي چې نړیوال جام کې ځلیدلي، خو لوبډلې یې د اتلوالۍ چانس بایللی

لیکنه: بهار سمسور

کریکټ یوه ډېره عجیبه لوبه ده، ډېر کله داسې کیږي چې یو لوبغاړی په یو ټورنمېنټ کې ښه وځلیږي، خو لوبډله یې د ټورنمېنټ اتلوالي وبایلي.

لکه یو توپ وهونکی زیاتې منډې جوړې کړي، د ټورنمېنټ غوره توپ وهونکی شي یا دا چې توپ اچوونکی زیاتې ویکټې تر لاسه کړي، اما لوبډله یې له اتلوالۍ وړاندې له ټورنمېنټ بهر شي.

موږ دلته درته د تېر نړیوال جام اړوند همداسې لوبغاړي یادوو، چې شخصاً دوی ښه ځلیدلي خو لوبډلې یې نورې مخکې لاړې نه شوې.

۱: مارټین کراو

دی د نیوزلېنډ لپاره بهترین کریکټر تېر شوی.

کراو په ګېم چېنجر (لوبه تغیرونکي) لوبغاړي باندې مشهور دی.

نوموړي په ۱۹۹۲ کال نړیوال جام کې بهترینه توپ وهنه وکړه،چې ۴۵۶ مجموعي منډې یې تر لاسه کړې.

سره له دې چې دا نړیوال جام د نیوزلېنډ په کوربه توب تر سره شو او مارټین کراو پکې ښه وځلیده، خو بیا هم نیوزلېنډ له سختو ماتو سره مخ شو.

۲: لاندسي کلسینر

د جنوبي افریقا الرونډر لوبغاړی کلسینر د یوه ورځینیو لوبو بهترین کریکټ لوبغاړی یادیږي.

ده به تر اخېره په لوبغالي کې په توپ اچونه او هم توپ وهنه کې مبارزه کوله.

نوموړي په ۱۹۹۹ کال نړیوال جام کې ۲۸۱ مجموعي منډې تر لاسه کړې او هم یې ۱۷ لوبغاړي وسوځول، چې بیا یې هم لوبډله له پای لوبې مخکې له ټورنمېنټ رخصت شوه.

۳: سچن ټنډولکر

د کریکټ نړۍ ستر نوم، چې د کریکټ راتلونکي نسل ته به یاد وي.

سچن ټنډولکر د هند کریکټ ملي لوبډلې پیاوړی پیلیز توپ وهونکی تېر شوی او ښه کریکټ ریکارډ لري.

ټنډولکر په ۲۰۰۳ کال نړیوال پنځوس اوریز جام کې ښکلې توپ وهنه وکړه، چې ۶۷۳ منډې یې تر لاسه کړې.

ټنډولکر په همدې نړیوال جام کې د ټورنمېنټ غوره لوبغاړی اعلان شو،خو لوبډلې یې پای لوبه کې ماتې وخوړه.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام چې پرون پای ته ورسیده، پکې هندی روهیت شرما د زیاتو منډو جوړونکی، اسټرالیاوی میچل سټارک د زیاتو ویکټو اخیستونکی، خو شکیب الحسن په دواړو توپ وهنه او توپ اچونه کې ښه ځلیدلي؛ اما لوبډلې یې تر پای لوبې مخکې رخصت شوې وې.

وروستي مطالب