د ۲۰۱۹ کرکټ نړیوال جام غوره لوبغاړي

لیکنه: عبدالله عادل
دا ځل د ۲۰۱۹ کال کرکټ یو ورځنیو لوبو نړیوال جام د کوربه انګلنډ په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې.
د بېډ او بال دا ستري سېالۍ د انګلنډ په کوربتوب د ۱۰ غوره لوبډلو تر منځ په لاره اچول سوي وې چي د لومړي پړاو څخه انګلنډ ، اسټرالیا ، انګلنډ او هند دوهم پړاو ته لار موندلې وه ، او په دوهم پړاو کي نیوزیلنډ هند ته او کوربه انګلنډ بیا اسټرالیا ته په ماتي ورکولو سره پایلوبي ته لار موندلې وه .
د نړیوال جام دا پایلوبه د مخکنیو نړیوال جامونو په پر تله ډېره جذابه وه دا ځکه چي د جام تر ټولو مهم لوبه (پایلوبه) تر سوپر اور پوري ورسېده او په سوپر اور کي د انګلنډ لوبډلي نیوزیلنډ ته ماته ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې د نړیوال جام اتلولي خپله کړه.
په نړیوال جام کي ډیری لوبغاړو د خپلو لوبډلو لپاره په بیلابیلو برخو کي ښې لوبي نندارې ته وړاندي کړي او موږ په همدې لیکنه کي د یادو لوبغاړو کارکردګیو ته کتنه کړې.
د جام ۳ مخکښ توپ وهونکي
لومړی: روهیت شرما

په ۲۰۱۹ کال کرکټ نړیوال جام کي د هند څخه روهیت شرما مخکښ توپ وهونکی وو چي په نهو لوبو کي یې د خپلي لوبډلي لپاره ۶۴۸ منډي جوړي کړې چي په جام کي تر بل هر توپ وهونکي څخه ډیري منډي دي د نوموړي په یادو منډو کي پنځه سلیزي شاملي وې ، د توپ وهني ایورېج یې ۸۱ وو چي په یو ورځنیو لوبو کي یو ښه ایورېج بلل کیږي.
دوهم : ډيويډ وارنر

د تیر ځل نړیوال جام د اتلي لوبډلي اسټرالیا لوبغاړي ډيويډ وارنر په نړیوال جام کي د اسټرالیا لپاره په اُپنینګ کي خورا ښې لوبي ترسره کړې نوموړي په ټولټال لسو لوبو کي ۶۴۷ منډي جوړي کړې چي ایورېج یې ۷۱ وو.
دریم : شکیب الحسن

په نړیوال جام کي د بنګلدېش لوبډلي خورا ښې لوبي ترسره کړې چي تر ډېره یې کريډيټ شکیب الحسن ته ځي ځکه هغه لوبډلي ته خورا ښه توپ وهنه ترسره کړه ، شکیب په ټولټال اتو لوبو کي د خپلي لوبډلي لپاره د پنځو نیمه سلیزو په مټ ۶۰۶ منډي جوړي کړې چي یادي منډي یې د توپ وهونکو له منځه په تر ټولو لوړ ۸۶ ایورېج سره ترسره کړې.
د جام ۳ مخکښ توپ اچونکي
۲۰۱۹ کال نړیوال جام په انګلنډ کي ترسره سو چي د یاد هیواد پیچونه تر ډېره چټکو توپ اچونکو ته مساعد دي ، همدا لامل وو چي په جام کي چټک توپ اچونکي خورا ښه وځلېدل.
لومړی : میچل سټارک

د اسټرالیا هیواد دغه نامتو او چټک توپ اچونکي د خپلي لوبډلي اسټرالیا په ګټه خورا ښه توپ اچونه ترسره کړه نوموړي د نړیوال جام په لسو لوبو کي ۲۷ ویکټي ترلاسه کړې چي په ډیرو ویکټو کي یې لومړی مقام خپل کړ .
دوهم : فرګوسن

په نړیوال جام کي د ویکټو پر اساس دوهم مخکښ لوبغاړی لوکي فرګوسن وو چي په نهو لوبو کي یې ۲۱ ویکټي ترلاسه کړې نوموړی د خپل هیواد لپاره د خپلي چټکي توپ اچوني په مټ بهترینه کارکردګي وکړه خو بیا یې هم لوبډله د جام ګټلو څخه پاته سوه.
دریم : جوفرا ارچر

ارچر د انګلنډ د لوبډلي هغه ځوان توپ اچونکی دی چي انګلینډیان به يې نوم تر ډېره په یاد ولري ځکه هغه په سوپر اور کي خپلي لوبډلي انګلنډ ته ۱۶ منډي دفاع کړې او د لوبډلي په اتلولۍ کي یې مهم رول ولوباوه،ارچر انګلنډ ته په یوولس لوبو کي ۲۰ ویکټي
ترلاسه کړې.
مخکښان
ـ د نړیوال جام غوره لوبغاړی ویلیمسن ونومول سو چي ۵۷۸ منډي یې جوړي کړي وې.
ـ د نړیوال جام د پایلوبي غوره لوبغاړی بین سټوکس ونومول سو.
ـ په نړیوال جام کي ټولو لوبډلو په ګډه سره ۲۲۴۳۵ منډي جوړي کړې.
ـ په نړیوال جام کي ټولو توپ اچونکو په ګډه سره ۶۷۵ ویکټي ترلاسه کړې.
ـ په نړیوال جام کي تر ټولو ډیري منډي  روهیت شرما جوړي کړې چي ۶۴۸ وې.
ـ په نړیوال جام کي د توپ وهونکو له منځه تر ټولو لوړ ایورېج د شکیب الحسن وو چي ۸۶،۵۷ وو.
ـ په نړیوال جام کي تر ټولو ډيري ویکټي سټارک ترلاسه کړې چي ۲۷ وې.
ـ په نړیوال جام کي تر ټولو ډيري شپږیزي مورګن ترسره کړې چي ۲۲ وې.
ـ په نړیوال جام کي تر ټولو ډيري څلوریزي روهیت ترسره کړې چي ۶۷ وې.
ـ په نړیوال جام کي تر ټولو ډيري سلیزي روهیت شرما ترسره کړې چي پنځه وې.
ـ په نړیوال جام کي تر ټولو ډیري پنځوسیزي شکیب الحسن ترسره کړې چي پنځه وې.
ـ په نړیوال جام کي تر ټولو ډېر ډاټ یا میس توپونه ارچر ترسره کړه چي ۳۷۲ وه.
د یادوني ده چي تېر ځل د یو ورځنیو لوبو نړیوال جام اسټرالیا ګټلی وو خو دا ځل یاد جام د لومړي ځل لپاره کوربه انګلنډ لوبډلي وګټئ.

سریلانکا کرکټ بورډ د IPL پاتې سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی

لیکوال: محمد صابر حمیدي ، کندهار - برخه : سپورټ

د راپورونو په بنسټ یو شمېر سرچیني وایي، چي د سریلانکا کرکټ بورډ مشر شامي سیلوا په سیپټمبر میاشت کې د آی پي ایل سیالیو کوربتوب ته چمتوالی ښوودلی، تر څو د آی پي ایل ... نور ولولئ