مارچ 4, 2021

د انګلستان بریا د پاکستان لپاره د خطر زنګ دی

د نړیوال جام لومړی پړاو په وروستیو شېبو کې دی، دې جام کې څلور لوبډلې په لومړي ښه حالت کې دي.
اسټرالیا د ۱۴ نومرو په لرلو سره لومړی مقام لري، هندوستان د ۱۱ نومرو په لرلو سره دوهم پړاو کې دی، نیوزیلېنډ هم ۱۱ نومرې لري او انګلستان بیا له هندوستان څخه د لوبې په ګټلو سره د جدول څلورم ځای ونیو.
پاکستان د شنبې په ورځ افغانستان ته په ماتې ورکولو سره څلورم ځای نیولی و؛ خو انګلستان له پاکستان دا ځای ونیو.
د پاکستان او انګلستان یوه، یوه لوبه پاتې ده، که انګلستان راروانه لوبه له نیوزیلېنډ وګټي کولای شي دوهم پړاو ته لار ومومي.
او که پاکستان راروانه لوبه له بنګله دېش وګټي او انګلستان، نیوزیلېنډ ته لوبه وبایلي، نو پاکستان دوهم پړاو ته ځي.
که تېره یکشنبه انګلستان، هند ته لوبه بایللې وه، بیا نو د پاکستان چانس زیاتېده، چې دوهم پړاو ته وتی وای.
د یکشنبې په ورځ پاکستانیانو له مجبوریته هندوستان ته دعاګانې کولې؛ خو هند له انګلستان څخه په ۳۱ منډو ماته وخوړه.
ډېر احتمال شته چې بنګله دېش، پاکستان ته ماته ورکړي او پاکستان به له دوهم پړاو څخه پاتې کړي.
په نړیوال جام کې د لوبډلو برخلیکونه

اسټرالیا دوهم پړاو ته وتلې، د هندوستان دوه لوبې پاتې دي، چې یوه وګټي نو دوهم پړاو ته وځي.
د نیوزیلېنډ یوه لوبه پاتې ده، که وې یې ګټي نو دوهم پړاو ته ځي.
خو که پاکستان او بنګله دېش لوبې وبایلي، بیا هم نیوزیلېنډ چانس لري، چې دوهم پړاو ته وځي.
که انګلستان لوبه له نیوزیلېنډ وګټي دوهم پړاو ته وځي.
افغانستان، ویسټ انډیز او سویلي افریقا له دوهم پړاو پاتې دي.
د سریلانکا یوه لوبه پاتې ده، که وې یې ګټي بیا هم دوهم پړاو ته نشي وتلی.
دوهم پړاو ته د تګ لپاره باید بنګله دېش له پاکستان او نن له هندوستان لوبه وګټي.
که نن هند له بنګله دېش لوبه وګټي دوهم پړاو ته وځي.