نړیوال جام کې د ډېرو توپونو مِس کوونکي بالران

د ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام د انګلستان په اتلولۍ پای ته ورسېد، په دې جام کې ځېنو توپ اچوونکو خورا ښه کارکرده ګي وکړه؛ خو د راشدخان بخت پکې نسکور و او ښه ونه ځلېد.
دلته ځېنې هغه بالران درپېژنو چې نړیوال جام کې یې ډېر توپونه مِس یا ډاټ کړي دي.

لومړی نمبر توپ اچوونکی انګلستانی جوفرا ارچر دی، هغه په ۲۰۱۹ م کال نړیوال جام کې ټول ۳۷۱ توپونه ډاټ کړي دي.
د دغو بالرانو په منځ کې د یو ورځنیو لوبو دوهم نمبر توپ اچوونکی ټرېنټ بولټ دی، هغه ۳۵۱ توپونه ډاټ کړي دي.
اسټرالیایي چټک توپ اچوونکي پټ کمېنس بیا په مِس توپونو کې دریم ځای نیولی دی، هغه ۳۲۳ توپونه پرته له منډو ورکولو ترسره کړي دي.

په ښه ایکانومي توپ اچونه بیا انجیلیو متیوز کړې، هغه دوه اورونه کړي دي او ۶ منډې یې پکې ورکړي ایکانومي یې هم 3 ده.

دوهم توپ اچوونکی بیا ښه ایکانومي کې ویسټ انډیزی کېمر روچ دی، هغه په ۳ اعشاریه ۳۶ ایکانومي توپ اچونه کړې ده؛ خو ټول ټورنمنټ کې یې ۳۳ اورونه کړي دي.
نیوزیلېنډي کولېن ډي ګرېنډ هوم بیا په ۴ اعشاریه ۱۵ ایکانومي توپ اچونه کړې ده، په فاینل کې هغه په لس اورونوکې ۲۵ منډې ورکړې، دوه اورونه یې مېډن کړل او یوه وېکټ یې واخېسته.
جسپرېت بومرا چې په یو ورځنیو لوبو کې لومړی بالر دی، په نړیوال جام کې یې ۱۸ وېکټې واخېستې او په ۴ اعشاریه ۴۱ ایکانومي یې توپ اچونه وکړه.

محمدشمي د افغانستان خلاف ۴۰ منډې ورکړې او ۴ وېکټې یې د هېټرېک په شمول واخېستې.
څلور وېکټې یې په ایګ باسټن لوبغالي کې له ویسټ انډیز هم اخېستې وې او ۱۶ منډې یې ورکړې وې او پنځه وېکټې یې د ۶۹ منډو په ورکولو سره له انګلستان څخه واخېستې.
روهېټ شرما او کی ایل راهول بیا د اوپنرانو په توګه د سریلانکا خلاف سلیزې ووهلې.