سپورټ نړیوال کرکټ

د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ لېست کې د اسیایي لوبغاړو پاچاهي

دا چې اسیا تر نورو وچو ښه لوبغاړي لري، نو نن سبا د اسیایي لوبغاړو زور دی، د افغانستان په ګډون پنځه اسیایي هېوادونه د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ کې لومړي لوبغاړي لري.

ویرات کولي چې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر دی، اوسمهال د کرکټ نړیوالې شورا د درجه بندۍ په نوملړکې د یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لومړی نمبر لوبغاړی دی، ویرات کولي په یو ورځنیو لوبو کې ۸۹۱ نومرې لري، په ټېسټ لوبو کې هغه ۹۲۲ نومرې لري.

بابراعظم په شل اوریزو لوبو کې لومړی نمبر توپ وهونکی دی، ۸۹۶ نومرې لري او د نړۍ د سلو (۱۰۰) غوره توپ وهونکو په لړکې مخکښ دی.

راشدخان بیا هغه افغان لوبغاړی دی، چې په شل اوریزو لوبوکې لومړی نمبر بالر دی، هغه په شل اوریزو لوبو کې ۷۸۰ نومرې لري.

د یو ورځنیو لوبو په الراونډرانوکې بنګله دېشی شکېب الحسن لومړی نمبر دی، هغه په الراونډرانو کې ۳۹۴ نومرې لري، دوهم نمبر بیا بېن سټوکس دی او دریم نمبر بیا محمدنبي عسی خېل دی.

محمدنبي عیسی خېل ۳۱۰ نومرې لري او یو ورځنیو لوبو کې دریم نمبر الراونډر دی.

جسپرېت بومرا د هندوستان چټک بالر دی، د یو ورځنیو لوبو لومړی نمبر توپ اچوونکی دی، هغه ۸۰۹ نومرې لري.

مخکې راشدخان دوهم نمبر و، خو نړیوال جام کې تر ټکېدلو وروسته نهم نمبر ته ورسېد، راشدخان اوس یو ورځنیو لوبو کې نهم نمبر توپ اچوونکی دی.

شل اوریزو الراونډرانو کې دوهم شکېب الحسن او دریم محمدنبي عیسی خېل دی، لومړی مقام بیا د اسټرالیایي ګلېن مکسویل دی.

دا نو هغه اسیایي لوبغاړي دي، چې د نړۍ په زګونو لوبغاړو کې لومړي مقامونه لري او د کرکټ نړیوالې شورا په درجه بندۍ لېست باندې یې راج پیل کړی دی.

 

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سمیع الله درانی