مارچ 3, 2021

د شل اوریزو لوبو سوپر اورونه او ګټونکې لوبډلې یې

د کرکټ لوبو په ټولو فارمټونو کې د کرکټ لوبې ټای شوي یا منډې مساوي شوي، چې بیا سوپر اوور ته وتلي دي.
مونږ درته د هغو لوبو په اړه معلومات درکوو چې ټای شوي او بیا سوپر اوور کې یوه لوبډله بریالۍ شوې ده.
لومړی ۲۰۱۲م کې د اکټوبر په ۸ مه د سریلانکا په پالیکل لوبغالي کې د ویسټ انډیز او نیوزیلېنډ منډې مساوي شوې، ۱۳۹ منډې ویسټ انډیز کړې وې، چې نیوزیلېنډ هم ۱۳۹ منډې وکړې، بیا سوپر اوور ویسټ انډیز وګآټه او نیوزیلېنډ ته یې په نیمه پایلوبه کې ماته ورکړه.
په ۲۰۱۲م پایلوبه بیا ویسټ انډیز وګټله.
په ۲۰۱۵م د نومبر په ۳۰مه د انګلستان او پاکستان ترمنځ لوبه مساوي شوه او سوپر اوور بیا انګلستان وګاټه.
په ۲۰۱۸م کې د ایرلېنډ او سکاټلېنډ ترمنځ لوبه مساوي شوه او همداسې مساوي پاتې شوه او سوپر اوور ترسره نه شوه.
په ۲۰۱۹م کې د قطر او کوېټ لوبه مساوي شوه، چې سوپر اوور بیا قطر وګاټه.
د ۲۰۱۹ م کال مارچ میاشت کې د سریلانکا او سویلي افریقا لوبه مساوي شوه، چې سویلي افریقا سوپر اوور وګاټه.

په ۲۰۱۹م د جون په ۲۵مه نېټه د نېدرلېنډ او زِمبابوې ترمنځ لوبه مساوي شوه، چې سوپر لوبه زِمبابوې وګټله.
په ۲۰۱۹م د جولای په ۵ مه نېټه د قطر او کوېټ لوبه مساوي شوه، چې سوپر اوور لوبه قطر وګټله.
په ۲۰۱۹م د نومبر په لسمه نېټه د نیوزیلېنډ او انګلستان لوبه مساوي شوه، چې انګلستان سوپر اوور وګاټه.
د ۲۰۲۰م د جنوري په ۲۹مه د نیوزیلېنډ او هند ترمنځ درېیمه شل اوریزه لوبه مساوي شوه، هند ۱۷۹ منډې کړې وې، چې نیوزیلېنډ هم همدومره منډې وکړې او لوبه بیا سوپر اوور ته ووته.
چې سوپر اوور کې نیوزیلېنډ ۱۷ منډې وکړې.
هند دغه هدف د روهېټ شرما او کی ایل په لوبې سره پوره کړ او نیوزیلېنډ ته یې ماته ورکړه.
هند د دغه سوپر اوور په ګټلو سره له نیوزیلېنډ څخه د پنځه شل اوریزو لوبو په لړ کې درېیمه پرله پسې لوبه هم وګټله او سیریز یې په خپل نوم کړ.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي