مارچ 4, 2021

د کرکټ نړیواله شورا نن د نړیوال شل اوریزجام په اړه غونډه کوي

د کرکت نړیوالې شورا د مې په ۱۶ مه نېټه وویل چې دوی به د مې په ۲۸ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د نړیوال شل اوریز کرکټ جام اووم پړاو په اړه غونډه وکړي، چې ترڅو د دغه جام د ترسره کېدو او د هغه پر وړاندې پر خنډونو او ستونزو وغږېږي.
د کرکټ نړیواله شورا به نن یو ویډیو کنفرانس دایر کړي او له غړو هېوادونو سره به بحث او خبرې ولري.
په دې غونډه کې به نظریات واورېدل شي او د نړیوال جام د ځنډېدلو او یا هم ترسره کېدو په تړاو به خبرې وشي.
تمه ده چې اووم پړاو نړیوال شل اوریز کرکټ جام د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه اسټرالیا کې پیل شي او د نومبر تر ۱۵ مې نېټې دوام وکړي.
که د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه نړیوال جام پیل شي؛ نو پوره ۵ میاشتې وروسته ته به دغه جام د افغانستان په ګډون د ۱۶ لوبډلو ترمنځ په اسټرالیا کې ترسره شي.
په تېر کې د کرکټ ماهرینو او باخبره سرچینو داسې نظرونه خپاره کړي وو، چې ښایي نړیوال شل اوریز کرکټ جام سږ کال ترسره نشي او ۲۰۲۱ م کال ته وځنډول شي.
خو نن به په دې اړه پرېکړه کېږي او وخت به یې په ډاګه کېږي.
د کرونا ویروس له امله کرکټ ته ستر زیان رسېدلی دی او لا هم د کرکټ لوبغالو دروازې تړلي دي.
د کرکټ نړیوالې شورا په روانه میاشت کې د کرونا ویروس پرمهال د لوبو ترسره کولو لپاره د لارښوونو او تدابیرو یو مطلب خپور کړ، چې پکې لوبغاړو ته امر شوی و، ترڅو د لوبې پرمهال مکروب ضد مایع، ماسک، لاسپنجې وکاروي او لوبغاړي باید واټن مراعت کړي.

د بنګله دېش کرکټ لوبډلې الراونډر شکېب الحسن بیا دغه لارښوونې او طرحه نیمګړې بللې وه.

د نړیوال جام او آی پي ایل برخلیک

د کرکټ ماهرین وایي چې د نړیوال جام په وروسته کېدو او یا هم لغوه کېدو سره د هندوستان سترو سوداګریزو کرکټ لوبو یا آی پي ایل ته موقع پېدا کېږي، چې ترسره شي.
که اوس د آی پي ایل سیالۍ تیارې شي او ورپسې نړیوال جام هم وشي؛ نو لوبغاړي خورا بوخت ساتل کېږي او جام ته له تیاریو پاتې کېږي.
بله خبره د کرکټ بورډونو د چمتووالي ده، چې د نړیوال جام لپاره لوبغاړي منظم کړي او بودیجه هم په پام کې ونیسي.
دا هر څه به نن د کرکټ نړیوالې شورا په ویډیویي غونډه کې په ډاګه شي.
 

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي




وروستي مطالب

جلال ابا کې چاودنې یوه ډاکټره ووژله

لیکوال: عاقله اسد - برخه : افغانستان

د راپورونو له مخې، نن سهار د جلال اباد ښار په درېيمه ناحیه کې ماین چاودنې د دې ولایت د حوزوي روغتون یوه ډاکټره وژلې ده. د والي ویاند عطاالله خوګیاڼی وايي پېښه د پاکستان ... نور ولولئ