مارچ 2, 2021

کرکټ او ۲۰۱۹ کال؛ هغه هیوادونه چې ډیرې لوبې یې ګټلي او هغه چې بایللې یې دي !

۲۰۱۹ م کال د سه شنبې شپې په ۱۲ بجو پای ته ورسېد او یو نوی عیسوي کال ۲۰۲۰ پیل شو، دا چې د هرې برخې خلک خپل کلنی پلان جوړوي او بیا یې د کال په وروستیو کې ارزوي؛ نو د کرکټ ډګر هم له دې برخې خالي نه دی او لوبډلو خپل پلانونه، بریاوې او ماتې ارزولي دي.
دې برخه کې د څو لوبډلو یادونه شوې ده، چې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې یې لوبډلې په کوم حالت کې وې، څومره لوبې یې وګټلې او څومره یې وبایللې.
۲۰۱۹ م کال کې هندۍ لوبډله د نړۍ په ټاپ لوبډلو کې لومړنۍ هغه ده، چې زیاتې لوبې یې ګټلي دي.
د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې په ۲۰۱۹ م کال  کې ټولې ۳۹ لوبې ګټلي، چې د زیاتو بریاوو له امله د نوملړ په سرکې ده.
دوه یمه لوبډله کې چې په ۲۰۱۹ م کال کې یې زیاتې لوبې ګټلي هغه د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډله ده، دې لوبډلې په تېر کال کې ټولې ۳۱ لوبې ګټلي دي.
درې یمه لوبډله چې په ۲۰۱۹ م کال کې یې زیاتې لوبې ګټلي دي، هغه د انګلستان کرکټ ملي لوبډله ده، دې لوبډلې په تېر کال زېږدیز کال کې ۲۴ لوبې ګټلي او درې یمه لوبډله ده، چې زیاتې لوبې یې ګټلي دي.
څلورمه لوبډله بیا د نیوزیلېنډ کرکټ ملي لوبډله ده، دې لوبډلې په تېر ۲۰۱۹ م کال کې ۲۴ لوبې ګټلي او څلورم ځای یې نیولی دی.
هغه لوبډلې چې ۲۰۱۹ م کال کې یې زیاتې لوبې بایللي دي.
۲۰۱۹ م کال کې ویسټ انډیزۍ لوبډلې تر ټولو زیاتې لوبې بایللي دي، دې لوبډلې ۲۸ لوبې بایللي او د لوبو د بایلاتو د نوملړ په سرکې قرار لري.
ورپسې لوبډله د پاکستان کرکټ ملي لوبډله ده، دې لوبډلې په ۲۰۱۹ م کال کې ټولې ۲۷ لوبې بایللي او له ویسټ انډیز وروسته د بایللو لوبو په نوملړ کې دوه یم ده.
درې یم بیا د سریلانکا کرکټ ملي لوبډله ده، دې لوبډلې په تېر کال کې ۲۷ لوبې بایللي او درې یم ځای یې خپل کړی دی.
 

د سوداګریزو لوبو ۵ موخې

لیکوال: سپورټ یاران - برخه : سپورټ

له افغانستان نیولې تر پاکستان، هندوستان، بنګله دېش، سریلانکا، عربي متحده امارات، اسټرالیا، انګلستان، سویلي افریقا، امریکا، ویسټ انډیز او کاناډا سوداګریز لیګونه لري او د نړۍ له مختلفو هېوادونو نړیوال لوبغاړي اخلي او لوبوي ... نور ولولئ