نړۍ او کرونا؛ په ویروس د اخته شویو شمېر تر ۸ مېلیونو هم واوښت

خبریال: فضل الله فضلي
په نړۍ کي په کرونا وبا هره ورځ تر یو یک ډېر کسان اخته کیږي او تر همدې شمېر لوړ بیا په ډېرو هیوادونو کي مثبتي پېښي ثبتیږي.
په کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ باندي د اخته سوو کسانو شمېر په ټوله نړۍ کي تر ۸ مېلیونو واوښت.
په امریکا کي د جان هاپکنز پوهنتون د تائید سوو معلوماتو له مخي چي نږدې ۳،۹ مېلیونه خلګ له وبا څخه روغ سوي، خو تر ۴ لکه ۳۷ زرو ډېرو کسانو بیا خپل ژوند له لاسه ورکړئ دئ.

اوس مهال د امریکا هیواد او د امریکا لویه وچه د ویروس د خپرېدو مرکز بلل کیږي.
د امریکا په هیواد کي د کرونا وبا ورځنۍ پېښي ۲۰ زره دي، ټولي پېښي یې تر ۲،۱ مېلیون ډېري دي، روغ سوي کسان یې ۸۹۰ زره ته رسیږي او مړي یې تر نورو هیوادونه څو برابره لوړ ۱۱۸ زرو ته رسیږي.
په امریکا کي له څو اونیو راهسي خورا زیات لاریونونه هم روان دي، خو له ورځنیو پېښو یې معلومیږي، کرونا ویروس پکښي لا پورته سوئ نه دئ.

بل خوا د نړۍ په دوهم ځپل سوي برازیل هیواد کي له ۳۰ زرو ورځنیو پېښو څخه یې شمېر کم سوی، وړمه ورځ یې ۱۷ زره او تېره ورځ یې څه باندي ۲۳ زره مثبتي پېښي لرلې.
ټولي پېښي یې ۹ لکو ته رسیږي او مړي یې ۴۴ زرو ته رسېدلي دي.
نور امریکايي هیوادونه پیرو، چيلي، ارجنټاین، مکسیکو او کولمبیا کي هره ورځ زرګونه مثبتي پېښي ثبتیږي.
دریم هیواد روسیه تر ۹ زرو ورځنۍ پېښي لري، ټولي یې ۵۳۷ زرو ته رسیږي او مړي یې تر ۷ زرو اوښتي دي.

د اقتصادي حالت د خرابېدو له امله، کرار کرار پکښي کاروبارونه ته بیا اجازه ورکول کیږي.
هند کي بیا له هغه وروسته چي د رسټورانټونو او عبادت ځایونو په شمول یې ځیني بندیزونه لیري کړي، حالت یې نور هم ناوړه سوی او د ورځنیو پېښو شمېر یې ۱۲ زرو ته رسیږي.
ټولي پېښي یې ۳۴۴ زرو ته رسیږي، څه باندي ۹۹۰۰ تنه یې مړه سوي او تر ۱۸۰ زرو ډېر پکښي روغ سوي دي.
تېره ورځ یې د کورنیو چارو وزارت په هدایت د اورکاډو تر ۵ زرو ډېري ډبې یې د روغتیا بېړني څانګي لپاره بېلي سوي او د کرونا ناروغان به پکښي بستر سي.

بلخوا د چین په پلازمېنه بیجینګ کي له وړمي ورځي راهسي تر ۱۵۰ ډېري مثبتي پېښي ثبت سوي دي او سمدستي یې عاجلي روغتيايي ډلي پکار سوي، ترڅو معلومه کړي چي نور څوک په اخته دي او ویروس له کومي لاري دې ولایت ته ورغلئ دئ.
کرونا وبا لومړی په چین کي پیدا او وروسته په ټوله نړۍ کي خپره سوه، چین اوس مهال ۱۹م هیواد دئ او ۱۸ نور هیوادونه کرونا ویروس ډېر ځپلي دي.
پاکستان تر ۵ زره ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي لري، ټولي یې ۱۴۴ زرو ته رسیږي او تر ۲۷۰۰ تنه ډېر پکښي مړه سوي، بلخوا په عربستان کي د ویروس ورځنۍ پېښي تر ۴ زره ډېري دي او ټولي یې ۱۳۲ زرو ته رسیږي.

ایران، ترکیه، قطر، بنګله‌‌دېش، اندونیزیا، عمان او عراق هغه نور آسیايي هیوادونه دي، چي دا ویروس پکښي چټک خپریږي او هره ورځ زرګونه مثبتي پېښي لري.
اروپا کي بیا له ۳ میاشتو ځند وروسته اکثره هیوادونه خپلي پولي او سرحدونه بیا خلاصوي.
ځینو هیوادونو کي یې د برېتانیا په شمول پلورځنۍ خلاصي سوي دي او ورځ په ورځ پکښي بندیزونه نرمیږي.
اوسمهال د اروپا په یوازني هیواد برېتانیا کي د ویروس مثبتي پېښي هره ورځ تر زرو ډېري ثبتیږي او په نورو ټولو ځپل سوو هیوادونو کي يې نوی شمېر سلګونو ته راکښته سوئ دئ.

افریقا کي بیا د ویري سره سم د ویروس د ورځنیو پېښو شمېر تر ۱۰ زرو رسېدلئ دئ.
مصر او سوت افریقا پکښي ډېر ځپل سوي دي.
د افریقا ټولي پېښي ۲ لکه ۵۵ سره ته نږدې سوي، تر ۶۸۰۰ پوري ناروغان له وبا مړه سوي، خو څه باندی یو لکه او ۱۷ تنه بیا روغ سوي دي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي