کرونا له نړۍ نړۍ

د کرونا وبا مثبتي پېښي له ۱۰ مېلیونو او روغ سوي له ۵ مېلیونو اوښتي

خبریال: فضل الله فضلي

تېره ورځ په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي پېښي تر ۱۶۳ زرو پوري ثبت سوي وې.

لدې سره د نړۍ په ۱۸۸ سیمو او هیوادونو کي په کرونا ویروس د اخته سوو کسانو شمېر تر ۱۰ مېلیونو واوښتی او پدې شمېر کي بیا د روغ سوو کسانو شمېر تر ۵ مېلیونو ډېر سوئ دئ.

همداراز بیا له دې ویروسه د مړینو شمېر تر ۵ لکو واوښتئ.

کرونا وبا په نړۍ کي امریکا او ددې لويي وچي هیوادونه ډېر ځپلي دي او لا یې هم مرکز بلل کیږي.

Coronavirus in the US: How bad could the Covid-19 pandemic get? - Vox

د امریکا نیویارک ښار وبا ډېر وځپئ او اوس پدې ښار کي کرار کرار کاروبارونه بیا پرانیستل کیږي.

دوهم هیواد برازیل دئ چي کرونا ویروس ډېر ځپلئ دئ او لا یې هم مثبتي پېښي ډېري ثبتیږي.

په نورو امریکايي هیوادونو کي هم هره ورځ مثبتي پېښي زرګونو ته رسيږي.

ورپسې دریم روسیه او څلورم هند دئ، چي په هند کي د کرونا ویروس اوس هم خورا چټک پکښي خپریږي.

د روسيې مرکز مسکو تر ټولو سیمو ډېر ځپل سوی، خو پدې وروستیو کي یې کاروبارونه کرار کرار پرانیستل کیږي.

Moscow's Coronavirus Quarantine, Explained - The Moscow Times

په نورو آسیايي هیوادونو پاکستان، سعودي، قطر، بنګله‌دیش، عمان، عراق، اندونیزیا، ایران او ترکیه کي لا هم زرګونه مثبتي پېښي هره ورځ ثبتیږي.

اروپا کي بیا حالت پخوا او عادي لور ته روان دئ، که څه هم ځپل سوي هیوادونه یې هره ورځ نږدې ۱۰۰۰ مثبتي پېښي ثبتوي.

په فرانسه، جرمني، ایټالیا، هسپانیا او برېتانیا کي ورځ په ورځ بندیزونه نرمیږي او تر ټولو ډېر تمرکز یې په تاریخي او د سیل په ځایونو دئ، چي حکومتونه یې غواړي، بیا یې ژر د سیلانیانو شمېر ډېر سي.

Italy Poised to Lock Down Lombardy After Coronavirus Jump | World ...

بلخوا د افریقا په لویه وچه کي هم مثبتي پېښي هره ورځ تر ۱۰ زرو ډېري سوي او حالت پکښي خرابيدونکی دئ.

نړیوال اندېښنه لري، چي که په افریقايي هیوادونو کي د کرونا وبا پر وړاندي سمه مبارزه ونه سي، نو د نړۍ تر بلي هري سیمي به په افریقا کي ناورین ډېر وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

فضل الله فضلي

په کندهار کي د یاران ویب پاڼي لیکوال او ژورنالیست.
زده کړي: کندهار پوهنتون د ژورنالیزم او عامه اړیکو پوهنځی محصل
رسنیزه دنده: ۹ کاله
نوري دندي: هیواد راډیو تلوېزیون او افغانستان ورزشي خبریالان فدراسیون کي ورزشي خبریال، د یو خصوصي انستیتوت د عامه اړیکو مدیر، د سولي ږغ ټولني ولایتي غړی او کندهار پوهنتون پاچاخان علمي څېړنيز مرکز د سولي کلب غړی.

تبصره مو ولیکئ