هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
اقتصاد

څنګه بریالی کار وکړﺉ؟!

په کار او مسلک کې د بري پر رزارونو پوهېدل، انسان بریالیتوب ته رسوي.

بری ډېری په فرد پورې یوه منحصره ځانګړنه ده او سړی د ودې او پرمختګ پر لور سوق کوي. پوهیږﺉ، چې دغه ځانګړنه څنګه د خلکو پر کاري ژوند اغیز پرېباسي او د یوه ظرفیت او یو ډول انرژۍ دوه سره ورته کسان څنګه یوتربله سره بېلوي؟ یا دا، چې یو داسې کس، چې له بل هغه نه په زده او ظرفیت کې کم دی، خو تر لومړي هغه ښه او لوړ ځای مومي.

ستاسې په دفتر کې به ډېر داسې کسان وي، چې اکاډمیک شهرت لري، ټول خلک یې پېژني، خو په کاري سحاه کې په پرله پسې توګه له ناکامۍ سره مخ کیږي. داسې کسان به ستاسې په دفتر کې هم وي، چې نوم او شهرت یې د خلکو پر خولو دی، کارپوه او مسلکي دی، په ټلویزیونونو کې دولت او حکومت ته خورا ښې مشورې ورکوي، خو د عمل په ډګر کې په هیڅ هم نه حسابیږي. یا داسې څوک، چې په نظر ورکولو کې ښه ماهر دی، خو نظرلیکنې او د خپل فکر متني انتقال ته بلا وهلی او دوه ټکي متن هم نه شي لیکلای.

که څوک غواړي تر زده کړو او تحصیل وروسته د یوه داسې کس ځای ونیسي، چې مهارتونه او وړتیاوې یې تر ده لوړ وي، په لومړي سر کې باید د خپل بري پر هغو ټکو فکر وکړي، چې ډېر ښکاره نه دي، یا داسې څه ومومي، چې ده ته د بري لاره پرانیزي.

کله، چې خپلو ستونزو ته ګورﺉ، څه وینﺉ؟ په ځانګړې توګه هغه ستونزې، چې په لومړي سر کې د حل وړ نه دي. ژر پرېشانه کیږﺉ؟ یا کوښښ کوﺉ، چې پر واقعي ارزښت یې ځانونه پوه کړﺉ؟ هغوی، چې د رښتیني بري په لټه کې دي، باید ارزښتاک او کم ارزښته مسایل سره تفکیک کړای شي.

یوڅوک ټوله ورځ د کتابونو او المارۍ پر تنظیم تېروي، خوشاله دی، چې ښه کتابتون لري، خو یوڅوک ټوله ورځ مطالعه کوي او خپل افاقي معلومات ډېروي. ښکاره ده، چې ددغو دوو کسانو او د هغوی د کار د ارزښت ترمنځ پراخ توپیر دی. هغه ستونزې، چې د حل وړ نه دي، ډېر فکر پرې ستاسې فکر له اصلي مسالې اړوي. بریالي کسان لومړی پر هغو مسایلو کار کوي، چې د کېدو وړ وي.

څومره، چې تاسې په یوه شرکت او کمپنۍ کې د خپل کار پر وړاندې د مسوولیت احساس کوﺉ، هومره په اداره او کمپنۍ کې پر تاسې د کار باور ډېریږي. دا چاره ددې لامل ګرځي، چې د شرکت او کمپنۍ مسوولان تاسې ته په خپلو چارو کې ازادي درکړي او د شرکت د کار ترڅنګ خپل شخصي کاروبار هم وکړﺉ.

هغوی پر تاسې باور پیدا کوي او په همدې لامل پر تاسې حساب کوي. که غواړﺉ په خپل کې بریالی وﺉ کله هم له درانده کاره مه ویریږﺉ. هرډول کار، چې په اداره او شرکت کې درسپارل کیږي، خپله وړتیا پکې وازمویﺉ. د سترو او سختو کارونو پر وړاندې ستاسې مثبت ځواب او چلند ستاسې د بري لاره پرانیزي.

تاسې باید خپل کار ته له دندې په لوړ نظر وګورﺉ. که له خپلې کاري ساحې لوړ او ډېر کار وکړﺉ، ستاسې به پر خپلو وړتیاوو باور راشي او دغه باور سړي ته د پرمختګ او بري خوند او احساس ورکوي.

ډېر داسې کسان دي، چې په اداره کې د کار په لټه کې وي او ، چې څنګه د کار په اړه ورته ویل کیږي، سملاسي یې هرکلی کوي. خو یوه بله ډله شته، چې له کار نه تېښته کوي او هڅه کوي په یوه او بل څیز ځان مصروف وساتي او په څلورو بجو کورته لاړ شي. لومړۍ ډله کسان ځانونه خپل هدف او بري ته رسولای شي، خو دویمه ډله دې کله هم دا توقع نه کوي، چې په دفتر او اداره کې به ترفیع کوي، یا معاش به یې لوړیږي او یا دا، چې له دندې به نه منفک کیږي. هیڅ اداره هم څوک د چای څښلو او په څوکۍ کې ډډې اچولو ته نه ګوماري. هغوی کارکوونکي د کار لپاره ګوماري او، چې وپوهیږي بې ګټې دي، له دندو یې بېرته لرې کوي.

ستاسو نظر

خپل نظر مو په تبصره کې ولیکئ

هغوی چې اندریوډ سیستم لرونکی ځیرک ټیلفون کاروي، د یاران اپ له ګوګل پلی سټور خپلو موبایلونو ته ښکته کولی شي. او هلته په یاران کې خپرې شوې ټولې ګټورې لیکنې هره وخت لوستلی شي.  له دې ځایه یاران اپ خپل موبایل ته ښکته کړئ. د اۍ فون لپاره د یاران اپ ډیر زر خپریږي .
/* ]]> */