خبريال: مدثر دعوت
د پاکستان کريکټ بورډ رئيس احسان ماني ويلي چي د هندوستان پريمرليګ لپاره د اسيا کپ لغوه کيدل زموږ لپاره د منلو نده.
د هندوستان کريکټ بورډ اوس پدې هڅه کي دی تر څو اسياکپ لغوه کړي او پر هماغه وخت د هندوستان پريمر ليګ لوبي تر سره سي.
که څه هم IPL د مارچ په ۲۹مه پيليدی خو د کرونا ويروس له امله د اپريل تر ۱۵ وځنډيدی او دادی اوس تر می مياشتي وځنډيدی، داسي شکونه هم سته چي بيخي دي لغوه سي.
اسياکپ چي د اسيايي لوبډلو ترمنځ ترسره کيږي سږکال يې کوربتوب پاکستان کوی خو دا چي هندوستان د سياسي کړکيچ په خاطر خپل ورتګ ناشونی وبلی نو شاید په عربي اماراتو ياهم بنګلديش کي ترسره سي خو کوربتوب چاري به يې د پاکستان په لاس کي وي.
پاکستان کريکټ بورډ راضي دی چي اسيا کپ د پاکستان دباندي ترسره سي خو دا نه مني چي بيخي دي لغوه سي.
د پاکستان د کريکټ بورډ مشر احسان ماني وايي:” اسياکپ په يوه هيواد پوري تړاو نلري دا د څو هيوادونو مشترک تصميم دی او ددې لاري د کريکټ اړوند ځانګړې بوديجه ترلاسه کوي،د پاکستان ترڅنګ نور هيوادونه هم پيسو ته اړتيا لري او د راتلونکي نړيوال جام لپاره ددې پيسو ترلاسه کول مهم دي،د يوه هيواد د ليګ لپاره بايد د څو هيوادونو مسلې ته فکر وسي”.
تمه ده چي اسيا کپ به په سمپټمبر مياشت کي ترسره سي خو که د کرونا ويروس پيښي همداسي لاپسې وغځيږي شايد دا لوبي لغوه سي.
د بې وسۍ انتها؛ پلار مې پڼځوس کلن بوډا ته واده کړم
Advertisements سهار وختي له کوره د پوهنتون په لور پر لاره و، چې ناڅاپي مې سترګې په يوې داسې مېرمن ولګېدې، چې ظاهري حالت يې له وايه وضاحت ته اړتيا نه درلوده. تر ستړي مشي ... نور ولولئ
لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي