ټولنیز ژوند کورنی ژوند

له واده وروسته ولې مېرمنې چاغیږي؟

لیکنه: مریم شریفي
اعلان

ژباړه: مریم محمدي

تاسو به هم لیدلي وي چې ډېری نجونې او هلکان له واده وروسته زر چاغیږي یا چاقیږي، چې له دې سره خپل نورمال اندام له لاسه ورکوي.

یو شمېر خلک بیا په دې باور دي چې له واده وروسته اندام دومره مهم نه دی، په داسې حال کې چې له واده وروسته نورمال وزن او ښکلی اندام ډېر اهمیت لري.

دلته په دې عمومي لیکنه کې په هغو لاملونو خبرې کوو چې له واده وروسته مېرمنې ولې چاغیږي:

۱- د خوړو رژیم پریښودل وزن ډيروي
له واده مخکې هره نجلې دا هڅه کوي، چې وزن یې ډېر نه شي، ځکه د واده جامې یا کالي بیا په کې ښه نښکاري، نو د همدې لپاره د خوړو رژیم نیسي او له دې سره سره ډېر سخت ورزشونه هم کوي.

خو له واده وروسته بیا د خوړو رژیم ترې پاتې وي همدارنګه هغه سخت ورزشونه هم نه کوي، خپل ژوند ته عادي دوام ورکوي، چې له دې سره ورځ تر بلې چاقیږي.

د دې لپاره چې له واده وروسته له دې ستونزې سره مخ نشئ، نو نجونو ته په کار ده چې د خوړو له ډېر رژیم او سختو ورزشونو ځان وساتي، داسې ساده د خواړو رژیم او اسانه ورزش دې د ځان لپاره وټاکي چې له واده وروسته هم ورته دوام ورکړای شي.

۲- کم حرکت یا لږ ګرځیدل
نجونې په پیغلتوب کې ډېری وخت له کوره بهر تیروي، لکه ښوونځي، پوهنتون، ملګرو او خپلوانو کور ته وخت ناوخته ځي. مګر له واده وروسته مېرمنې اکثره په کور کې وي.

هغه میرمنې چې په کور کې دي، د کور له کارونو او تلویزیون لیدلو بل داسې کار نه لري، چې هغوی دې پکې ډېر حرکت وکړي، نو دا یوه طبیعي خبره ده چې وزن به یې ډېریږي.

دا چې له کوره بهر د تللو اجازه نه لرئ، نو هڅه وکړئ داسې ورزشونه وکړئ، کوم چې ډېر حرکت ته اړتیا لري، ترڅو د وزن له ډيریدو وژغول شئ.

۳- له خاوند سره د راحتۍ احساس
ممکن یو شمېر خلک دا خبره ونه مني، خو دا هم د چاقیدو یو علت دی. ځیني داسې میرمنې شته چې له واده وروسته له خاوند سره ډېر راحته وي، یعني هغه پخوانۍ د زړه بې قراري یا تشویش نه وي، خپل اندام، سینګار او خاوند ته دمره پام نه کوي.

مګر دا میرمنې له دې بې خبره دي، چې دا احساس یې له خاوند سره د مینې په اړیکو بده اغیزه لري، ځکه خاوند یې دا فکر کوي چې مېرمن یې ورسره مینه نه لري.

مېرمنو ته په کار ده چې له واده وروسته دوه برابره خپل اندام او سینګار ته پام وکړي، تر څو خاوند یې ترې زړه تورن نشي.

۴- د خوارک په وخت کې تغیر
هغه کسانو چې تازه واده کړی وي، غواړي له یو بل سره په ګډه خواړه وخوري.

ځینې میرمنې د خوړو خوراک لپاره د خاوند راتګ ته منتظره وي، خو دا انتظار ورته زیان لري، ځکه چې په منتظر پاتې کیدول سره خوړو ته یې ډېر زړه کیږي، کله چې خواړه خوري نو له اندازې ډير ترې خوړل کېږي.

بل دا هغو کسانو چې تازه واده کړی وي، نو میرمنو ته یې دا خوند ورکوي، له خاوند سره په یوه لوښه کې خواړه وخوري، دا عادت هم تاون رسوي، ځکه چې نارینه د ورځې په جریان کې ډېر کار کوي نو ډېرو خوړو ته ضرورت لري. په داسې وختونو کې مېرمنه مجبوریږي چې له خاوند سره تر پایه د خوړو په خوارک کې برخه واخلي او یوازې پرېنږي، دا کار هم د میرمنو د چاغیدو لا مل کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مریم شریفي