اپریل 19, 2021

برنارد شاو: هوښيارې مېرمنې واده نه کوي!

له برنارد شاو څخه پوښتنه وشوه!

آيا هوښيارې مېرمنې د خپل خاوند لپاره ښې مېرمنې کېداى شي؟

برنارد له ځنډ وروسته وويل:

هوښيارې مېرمنې هېڅکله واده نه کوي.

د برنارد شاو هدف له واده کولو سره مخالفت نه و، بلکې د نارينه وو زور زياتى او نه باور د دې ډول نظريې سبب ګرځي.

که مېرمنې د ژوند له هر ډول ستونزو سره لاس او ګريوان کېږي، نو پړه يې پر نارينه وو ده.

که نارينه د مېرمنو په مسلمو حقوقو سترګې پټې نه کړي، او د يوه نعمت په سترګه ورته وګوري، ممکن د لږ وخت په تېريدو د برنارد او ورسره همفکره خلکو نظرونه مثبت شي.

نارينه بايد دا ومني، چې مېرمنې د ټولنې نيمايي برخه جوړوي، او دا حق لري، چې د زده ګړې، د ژوند ملګري په انتخابولو او د په خپلو پښو ولاړ اقتصادي نظام د ځان لپاره جوړ کړي.

دا کار د عامه پوهاوي له لارې کېدلاى شي، ځکه زموږ ټولنه سنتي ده او پکې علماوو ته ډېر ارزښت ورکول کېږي او خبره يې منل کېږي، نو ځکه بايد د منبر او ټولنيزو ميډياو له لارې د خلکو ذهنيت بدل شي.

له ځورولو څخه يې، چې هغه په هره برخه کې وي لاس واخيستل شي او د يو معتبر موجود په توګه يې شتون په ټولنه کې ومنل شي.