Advertisements
ټولنیز ژوند ژوند بڼه کورنی ژوند

ښځې محکومې شوي نه دي، محکومې یې منلي ده – مهر تاج

لیکنه: مهر تاج

زه تل د ښځو سره په تاوتریخوالي کې نارینه نه، بلکې خپله ښځه ملامتوم او دلایل هم ورته لرم.

یو له دلایلو لوی دلیل یې زغم دی، پټه خوله، ماتې منل او په خپل حق پخپله پښې کېښودل.

زغم

ښځې باید کورنیو مسایلو کې زغم ولري: دا خبره مخکې له نارینه څخه ښځې پخپله کوي او ښځو منلي هم ده.

که له دې ښځو وپوښتل شي، چې ایا له دې زغمه خوشاله یاست؟

نو دوی به په ځواب کې ووایي؛ څه توپیر کوي چې مونږ له خپله زغمه خوشاله یو او که نه، اما راضي ضرور یو، ځکه چې کورنۍ او اولادونه مو خوشاله دي، همدې کې د ټولو ښېګڼه ده.

دا فکر ښځې ته چا ورکړ؟  ایا د دې فکر کولو احساس نرینه نشي کولای یا ورکول کیدلی!؟

 ایا دوی دې زغم ته مجبورې شوې دي؟

نه، دوی مجبوره شوي نه، بلکې ځان یې پخپله مجبور کړی دی.

د دوی د مجبوریت او زغم فکر د دوی احساس و عاطفه ګڼل کېږي ـ خو څومره چې دوی احساس و درک کې لومړیتوب کوي، هومره به له دې احساس مسولیت نه نرینه لیري او بې احساسه کوي تر دې چې نرینه له زغمه ځان بري بولي او یوازې یې په ښځو پورې دومره محدودوې چې ډیری کورني مسایلو کې بې احساسه پاتې کېږي.

★ د نارینه بې احساسه پاتې کېدلو او همیشه ښځې له زغمه کار اخیستلو علتونه څه دي !؟

په همدې ژوندې واقعیتونو (مثالونو)  جوړ شوی د یو هندي فلم ” Thappad “(څپېړه) تاثُر لیکل بهتر ګڼم.

هندي سینمایي فلم ” Thappad ” (څپېړه)  په همدې موضوع جوړ شوی چې نرینو هېڅکله ښځې زغم و قرباني ورکولو ته مجبوره کړي نه دي، بلکې دوی پخپله زغم کې دومره افراط کړی او له پیړیو پیړیو یې هرې یوې ښځې (مور) بلې ښځې (لور)  ته د دې احساس مسولیت دومره نصیحت و درس تلقین کړی چې دوی پخپله زغم یوازي په ځان پورې محدود کړی او نرینه ترې بري ګڼلي او هغوی ته هم دا احساس ورکړل شوی چې دوی پیدا د همدې لپاره دي، دا زمونږ حق او یو الهي و وضعي قانون دی.

د «څپيړې» فلم یو انځور

په فلم کې نرینه ته د ښځو د زغم او د نرینه نه احساس کولو ډېر کوچنی مثال ذکر شوی یوه ” څپېړه ” چې څپېړه د معمول سره سم هېڅ خبره نده که چیرته میړه خپله ښځه په څپېړه ووهي، د هغو زحمتونو او ستړتیاو په وړاندې چې یو نرینه یې د خپلې کورنۍ (میرمن بچو) لپاره کوي؛

نارینه ستړی وي، ذهن به یې نارامه وي، د چا پور و پیغور به پرې پورې او ورکړل شوی وي، که کور ته راشي ډک زړه په میرمن تش یا کوم لوښی مات کړي یا کومه څپیړه ښځې ته ورکړي، ښځه یې باید درک کړي او وه یې زغمي.

له همدې څپېړې ښځه لویه کیسه جوړوې، محکمې ته یې باسي او له میړه طلاق غواړي؛ ښځو ته وایي چې خبره صرف د یوې څپیړې نده، خبره د زغم هم نده چې مونږ یې زغملای نشو، خبره د هغه احساس ده، کوم چې نرینه ته مونږ نه دی ورکړی چې  پدې څپېړې زمونږ مخ نه، زړه درد کوي او د دې درد احساس تاسي ته نه کېږي، د دې پر ځای چې سبا پرې پښیمانه شئ او بخښنه یې وغواړئ عادي یې نیسئ، دا احساس نه کوئ چې ښځه عزت نفس لري،خپل غرور لري، زغم یې پر خپل ځای او درد یې باید درک شي، درد یې عادي نه دی او نه هم باید عادي ونیول شي.

ـ میړه دې دا احسان په ښځه نه کوي چې زه دا هر څه ګټه وټه، تاوان د چا لپاره کوم؟

ښځه یې د چا لپاره کوي؟

کور سنبالول، میړه بچیان، تشویشونه، سل سوداوې، فیزیکې او ذهني ستړتیاوې، دا یې زور له چا وباسي ایا د دې په هکله هم کله فکر شوی دی!؟

ـ د مینې لپاره واده اړین نه دی، خو د واده لپاره مینه اړینه ده، اما واده بیا هم یوازې په مینه تکمیل نه دی په ملګرتیا او دوه طرفه توافق،درک کولو محکم وي.

د فلم جینۍ (میرمن) د یوې څپیړې لپاره له میړه طلاق نه اخلي، د دې لپاره یې اخلي چې من حیث د یو انسان زه (ښځه) باید درک شم.

د یادي قضیي پر مخ وړونکي وکیل څخه څوک پوښتنه کوي:

که چیرته ښځو د یوې څپیړې یا وهلو پوښتنه کولای نو؟

وکیل: نوله نیمې نړۍ څخه ډېر کورونه به ړنګ شوی وای.

★  له هر چا لومړی یوه مور لور ته د هر څه زغملو نصیحت و تلقین کوي، چې زغم ولره، ځکه چې ته یوه ښځه یې!

په یاد فلم کې مور لور پدې ملامتوې چې ولې د یوې څپیړې نه دومره لویه کیسه جوړوې او خبره طلاق ته باسي!؟

لور: خبره د یوې څپیړې نده، خبره د احساس ده، چې نرینه ولې دا احساس نه لري چې ښځه بې احساسه نده، نه هم د تاوتریخوالي حقداره!؟

ماشومتوب کې که به هر چا وپوښتلم: کله چې لویه شې نو غواړي څه درڅخه جوړه شې؟ زما ذهن ته دا خبره هېڅکله نه وه راغلي چې “د کور هر څه زغمونکي مېرمن”.

ـ پیغله شوم حتی پخلی مې هم زده نه و، مور راته ویل چې “واده وکړه ” یوه ښه میرمن شه، بیا مې فکر وکړ؛ که یوه ښه ډاکټره نه شوم نو یوه ښه میرمن خو به شم.

د خپلو هیلو قربانۍ هم ټولې ما ورکړي، زغم هم ما زده کړ، اما بیا هم درک نه شوم د یو انسان په توګه!؟

★ ښځه هېڅکله زغم لرلو یا قربانې ورکولو ته یو نرینه نده مجبوره کړې، بلکې ښځې پخپله ځان مجبور کړی دی.

ـ (( یوه عمر خوړلي جوړه:  ښځه میړه ته وایي چې ټول عمر مې ستا د خوښ ساتلو/ خدمت کې تېر کړ، هان له خپلو هیلو ستاسو د خوښیو لپاره تېره شوم. میړه ورته وایي: تهمت مه راباندې کوه، ما کله ته له خپلو هیلو ته رسیدو نه منع کړې یا درته څخ ویلي دي چې تیره شه؟

مېرمن: نا، تا خو راته کله څه نه دي ویلي،  زما مور راته ویلي.

ـ میړه: نو ستا مور ولې درته ویل او غې ته چا ویلي و؟

مېرمن: هغې ته د هغې مور ویلي ول، چې ښځه باید زغم ولري، په خپل ځان او خپلو خوښیو دې پښې کیږدي، تر څو چې ځان خفه نه کړي بل نشي خوشالولی!

میړه:  نو اوس ما ولې ملامتوې، چې ګوندي زما لپاره؟

نو مېرمن وایي: خو مور مې پوهېدله، که زه خپلو هیلو پسې لاړه شم نو د کور چاري به راڅخه پاتې وي ستا مور او خویندې به ناراضه او د کور فضاء به په تاوتریخوالي بدله شي.))

ـ زمونږ په ټولنه کې دا او دغسې نور نصیحتونه (ښه ښځه توب) د ښځو لخوا ښځو ته له پیړیو پیړیو یوه میراتي سلسه پاتې شوې او دوام لري، چې د وخت په تېریدو په یو واقعیت بدله شوې او نرینو په یو حقیقت منلي ده.

د مور اعتراف:

غلطي زمونږ د لوڼو نه وي، بلکې غلطې زمونږ د میندو او پلرونو وي، چې لوڼو ته مو هېڅکله د الوت، ژوند کولو او هیلو پوره کولو “هنر نه دی ورزده کړئ”،  برعکس همیش مو ورته ویلي:  “چوپ شئ، څه مه وایست، غږ مه پورته کوئ او وزغمئ…”

یو با احساسه او د ژوند په تفاهم پوه مېړه:

ښځه خپل د واده انځور ته په کتو “چې میړه یې پکې د دې پلار ته غاړه ورکړي ” میړه ته وایي: د ډولۍ په ورځ زما پلار درته غوږ کې څه ویلي و؟

ـ میړه:  که زما له بچۍ څخه کومه تیروتنه کیدله، نو خیر دی “وه یې زغمه” څه مه ورته وایه .

ـ ښځه: ځکه خو دې په ټول عمر کې څه نه دې راته ویلي!؟

مېړه: نا ، داسې هم نده، اصلاً تا کله کومه تیروتنه کړې نده.

★ پښېمانه مېړه، چې وروسته یې عقل سرته راځي:

څپیړه مې درکړله، خو اصلاً مې دا احساس هېڅکله ونه کړ، چې «  لاس د چا او مخ د چا و او اخر ګناه یې څه او د چا وه!؟ »

هر وخت به مې درته I love you ( مینه درسره لرم)  ویل، فکر به مې کاوه چې حق مې دې ادا کړئ، بس خلاص همدومره …

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: