اپریل 19, 2021

ښځې ولې ډېرى وخت خپه وي؟ لاملونه یې!

شاید تاسې ته کله ناکله دا خبره ذهن کې رالوېدلې وي چې ستاسو مېرمن ولې له تاسو څخه خپه غوندې ده، په داسې حال کې تاسې کوم څه هم نه دي کړي، چې له امله یې خپه اوسي؟
ځکه چې هغه داسې ګمان کوي، چې تاسې یې په مقابل کې هېڅ احساس نه لرئ، په داسې حال کې چې خبره داسې نه ده.
ستاسو د مېرمنو په ذهن کې د داسې فکرونو لامل ډېر وړکی څيز ده، او هغه دا چې تاسو یې په څنګ کې یاستئ خو د خپل زړه خبره مو ځان سره سپموئ او ورسره د زړه خواله نه کوئ.
د واده کلیزه مو نه نمانځئ، د زېږېدو ورځ کې یې ورته ډالۍ نه اخلئ، وخت ناوخت د ډوډۍ خوړولو په بهانه ورسره وخت نه تېروئ.
دا سمه ده، چې تاسې به په یوه کور/ کوټه کې سره اوسئ، او تل به سره خبرې کوئ، خو دا مه هېروئ، چې هېڅکله مو اړیکه سړېدو ته مه پرېږدئ.
لاړ شئ، او یو ښکلی ګل واخلئ او د خپل ژوند هغې ملګرې ته یې ډالۍ کړئ، چې په ټول ژوند کې ستاسو ترڅنګ د پاتې کېدلو ذمه یې وهلې ده.
په بې خبره توګه ورته هغه رنګ جامې ډالۍ کړئ، چې ستاسو د مېرمنې خوښېږي. ښځې د نړۍ هغه ظریفه زېږېدنه ده چې په ډېره وړه خبره، وړه ډالۍ او وړکي کار باندې ډېره خوشحالېږي.
د خلکو د فکر به خلاف ښځې معنوي ډالۍ تر مادي ډالیو ډېر خوښوي. یوه ښځه تر دې زیاته خوښي نه غواړي که چېرې د ژوند ملګری یې تل د هغه خیال وساتي.
اړینه نه ده د خپلو ښځو زړه لاسته راوړلو لپاره لوی لوی جشنونه ونیسئ، هغه رسټوانت ته یوسۍ چې تاسې په لومړي ځل هلته سره لیدلي وه، او یا هغه ځای چې ستاسو د ژوند خواږه یادونه ورپورې تړلې دي.
هغوی پر دې ډاډمنې کړئ، چې ستاسو د ذهن او زړه یوازینۍ مالکې دي.