ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ښځو د اروایي ستونزو لاملونه

لیکنه؛ ملیحه ناصري

د انسان پېژندنه ډېره سخته وي. هېڅوک یو کس په بشپړه مانا نشي پېژندلی، خو حداقل په سلو کې شپېته سلنه د یوه چا خوی او عادتونه د تشخیص او پېژندنې وړ وي، ځکه هرومرو یې افکار په کړنو کې راڅرګندېږي. د خلکو ترمنځ داسې خبرې تل ښکته پورته کېږي چې ښځې نشي پېژندل کېدی او هر وخت چې وغواړي، رنګ بدلوی شي. یا هم تر ښځو پورې د (مکارۍ)  کلیمه تړل شوې. په داسې حال کې چې ټولې دا ډول نه وي او په ټولو مېرمنو دا حکم نشو صادرولی. ځینې ښځې دومره خپل ایمان او وجدان ته ژمنې وي چې هر څومره یې مکارۍ او بدخلقۍ ته ورټېل وهئ، بیا هم هغه کار نشي کولی. د افغانستان فرهنګ داسې شوی چې بس یو چا پسې څوک یوه خبره جګه کړي، نو هماغسې ګڼل کېږي هم. له نېکه مرغه چې اوسني ځوانان مو پر دې اند نه دي او هر څه ته د منطق له زاویې ګوري. مانا ویل شویو خبرو پسې نه ګرځي، خپلې مټې رانغاړي او د یوه کس ښه او بد له دلایلو سره مالوموي. چې خبره رانه اوږده نشي، دلته مو د مېرمنو په اړه څو ټکو ته نغوته کړې چې روحاً هغه له مینځه وړي او د دې له مینځه تلو د مخنیوي په موخه لږ پام ورته وکړو.

— نه باور:  یوه مېرمن (خور، لور، ښځه)  د هر څه دمخه باور ته اړتیا لري او ډاډه شي چې تر شا یې یو نارینه ولاړ دی چې ملاتړی یې دی. د یوه نارینه په توګه (ورور، پلار، خاوند)  پر دغو مېرمنو باور کول د هغوی د اروایي ارامۍ او سکون لامل ګرځي. هر انسان تېروتنې کوي، خو له تېروتي کس سره د چلن څرنګوالی د مقابل لوري په اند، منطق او لیدلوري پورې اړه لري. چې ایا تېروتنه ګناه ګڼي که نه اصلاح کوي یې او لارښوونه ورته کوي. که یوه نجلۍ یا مېرمن پوه شي چې زما د کورنۍ غړي پر ما باور لري، خپله تېروتنه پټوي نه، د ټولو تر مخې یې د سمونې غوښتنه کوي او وایي یې، خو که دا ډاډه وي چې هسې هم څوک پر ما باور نه لري، تېروتنه خو پر ځای ګناه هم پټوي. چې دا د کورنۍ نظام زیانمنوي او یاده مېرمن له ځان سره ځورېږي، ځورېږي، بلاخره پر ژورو اروایي ستونزو اخته کېږي. یو کار یې چې نه وي کړی او ورته وویل شي چې نه دا تا کړی، پلانۍ/ پلانی دروغ وایي، نه نو مالومداره چې دا کار تا کړی.

— ښکنځل: هر انسان خپل نفس ته درناوی کوي. مانا نه غواړي غرور یې زیانمن شي او هر هغه څه چې د ده غرور پورې تړاو لري، هغو ته سپک وکتل شي. ښځې هم غرور لري او د نفس عزت ساتي. که چېرې څوک په مازې خبرو ښکنځل ورته وکړي، غرور یې زیانمن کېږي. که له دیني پلوه ورته وګورو ښکنځل ناروا دي. یوه خبره چې په نرمۍ هوارېدی شي، ښکنځلو ته به نو څه اړتیا وي. د یوې واده شوې مېرمنې با ارزښته کسان د هغې د پلارګنۍ  کورنۍ وي. دا چې مور و پلار یې وښکنځل شي، غرور یې ماتېږي. تل به له ځان سره دا سوچ کوي چې ګیڼې زه دومره پرېوتی او بې ارزښته انسان یم چې د ژویو په څېر چلن راسره کېږي. دا یې اروایي ستونزې ډېروي.

— وهل:  د ښځو په وهلو کې تل نارینه پړ نه وي. ښځې هم پر ښځو ظلم کوي. د خواښې یا اندرورتوب په پلمه را واده شوې مېرمن وهي. خپله یې که ونه وهي، نارینه وو ته داسې خبرې کوي چې هغوی غوسه شي او مېرمن ووهي. که د یوه عاطفي انسان په توګه ورته وګورو، د ژویو وهل ښه کار نه دی او انسان خو لا اشرف المخلوقات دی. داسې کورنۍ هم شته چې مېرمنې یوازې د دې لپاره وهي چې چای یې یو پینځه دقیقې ځنډولی وي. ما لیدلي داسې مېرمنې چې شل کاله پخوا وهل شوي دي، خو اوس هم د هډوکو له درده کړېږي، پر پوستکي یې تورې لکې وي، هډوکې یې ننوتلي غوندې وي. اوس هم داسې مېرمنې شته چې د میاشتې زر افغانۍ د هډوکو د درد درمل اخلي، نو چې هر ځل یې هډوکي درد ورته کوي، هغه وهل به یې نېغ سترګو ته نه درېږي!؟

 — جبري ودول: هره نجلۍ چې پېغله شي ځان ته یوه خیالي نړۍ جوړوي او په همغې نړۍ کې تر هغو شپې ورځې تېروي، څو یې چې د ژوند ملګری په رښتینې بڼه راڅرګند شي. هره نجلۍ د ژوند د ملګري د ټاکلو بشپړ حق او صلاحیت لري. موخه مو خپلسري واده کول نه دي. دا چې د شریعیت د اصولو برابر هغې ته دا حق ورکړل شي چې راغلې مرکه (ریبار) رد کړي یا یې ومني.  د جبري ودونو ناوړه پایلې یوازې په دې دوو کسانو پورې اړوند نه وي، راتلونکی نسل خرابوي. د هغې اړیکې بنسټ چې د مینې پر ځای جبر او زور وي، نو هغه به څنګه او تر څو وپایي. له بلې خوا داسې ودونه نجونو ته سخت اروایي ګواښونه ورکوي. هر ځل چې هغه کس ویني، زړه یې کې یې د بېوسۍ او کرکې حس پیاوړی کوي. پر ماغزو یې ناوړه اغېز پرېباسي او تدریجي ځانوژنې ته یې چمتو کوي. داسې نه ده د عوامو په ژبه چې ځه سره عادت به شي، عادت تر مینې ډېر توپیر لري. په هغه نکاح کې چې د یوه لوري رضایت او خوښه نه وي، د هغوی واده او اولادونه به جواز ولري؟ هاخوا په نکاح کې خو د طرفینو رضایت شرط دی. 

— په طلاق ګواښل:  هره مېرمن او خاوند په خپلو کې کله کله جګړې او شخړې سره کوي، خو پوه کسان دا ربړې په ارامه هواروي. احساساتي کسان له خپل صلاحیته ناوړه ګټه اخلي او خپله مېرمن په طلاق ورکولو ګواښي. هر ځل یوې مېرمنې ته دا وریادول چې ستا له ما سره پاتې کېدل او نه پاتې کېدل زما په لاس کې دي، مانا ته مازې توکی یې چې هر وخت وغواړم ساتم دې که نه، نه دې ساتم. دا خبره د هغې مینه، احساسات، باور، سکون او هر څه له منځه وړي. د طلاق اختیار خو بېشکه چې له خاوند سره وي، خو هر څه وخت او ځانګړي دلایل لري. داسې نه چې مازې د کورني خپګان له امله په طلاق وګواښل شي. دا یوې مېرمنې ته ډېره سخته وي او داسې لکه پر ستوني یې چې چړې راکاږي. هغه بیا خپل ژوند، ماشومان او خاوند نشي سمبالولی.

— نه پاملرنه:  ښځې عاطفي مخلوقات دي. هماغسې بېرته عاطفې او مینې ته اړتیا لري. مېرمنې ته تر ټولو نږدې کس د هغې خاوند وي. که خاوند یې پر دې پلمه دا وځوروي چې ګیڼې مېرمن یې د ده پر معیارونو نه ده برابره، نو ځکه چندان پام نشي ورته کولی، دا یې مېرمن د ژوند سترې ماتې (د خاوند بایلل) سره مخ کوي. دا چې له یوې مېرمنې سره یې خپل ملګری خاوند یې نه وي خوشحاله، تر دې بله سخته سزا نشته.

— د غرایزو نه اشباع: مېرمن او خاوند له اروایي مسوولیتونو پرته نور مسوولیتونه هم لري. یو کس چې واده کوي، لومړی باید په ځان کې دا وړتیا ولټوي چې ایا د راتلونکې مېرمنې غوښتنې پوره کولی شي که نه. که چېرې خاوند مېرمن ته داسې وښکاروي چې د هغې پر وړاندې داسې کوم حس نه لري چې هغه پرې خوشحاله شي، یا مېرمن کې یې د جذابیت په نامه څه نشته، دا خبره د هغې پر اروا فشار راوړي. د مېرمنې خو وي هماغه خاوند. یو څوک چې واده کوي هر اړخ یې باید وسنجوي او پر دې پوه شي چې څنګه یو بل ته پام وکړي.

— درېیم ګړی: ځینې نارینه او مېرمنې داسې عادت لري چې په خپلو کې نشي سره سلا کېدای. حتماً په خپل ژوند کې درېیم ګړی ښکېل کوي. ډېری وخت دا کار خاوند کوي. پر هر چا د خپلې کورنۍ غړي ګران وي، خو چې کله څوک واده کوي، باید د ژوند اړوندو چارو په اړه دوی پخپله پرېکړه وکړي نه درېیم کس. که چېرې دوی د ستونزو لاره ونشوی موندلی، یو د بل په خوښه دې له درېیم کسه مشوره وغواړي چې د دواړو د باور وړ وي. زموږ د افغانۍ ټولنې ډېری ژوندونه له دې امله خراب شوي چې درېیم ګړي یې په ژوند کې لاسوهنه کړې وي. کله هم چې مېړه او ښځه سپین سرې او سپین ږیري شي، بیا یې له وروستۍ پښې راټینګوي چې هېڅ ګټه نه لري. د ژوند په پای ورځو کې یو ځای سره ناست وي، اوښکې تویوي چې یو د بل په قدر پوه نه شول، ژوند ترې تېر شو، خو هېر نه شو. په داسې کورنیو د پېښې اصلي قربانیان همدا جوړه او اولادونه یې وي، نه بل څوک.

ښایي ځینو ته به پورتنۍ خبرې مازې یو څو خبرې ښکاره شوي وي، خو ما دا هر څه په خپلو سترګو لیدلي دي. هیله مې دا ده چې راتلونکي مېرمنې او نسلونه د داسې خبرو قربانیان نشي. که د یوې کورنۍ مور ته سمه پاملرنه وشي، په یوه کس ټول نسل ژغورلی شي. مور د کورنۍ د ښېرازۍ اصلي لامل دی. تر دې مخکې چې ژوندونه مو خراب او بیا پښېمانه شو، ښه ده چې د ځینو پېښو مخنیوی وکړو.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

ملیحه ناصري

ملیحه ناصري د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو د پوهنځي پښتو څانګه لوستې. پر ادبي، کلتوري او ټولنیزو مسلو د یاران میډیا لپاره لیکنې کوي. دلته د ملیحه ناصري د خپروشویو لیکنو د بیا خپراوي حق یاران میډیا سره خوندي دی.