ښځه د ښځې دښمنه ده!

د عنوان په لوستو به حیران شوي یاست چې څنګه شونې ده، ښځې دې د ښځو دوښمنۍ ته مخه کړي، او یا لږ تر لږه ولې دا عنوان ټاکل شوی دی.

خو په خواشینۍ سره که تاسو د خپل ژوندانه ټولو اړخونو، د کورنیو وضعیت او له کوره بهر د ښځو او نجونو تر منځ اړیکو ته وګورئ نو په عنوان کې پروت حقیقت به درته څرګند شي.

که په کورنیو کې روان وضعیت ته نظر وکړو نو څرګنده به شي چې له یوې نجلۍ سره د هغې ورور هغومره ضد او دوښمنۍ نه کوي په کومه کچه چې د هغې خور په هرې برخې کې ورسره ضد او دوښمنۍ کوي. همدارنګه کله چې يوه نجلۍ ودېږي د خسر په کور کې یې خسر او لیورونه له هغې سره ناسم چلند نه کوي او نه یې هم په ژوند کې لاسوهنه کوي، بلکې د هغې خواښې او ندرور ورسره ضد کوي او تل یې له مېړه سره په ګډ ژوند او اړیکو کې ستونزې جوړوي. همداسې ورېندار هم د خپلې ندرور په ژوند کې ستونزې جوړوي او د ښه ژوندانه پېرزوينه پرې نه لري. له بلې خوا ډېری وخت نږور خپلې خواښې ته د خپلې مور او یا د کورنۍ د یوې مشرې په سترګه نه ګوري، درناوی یې نه کوی او د هغې په ژوند کې ستونزې جوړوي، یا ندرور ته د خپلې خورلڼې، ملګرې او د کورنۍ د خوږې غړې په سترګه نه ګوري او تل ورسره کینه کوي.

که د کورنۍ له چاپېریال د ښوونیز ماحول ته نظر وکړو، هلته هم د کورنۍ د چاپېریال سره ورته وضعیت حاکم دی، په پوهنتون کې هم، د یوې نجلۍ او ښځې نارینه ټولګیوال له نجونو او ښځو سره دومره بدبیني او رخه نه کوي لکه څومره یې چې نجونې او ښځې له نورو نجونو او ښځو سره کوي، د نجونو ترمنځ ناوړه سیالي په ښوونیز ماحول کې هم د ټولو نجونو ژوند ستونزمن کړی دی، ډېری نجونې د همدغو ناوړه سیالیو له امله ان خپلې زدکړې په سم ډول پرمخ نه شي وړلای. د دې تر څنګ د کار او دندې په چاپېریال کې د کورنۍ او زدکړو د چاپېریال په شان حالت روان دی. دلته هم ښځې فکر کوي چې یوازې ښځې د دوی ځای نیولای شي او همدا لامل دی چې له هغوی سره ناوړه سیالي او دوښمني پیلوي، چې پایلې یې بیا په خپله ټولو ښځو ته ډېرې ستونزې زېږوي.

د دغو ټولو ستونزو لامل هغه لیدلوری دی چې پر بنسټ یې ښځې فکر کوي چې ښځې د دوی ځای نیسي، او کېدای شي د دوی موقف ته زیان ورسوي، همدارنګه ښځو تر منځ ناوړه سیالي او بد نیتي هم د دې لامل شوی چې ښځې یو د بل په وړاندې ودریږي او یو بل ته ستونزې جوړې کړي.

که نجونې او مېرمنې دغه فکر له ذهنه وباسي، د خپلو همجنسو په وړاندې بد نیت و نه لري او له هغوی سره د ناوړه سیالۍ میدان ته و نه دانګي نو ټولې ښځې او نجونې کولای شي په خوښۍ، یو له بلې سره بریالی ژوند ولري.

خو کاش ښځې خپلې (هم جنسې) ته د زیان رسولو پر ځای هغې ته ګټه رسولای، او د نورو ښځو په ژوند کې یې د بې ځایه لاسوهنې پر ځای د‌ هغوی د ژوند ستونزې هوارولې او یا که ستونزې یې هم نه شوې هوارولی لږ تر لږه یې د هغوی په ګډ ژوند کې بې ځایه مداخله نه کولای.