هندوستان د ښځينه IPL سیالیو لپاره لار پرانیزي

رنګین تجريدي ډیزاین

د هندوستان کرکټ بورډ چې په ۲۰۰۸ کال کې یې د نارینه وو آې پي ایل سیالۍ پیل کړي، اوس غواړي چې د ښځینه وو لپاره هم داسې یو لیګ پرانیزي.
په هندوستان کې د می په ۶ مه نېټه د دوشنبې په ورځ د درې ښځينه لوبډلو ترمنځ لوبې پیل شوې.
دا لوبې یواځې څلور ورځې دوام کوي او په جېپور ښار کې پرون پیل شوې.
پرون پکې دوه لوبډلو د دې لوبو پیل وکړ، لومړۍ لوبه پکې د ټرېل بلېزرز او سوپر نواس لوبډلو ترمنځ ترسره شوه.
د سوپر نواس لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړی توپ اچونه وکړه، ټرېل بلېزرز لوبډلې په شل اورونو کې د پنځه وېکټو په له لاسه ورکولو سره ۱۴۰ منډې وکړې.
سمرېتي مندانا چې هندۍ ټاپ ارډر توپ وهونکې ده د بلېزرز لوبډلې لوبډلمشري کوي، هغې په ۶۷ توپونو د ۳ شپږیزو او ۱۰ څلوریزو په مرسته ۹۰ منډې وکړې.
رادا یداف د سوپر نواس لوبډلې لپاره دوه وېکټې واخېستې.
سوپر نواس لوبډلې د شپږ لوبغاړو په سوځېدو سره د لوبډلمشرې هرمن پريت کاور د ۴۶ ناسوځېدلو منډو په مرسته ۱۳۸ منډې وکړې او لوبه ترې بلېزرز لوبډلې په ۲ منډو وګټله.

د لوبې غوره لوبغاړې لوبډلمشره سمریتي مندانا وپېژندل شوه.
په دې لوبو کې د نړۍ تکړه او مشهورې ښځینه لوبغاړې لوبېږي، دا لوبې ټولې څلور ورځې دوام کوي او پایلوبه یې د می په ۱۱ مه نېټه ترسره کېږي.
دې لوبو ته د ښځينه چلېنج سیالۍ نوم ورکړل شوی دی.
دوهمه لوبه د چهارشنبې په ورځ د می په ۸ مه نېټه د ټرېل بلېزرز او ویلوسیټي لوبډلو ترمنځ په جېپور ښار کې ترسره کېږي.
ښایي دا لوبې دوام وکړي او هندی کرکټ بورډ له اسټرالیایي کرکټ بورډ سره سیالۍ د ښځينه سوداګریز لیګ په رامنځته کولو کې سیالي وکړي.
اسټرالیا هم د ښځینه بېګ باش لیګ په نوم ښځینه او نارینه سوداګریزې کرکټ سیالۍ لري، چې هر کال د جنوري میاشت کې ترسره کېږي.
درې لوبډلې او د نومرو جدول
د نومرو په جدول کې اوسمهال د ټرېل بلېزرز لوبډله لومړۍ ده، دوه نومرې لري، دوهم بیا د ویلوسیټي لوبډله ده، دې لوبډلې تر اوسه لوبه نه ده کړې، دریمه بیا د سوپر نواس لوبډله شوه، دا لوبډله کومه نومره نه لري او نېټ رن رېټ یې هم منفي دی.
که سوپر نواس لوبډله د پنجشنبې په ورځ لوبه وبایلي، له سیالیو بهر کېږي، بیا به بلېزرز او ویلوسیټي لوبډلې د می په ۱۱ مه نېټه د شنبې په ورځ پایلوبه ترسره کوي.