Advertisements
سپورټ نړیوال کرکټ

مېتالي راج: د ښځينه وو اې پي ایل لوبې هم باید پيل شي

د هندۍ ښځینه وو کرکټ لوبډلې پخوانۍ الراونډره او لوبډلمشره کرکټ لوبغاړې مېتالي راج له هندي کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې، چې د ښځينه وو لپاره آې پي ایل سیالۍ رامنځته کړي.

مېتالي راج چې تر ۲۰۱۹ م کال پورې د هندوستان ښځينه کرکټ لوبډلې لپاره د لوبغاړې، الراونډرې او لوبډلمشرې په توګه ولوبېده اوس یې تقاعد اخېستی.

هغه د ښځينه لوبغاړو په منځ کې یواځېنۍ کرکټره وه، چې تر ۶ زرو زیاتې منډې یې کړي دي.

اغلې مېتالي راج د هندوستان له کرکټ بورډ څخه غوښتنه کړې، چې نوره د آې پي ایل سیالیو د نه رامنځته کولو په تړاو منتظره نشي پاتې کېدای او د ۲۰۲۱ م کال په سرکې باید د ښځينه وو لپاره اې پي ایل سوداګریزې لوبې رامنځته کړل شي.

هغې ویلي چې د ښځينه وو کرکټ لا هم پوره پرمختګ نه دی کړی او دوی باید خپل کرکټ د مهارت او لا سترو تجربو پرمټ سمبال کړي.

د ۲۰۱۹ م کال په اوږدو کې د هندوستان کرکټ بورډ وپتېیله چې د ښځینه وو کرکټ لوبغاړو د لوبې لا غوړېدو لپاره د لوبډلو ترمنځ ازمایښتي سیالۍ ترسره کړي، چې په هند وشوې.

خو دغه لوبې ډېرې محدودې وې او د یو لیګ بڼه یې نه درلودله.

د هندوستان کرکټ بورډ د ۲۰۲۰ کال په اوږدو کې پلان درلود چې د څلور ښځینه کرکټ لوبدلو ترمنځ د کرکټ اووه سیالۍ ترسره کړي؛ خو دا چاره د کرونا ویروس وځنډوله او له ستونزو سره یې مخ کړه.

د هندوستان د کرکټ د کنټرول ادارې مشر سوراف ګنګولي ویلي، چې د ښځینه وو اې پي ایل تاسیس لپاره لا هم وخت شته.

ګنګولي دا خبره د سپانسر په خاطر کړې وه، ترڅو چې سپانسر پېدا کېږي، باید پلان جوړشي او په یو پلان سره د ښځينه سوداګریزې آې پي ایل سیالۍ پیل کړي.

بل پلو د هندوستان د کرکټ بورډ غړي سونېل ګوسکر ویلي، چې د نارینه وو آې پي ایل لوبډلو مالکان دې د دې سیالیو د سپانسر چارې هم په غاړه واخلي.

مېتالي راج هم د ګوسکر له دغه نظر سره موافقه ده.

تر اوسه په نړۍ کې یواځې اسټرالیا د ښځینه وو لپاره سوداګریزې کرکټ لوبې لري، چې د ومین بېګ باش لیګ په نوم یادېږي او تر اوسه یې ۴ پړاوونه ترسره شوي دي.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې

تبصره مو ولیکئ

%d bloggers like this: