سپورټ فوټبال

د ۲۰۱۹ ښځینه فوټبال نړیوال جام ۱۹ ورځي وروسته په فرانسه کي پیلیږي

لیکنه: فضل الله فضلي

د ښځینه فوټبال نړیوال جام دا ځل په فرانسه هیواد کي د ۲۴ لوبډلو ترمنځ ترسره کیږي، چي د جون میاشتي پر ۷مه نېټه پیلیږي او د جولای د میاشتي پر ۷ نېټه پای ته رسیږي.

ټولي لوبډلي په ۶ ګروپونو وېشل سوي او د ګروپونه مخکښه لوبډلي به د جام و اخیري پړاوونو ته لاره پیدا کوي.

ددې جام لومړۍ لوبه د چین او جرمني د ښځینه لوبډلو ترمنځ ده.
د یادو دوو لوبډلو په شمول فرانسه، کوریا، ناروې، نایجیریا، هسپانیا، سوت افریقا، اسټرالیا، ایټالیا، برازیل، جمیکا، انګلینډ، سکاټلینډ، ارجنټاین، چاپان، کاناډا، کیمیرون، نیوزلینډ، نیدرلینډ، امریکا، ټایلینډ، چیلي او سویډن ښځینه فوټبال لوبډلي یو دبل پر وړاندي لوبیږي.

د فوټبال ښځينه نړیوال جام په هرو څلورو کلنو کیږي، چي سږ کال د اتم ځل لپاره په فرانسه کي ترسره کیږي.
ددې جام تېره اتله لوبډله امریکايي ښځينه لوبډله وه.
د فوټبال نړیوال جام په ۱۹۹۱م کال کي پیل سو، چي تردې مهال درې اتلولۍ امریکايي لوبډله لري، دوه ځلي جرمني دا جام خپل کړی او یو یو ځلي چاپان او ناروې هیوادونو ګټلی دئ.

سږنی نړیوال جام د فرانسیې هیواد په ۹ لویو ښارونو کي ترسره کیږي، چي پرانیستونکې لوبه به د یاد هیواد په مرکز فاریس کي ترسره سي.

په یاد نړیوال جام کي تر ټولو ډېر ۹ اروپايي هیوادونه لوبیږي او په دوهمه درجه کي پنځه آسیايي هیوادونه دي، چي ددې جام برخه به وي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

سپورټ یاران

دا لیکنه د یاران سپورټ ټیم چمتو کړې