ټولنیز ژوند ژوند بڼه

د ښځو لومړۍ مینه؛ په اسانه یې هېروی شي؟

لیکنه: صادق طارق

مینه یوه خاصه رشته، خاصه تجربه او په عام باور نه هېریدونکې رشته ده.

د لومړۍ مینې په اړه خو بیخي دا قضاوت زیات کیږي.

زیات نارینه خو له ناکامې وروسته چې واده هم کوي، وایي لومړۍ مینه یې نه ده هېره او نه یې شي هېرولی.

خو ښځینه مېنانې څنګه دي؟

دوی لومړۍ مینه په اسانه هېروی شي کنه؟

په دې مطلب کې د همدې پوښتنې د ځوابولو هڅه کوو.

اسانه نه ده!

د روان پوهنې څېړنو ښودلې، چې ښځینه هم خپلې لومړۍ مینې په اسانه نه شي هیرولی.

د دې څېړنې له مخې د نارینه او ښځینه وو ترمنځ د لومړۍ مینې د هېرولو ستونزه یو شان ده.

د څېړنو په اساس ښځو ته له نارینه وو هم د لومړۍ مینې هېرول ستونزمن دي.

د دوی لپاره ستونزمنه ځکه ده، چې دوی د نارینه وو هومره د فکر بدلولو او راتلونکي ژوند د پریکړې لپاره ازاد لاس نه لري.

دوی نه د ژوند ملګري د ټاکلو او نورو مسایلو لپاره هغومره ازاده مخه لري او نه یې نور امکانات لکه د نارینه ووهومره دي!

ولې مینه زوروه ده؟

لومړۍ مینه بیخي زیاته زوروره ده، نه هېریږي او د ځینو په اند ان تر قیامته د انسان په یاد وي.

خو ولې ، دلیل یې څه دی؟

د روان پوهنې له مخې یو دلیل خو دا دی، چې اوله مینه له ځوانې ځوانۍ سره اړه لري.

دغه وخت هم انسان ته زیات جالب وي، د اولې مینې حس هم بیخي جالب وي او دا مینه ده، چې د ژوند زیاتې لوړې ـ ژورې، عجیبې تجربې او احساس انسان ته ورکوي.

زوروره څپېړه

د لومړۍ مینې ناکامي خورا زوروره څپېړه ګڼل کیږي( خدای مو ترې ساته).

دا څپیړه دومره زور لري، چې وایي د انسان روح ټپي کوي.

د روح زخم نو ښکاره ده، چې تر مرګه نه رغیږي، انسان دردوي او هر کله یې څړیکې را بیداریږي.

پاکه مینه

مینه ټوله پاکه ده، خو اوله مینه وایي بیخي پاکه وي.

د پاکۍ لوی دلیل یې دا وي، چې زیات طبیعي رنګ لري.

ناڅاپه رامنځته کیږي، کوم پلان نه وي ورته موجود، بیخي خوږه وي او انسان بیخي په ځان کې را نغاړي.

لومړنۍ تجربه

د دې مینې یو خاص اړخ دا هم دی، چې لومړنۍ تجربه وي.

لومړنۍ تجربه طبیعي ده، چې نه هېریدونکې ده، خوږه ده او زیاته روزونکې ده.

په دې تجربه کې (زه) په (موږ) بدلیږي، یانې یو کس خپل ژوند، احساسات او هرڅه له بل کس سره شریکوي.

دا نو ریښتیا جالبه او نه هېریدونکې تجربه ده.

د نازونو پيل

ښځینه له نازو نخرو سره زیات لېواله دي.

حق یې هم دی، ځکه د ځینو په باور لطیف جنس دی، زړونه یې نري دي او نازول یې حق جوړیږي.

د ښځینه وو لپاره لومړۍ مینه زیاته مهمه ځکه ده، چې په ژوند کې په لومړي ځل یو څوک ورته تکیه جوړیږي، ناز یې وړي او د خپل ژوند هدف یې ټاکي.

 

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صادق طارق