اسټرالیایي ښځنیه کرکټ ماهره کلېر پولوساک لومړنۍ ښځينه لوبڅاره ده، چې نن د اپریل په ۲۷ مه نېټه د کرکټ شورا کرکټ لیګ کې به لوبڅاري وکړي او دا لومړۍ لوبڅاره ده، چې د نارینه وو په یو ورځنیو لوبوکې لوبڅاري کوي.
د کرکټ نړیوالې شورا لیکلي، چې پولوساک به د نمېبیا په وېنډهوک سیمه کې په خپلې لوبڅارۍ سره د کرکټ د لوبڅارۍ په برخه کې د تاریخ نوې دریڅه پرانیزي.
د کرکټ نړیواله شورا وایي د کرکټ په تاریخ کې دا لومړنۍ ښځينه لوبڅاره ده، چې داسې کوي.
پولوساک د اسټرالیا اوسېدونکې ده، هغه څلورمه اسټرالیایي لوبڅاره ده، چې لوبڅاري کوي؛ خو په یو ورځنیو لوبو کې بیا لومړنۍ ښځه ده، چې لوبڅاره کېږي.
نوموړې له دې وړاندې څلور ځلې د ښځينه لوبو لوبڅارۍ کې ودرېدلې او امپایري یې کړې ده.
پولوساک ۳۱ کاله عمر لري او نن به د عمان او نمېبیا ترمنځ د کرکټ نړیوالې شورا کرکټ لیګ دوهم پړاو پایلوبه کې لوبڅاري وکړي.
د کرکټ نړیوالې شورا کرکټ لیګ دوهم پړاو لوبې په نمېبیا کې د ۶ لوبډلو په ګډون د اپریل په ۲۰ مه نېټه پیل شوې دي.
شپږ لوبډلې، عمان، نمېبیا، هانکانګ، کاناډا، امریکا متحده ایالات او پاپوا نیوګیني دې لوبو کې ولوبېدلې.
نن د دې لوبو وروستۍ لوبې دي، پاپوا نیوګیني، عمان، نمېبیا او د امریکا متحده ایالاتو د کرکټ نړیوالې شورا د یو ورځنیو لوبو حقوق ترلاسه کړل.
نن به پاپوا نیوګیني له امریکا متحده ایالاتو لوبډلې سره په دریم مقام لوبه وکړي، کاناډا او هانکا بیا په پنځم مقام لوبه کوي.
پایلوبه د عمان او نمېبیا ترمنځ کېږي په دې پایلوبه کې به پولوساک لوبڅاري هم وکړي او تاریخ به جوړ کړي.
د لوبډلو مقامونه
عمان د نومرو په جدول کې لومړی مقام لري، ۸ نومرې لري او پنځه لوبوکې یې ۴ ګټلي دي، نمېبیا د نومرو په جدول کې دوهم مقام لري، شپږ نومرې لري، پنځه لوبو کې یې درې ګټلي او دوه یې بایللي دي.
د امریکا متحده ایالات دریم ځای خپل کړی، شپږ نومرې لري؛ پنځه لوبوکې یې درې ګټلي او دوه یې بایللي دي.
پاپوا نیوګیني څلورم مقام لري، پنځه لوبوکې یې دوه ګټلي او درې یې بایللي دي، دې څلور واړو لوبډلو د یو ورځنیو لوبو حقوق ترلاسه کړي دي.
کاناډا پنځم او هانکانګ شپږم مقام ترلاسه کړ.
دا دواړه لوبډلې د یو ورځنیو لوبو له غړیتوب څخه محرومې شوې.
له دې وړاندې د اسټرالیا په نارینه بېګ باش لیګ کې هم ښځینه لوبڅارې امپایري کړې وه.