خواړه ژوند بڼه

ښځې ولې خوراک کې زیات سابه (سبزیجات) خوښوي!؟

لیکنه: مهر تاج

لیکنه: مهر تاج

دا موضوع په څېړنه ارزي چې “ښځې ولې خوراک کې زیات سابه (سبزیجات) خوښوي!؟”
څو میاشتې مخکې کلي ته تللې وم، مازدیګر مهال له پېغلو سره دېرې ته ښکته شوم، په شنو پولو وګرځېدو. کاکا ناوې مې د شفتلو په کوړه کې شنه شفتله راوکړه. له مالګې سره مو د شنو شفتلو په خوړلو بنډار وکړ خو چې شپه شوه، تر سهاره مې د معدې له درده سترګه پټه نه کړای شوه.

پوښتنه راسره پیدا شوه چې د نارينه‌وو په نسبت ښځو ولې په سبو ډېر ایمان راوړی، هغه که شنه (اومه) سبزي وي او یا هم پخه شوې!؟

له یوه ډاکټر (محصل) ملګري څخه مې وپوښتل:
ولې عموماً ښځې زیات سبزیجات خوښوي!؟
ویې خندل او راته یې کړل، ستا ذهن ته هم په خدای عجیبه پوښتنې راځي، ما خپله تر اوسه په دې هکله نه څه نه دي لوستي او نه مې هم ورته کله فکر شوی دی.

بله ورځ یې راته وویل:
د “Iron deficiency anemia ” په نوم د کم‌خونۍ يو ډول ناروغي ده.
مطلب د اوسپنې د کمښت له وجې رامنځته کېږي او دا ناروغي په ښځو کې تر ټولو ډېره وي نو د سبو ‌‌‌‌‌‌ډېر خوړلو یوه وجه دا هم کېدای شي.

زما پوښتنه نه ده حل؛ که چېرته عموماً په ښځو کې د اوسپنې د کمښت مسئله وي، بیا خو پکار ده چې غوښې سره زیاته علاقه ولري او ويې خوري ځکه نسبت سبو ته په غوښه کې اوسپنه درې چنده زیاته ده.

په هر صورت، که له ښځو وپوښتئ چې سبزي مو ولې ډېره خوښږي؟
لنډ ځواب به یې دا وي چې « مونږ په سبو خپله ږیره ورکړې ده.»

مطلب زموږ چې ږیره نه شته، علت یې دا دی چې په سبو مو بدله کړې ده، له سبو پرته مو ګوزاره نه کېده.

د سبو موضوع تر “شنو شفتلو” خوړلو رایاده شوه چې نه يوازې ښځو پرې خپله ږیره ورکړې بلکې ګڼې سندرې او لنډۍ یې هم ورته ویلي دي.

کله چې په ښادیو کې مجلس کوي، دریا وهي او سندرې وایي نو د دوی د مجلس د لا خوندور او پُر شور و کیف کولو یوه طريقه د ټيکيو مسابقه (سیالي) یا جوابیه لنډۍ جنګي وي.

د مثال په طور کله چې یوه پېغله بلې ته ماتې ورکړي نو دا لنډۍ ورته وايي:

د ټیکۍ وار درباندې راغلو
شفتل خوړونکې رنګ دې زېړ وتښتېدنه!

جوابیه لنډۍ:

که مې شفتل خوړلای نه وای
تر زنګنو پورې به ولې پړسېدمه

یادونه: شفتله بادګین دي ځکه د معدې د پړسوب/ ګېډې درد او د رنګ زیړېدو سبب کېږي.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مهر تاج