د اسټرالیا ښځینه کرکټ لوبډله د پنځم ځل اتلولۍ په پار د نړیوال جام پایلوبې ته ورسېده

د ښځينه وو نړیوال جام اووم پړاو د فبروري په ۲۱ مه نېټه د لس لوبډلو په ګډون اسټرالیا کې پیل شوی و، د دې جام پایلوبه د مارچ په ۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د اسټرالیا په مېلبورن ښار کې کېږي.
د دې جام پایلوبې ته اسټرالیا او هندوستان ښځينه کرکټ لوبډلې د مارچ په ۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ باراني لوبو کې ولاړې.
د هندوستان او انګلستان ښځينه لوبډلو ترمنځ لوبه باران بې پایلې کړه؛ خو دا چې د هند لوبډلې نومرې زیاتې او نېټ رن رېټ یې مثبت و سیده پایلوبې ته ولاړه او د انګلستان لوبډله له سیالیو بهر شوه.
دویمه نیمه پایلوبه د اسټرالیا او سویلي افریقا کرکټ لوبډلو ترمنځ وشوه، چې د څلورو وېکټو په سوځېدو سره شل اورونوکې ۱۳۴ منډې وکړې.
لوبډلمشرې مګ لنېنګ پکې ۴۹ منډې وکړې.
ناډین ډي کلېرک د افریقا لپاره درې وېکټې واخېستې.
د سویلي افریقا پاڼۍ کې لوبه باران وځنډوله او په ۱۳ اورونوکې ورته ۹۸ منډې هدف وټاکل شو.
سویلي افریقا ټولې ۹۲ منډې وکړې او لوبه ترې اسټرالیا په ۵ منډو وګټله.
د لوبې غوره لوبغاړې استرا لیایي مېګ لنېنګ ونومول شوه.
د اسټرالیا ښځينه لوبډله هم تر پایلوبې ورسېده او د یکشنبې په ورځ له هندوستان سره د اتلولۍ پر سر پایلوبه وکړي.
نړیوال شل جامونه او ګټونکې ښځينه لوبډلې یې
سږ کال د دې جام اووم پړاو و، چې له دې وړاندې ۴ ځلې اسټرالیا، یو ځل انګلستان او یو ځل سویلي افریقا ګټلی و.
سږ کال اسټرالیا او هندوستان ښځینه لوبډلې پایلوبې ته ورسېدې او اسټرالیا هڅه کوي، چې د پنځم ځل لپاره اتلولي واخلي.
خو هند بیا د لومړي ځل لپاره غواړي، چې د ښځينه وو نړیوال جام هسک کړي او اتلولي تر هندوستان ورسوي.
د هند او اسټرالیا ښځینه لوبډلو پرتله
د هند او اسټرالیا لوبډلې په الف ګروپ کې ولوبېدلې، چې د هند لوبډلې د جام له لومړي سره د جدول سر نیولی و او په لومړي مقام سره دویم پړاو بیا تر پایلوبې ورسېده.
خو د اسټرالیا لوبډله له خواریو وروسته تر دویمې نیمه پایلوبې ورسېده او بالاخره سویلي افریقا ته په ماتې ورکولوسره پایلوبې ته هم ورسېده.
دواړه لوبډلې پیاوړې لوبډلې او کولای شي، چې د نړیوال جام ګټلو لپاره خپل مناسبوالی په ډاګه کړي؛ خو پته یې د یکشنبې په ورځ په مېدان لګي.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي