فبروري 25, 2021

ښځینه کرکټ لوبې: دوه نوې لوبډلې، د زړې اتلې لوبډلې پر ځای پایلوبه کوي

د ښځينه شل اوریزه جام سیالۍ چې د نومبر په ۹ مه نېټه د جمعې په ورځ په ویسټ انډيز کې د لس لوبډلو په ګډون پیل شوې وې، پایلوبه یې د نومبر په ۲۵ مه نېټه د یکشنبې په ورځ د انګلستان او اسټرالیا ښځینه لوبډلو ترمنځ ترسره کېږي.
د دغو لوبو اتلولي په ۲۰۱۶ م کال کې ویسټ انډیز ګټلې وه؛ خو سږ کال د اسټرالیایي لوبډلې له خوا په دوهمه نیمه پایلوبه کې بیرون شوه.
ګروپونه او لوبډلې:
د ۲۰۱۸ م کال په نړیوال شل اوریز ښځینه جام سیالیو کې ټولې لس لوبډلې شاملې وې، چې په دوه ګروپونو الف او ب یا ای او بي ګروپونوکې ولوبېدې.
په الف ګروپ کې ویسټ انډیز، انګلستان، سهیلي افریقا، سریلانکا او بنګله دېش لوبډلې شاملې وې.
د الف ګروپ څخه ویسټ انډیز او انګلستانۍ لوبډلې نیمه پایلوبو ته ورسېدې.
بنګله دېش، سهیلي افریقا او سریلانکا لوبډلې په لومړي پړاو کې له سیالیو بېرون شوې.
په ب ګروپ کې هندوستان، اسټرالیا، نیوزیلېنډ، پاکستان او د ایرلېنډ لوبډلې شاملې وې.
له ب ګروپ څخه اسټرالیا او هندوستانۍ لوبډلې نیمه پایلوبو ته ورسېدلې. دوه نیمه پایلوبې د پنجشنبې په ورځ د نومبر په ۲۲ مه نېټه ترسره شوې. د الف او ب ګروپ یوه، یوه لوبډله په نیمه پایلوبو کې یو د بل پر وړاندې ولوبېدې.
د ب ګروپ اسټرالیایي لوبډلې د الف ګروپ ویسټ انډیزۍ لوبډلې ته په ۷۱ منډو ماته ورکړه او اسټرالیایي لوبډلې ځان تر پایلوبې ورساوه.
په دوهمه نیمه پایلوبه کې بیا د الف ګروپ انګلستانۍ لوبډلې د ب ګروپ هندۍ لوبډلې ته ماته ورکړه او انګلستانۍ لوبډلې ځان تر پایلوبې ورساوه.
په ۲۰۱۶ م کال کې د ښځینه شل اوریز جام سیالۍ ویسټ انډیز وګټلې او اسټرالیا ته یې ماته ورکړې وه.
د ښځينه جام سیالۍ او پړاوونه یې:
ښځينه شل اوریزې جام سیالۍ په ۲۰۰۹ م کال کې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا پیل شوې، لومړي او دوهم پړاو کې اته لوبډلې وې؛ خو دریم پړاو کې بیا لس لوبډلې شوې.
د ۲۰۰۹ م کال ښځينه شل اوریزې جام سیالۍ انګلستان وګټلې او اتلولي یې تر ۲۰۱۰ م کال پورې له ځان سره وساتله. په ۲۰۱۰، ۲۰۱۲ او ۲۰۱۴ کلونو کې د دغو جامونو اتلولۍ اسټرالیا واخېستې.
په ۲۰۱۶ م کال کې ویسټ انډیز اسټرالیا ته ماته ورکړه او اتلولي د ویسټ انډیزښځينه لوبډلې د ځان کړه.

په ۲۰۱۸ م کال کې اسټرالیا او انګلستان یو ځل بیا په اتلولۍ سره بختونه ازمایي.
د نړیوال جام د پړاوونو غوره لوبغاړې:
۲۰۱۰ کال کې د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړې انګلستانۍ کلېر ټېلر وه، هغې ۱۹۹ منډې کړې وې.
په ۲۰۱۲ م کال کې د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړې انګلستانۍ چارلوټ ایډوارډ وه، ۱۷۵ منډې یې کړې وې.
۲۰۱۴ م کال کې د ټول ټورنمنټ غوره لوبغاړې انګلستانۍ انیه شروب سول وه، ۱۳ وېکټې یې اخېستې وې.
او په ۲۰۱۶ م کال کې ویسټ انډیزۍ سټیفاني ټېلر وه، چې ۲۴۶ منډې او ۸ وېکټې یې اخېستې وې.
تر دې دمه د ښځينه شل اوریز جام پنځه پړاوونه شوي دي او ۲۰۱۸ کې یې شپږم پړاو دی.
په پنځو پړاوونو کې درې ځلې اسټرالیا، یو ځل انګلستان او یو ځل ویسټ انډیز اتلولۍ ګټلي دي.
د یکشنبې په ورځ انګلستان د دوهم ځل اتلولۍ لپاره او اسټرالیا د څلورم ځل اتلولۍ لپاره بختونه ازمايي.
دغه جام یواځې په ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو کې پرله پسې ترسره شو؛ خو له هغې وروسته په هرو دوو کلونو کې یو ځل ترسره کېږي.
راتلونکې نړیوال ښځينه شل اوریزجام به په ۲۰۲۰ م کال کې وي.