اسټرالياوۍ توپ اچوونکي د تيز توپ ريکارډ جوړ کړ.

یو زوړ بیل بورډ چې په سمندر کې ډوب دی

خبريال: مدثر دعوت
اسټرالياوۍ ښځينه توپ اچوونکي تايلا والمينک د ښځينه کريکټ د تر ټولي ډيري تيزي توپ اچووني ريکارډ جوړ ګړ.
ګلين مکګرات،شعيب اختر،لاسيت ملينګا،بريټ لي،ميچل سټارک،ډيل سټاين ، سټوارټ براډ ،کګيسو ربادا او جوفرا ارچر هغه نومونه دي چي د نارينوو په کريکټ کي د نورو لپاره مثال دي او په نړيوال کريکټ کي د تيزي توپ اچووني ريکارډونه لري.
خو په ښځينه کريکټ کي ډيري کمي توپ اچوونکي دي چي د توپ تيزوالی يې په ساعت کي تر ۱۲۵ کيلو متره تيزيږي.
نيوزلينډۍ ليا تهوهو په ۱۳۰ سفيډ کي مخکي د تيز توپ ريکارډ درلودی او همدارنګه ورپسې د سويلي افريقا ښځينه کريکټ توپ اچوونکي شبنم اسماعيل په ۱۲۵ تيزوالي کي توپ غورځولی وو.
خو اسټرالياوۍ تايلا والمينک د هندوستان په وړاندي هم په ۱۳۰ سفيډ کي توپ وغورځوی چي يوځل بيا يې په ښځينه کريکټ کي د تيز توپ ريکارډ تازه کړ.
110869667 hi0598975566325771034325118245 اسټرالياوۍ توپ اچوونکي د تيز توپ ريکارډ جوړ کړ.
تايلا تر اوسه ۲۱ کلنه ده خو دا کارنامه يې د انګلستان او هندوستان سره په درې اړخيز شل اووريز سيريز کي ترسره کړه.
د اسټراليا ښځينه کريکټ لوبډلمشري مګ لانينګ وايي د تايلا توپ اچوونه ماته الهام رابخښي او د راتلونکي نړيوال جام لپاره چي د جمعې په ورځ پيليږي موږ د ايلايز پيري ترڅنګ يوه بله ښه ملاتړې هم ولرو.
اسټرالياوۍ توپ اچوونکي د تيز توپ ريکارډ جوړ کړ.
تايلا والمينک تر اوسه ۶ نړيوالي يو ورځنۍ لوبي تر سره کړي چي ۶ ويکټي يې هم اخيستي او همدارنګه يې په ۹ شل اووريزو لوبو کي ۱۱ ويکټي اخيستي او ۱۶۱ منډي يې کړي.