د اسټرالیا ښځینه بېګ باش لیګ چې د اکټوبر په ۱۸ مه نېټه د ۸ لوبډلو په ګډون پیل شوی و، د ډېسمبر په لومړۍ نېټه یې د ګروپي سیالیو وروستۍ لوبې وشوې.
مېلبورن سټارز، مېلبورن رېنېګېډز، سېډني سېکسرز، سېډني تندر، برېسبېن هیټ، هوبرټ هرېکېنز، اډیلایډ سټرایکرز او پېرت سکارچرز لوبډلې په دې لیګ کې شاملې وې.
د لومړي پړاو د نومرو جدول
برېسبېن هیټ لوبډله شل نومرې لري او لومړي مقام کې ده، اډیلایډ سټرایکرز شل نومرې دویم مقام، پېرت سکارچرز ۱۸ نومرې دریم، مېلبورن رېنېګېډز ۱۶ نومرې څلورم، سېډني سېکسرز ۱۴ نومرې پنځم مقام، سېډني تندر ۱۱ نومرې شپږم مقام، هوبرټ هرېکېنز ۹ نومرې اووم مقام او مېلبورن سټارز لوبډلې بیا ۴ نومرې ترلاسه کړي او وروستی ځای یې خپل کړی دی.
د ډېسمبر په لومړۍ نېټه د یکشنبې په ورځ اته لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېدې، چې څلور بایلونکې لوبډلې له سیالیو بهر شوې او څلور ګټونکو لوبډلو نیمه پایلوبو ته لار وموندله.
اډیلایډ سټرایکرز او پېرت سکارچرز به د ډېسمبر په ۷ مه نېټه لومړۍ نیمه پایلوبه په برېسبېن سیمه کې ترسره کړي.
دویمه نېمه پایلوبه هم د ډېسمبر په اوومه نېټه د برېسبېن هیټ او ملبورن رېنېګېډز لوبډلې ترمنځ په برېسبېن سمیه کې ترسره کېږي.
لومړۍ نیمه پایلوبه د افغانستان پر وخت سهار ۴ بجې او ۴۰ دقیقې او دویمه نیمه پایلوبه د افغانستان پر وخت په ۸ بجو او ۲۰ دقیقو ترسره کېږي.
له څلور لوبډلو به دوه ګټونکې لوبډلې پایلوبې ته ولاړې شي او د ډېسمبر په ۸ مه نېټه چې د یکشنبې ورځې سره برابره ده، پایلوبه په برېسبېن سیمه کې ترسره کېږي.
تېرکال د دې سیالیو اتلولي برېسبېن هیټ لوبډلې ګټلې وه او سږ کال هم تر دویمې نیمه پایلوبې رارسېدلې ده.
سږ کال د دې لیګ پنځم پړاو دی.