Advertisements
ادبیات ټولنیز ژوند ژوند بڼه

ښځې او نرګسیت

نرګسیت د ارواپوهنې اصطلاح ده، او مانا یې داده چې فرد خپل ټول ښکلایز او عاشقانه احساس له ځانه تاو کړي، دا خود پرستي انسان پرځان مین کړي،دا خلک له ځانونو سره د لیونتوب تر کچې مینه کوي او تل د خپل نفس په هنداره کې د خپلې ښکلا له منظرې خوند اخلي، هسې خو په عام ډول ویل کیږي چې ښځې پر ځان مینې دي،که موږ هم دا خبره کره واخلو نو بیا د نرګسیت مانا ورکیږي، د نرګسیت ښکار شوې ښځې ته ځان دیوتا ښکاري، هغه خپله هم خپله ښکلا کې ورکه وي او له نورو هم تمه لري چې د هغې په وجود کې ورک وي، که پښتو ټپه راواخلو په پښته ښځه کې د نرګسیت جلوه لیدل کیږي، او شوخه لیدل کیږي څو داسې لنډۍ به راواخلو چې نن سبا ټولنیزو رسنیو کې هم لاندې باندې کیږي.

تاسو وګورئ چې څنګه د خپل حسن په نشه کې خپل مین د خاورو ښکلولو ته وربولي.
ځمکې ته ټیټ شه خاورې ښکل کړه
لایق مې نه یې پاک الله درکړې یمه
عجبه ده نور انسانان چې د مرګ پر اړه فکر کوي خپل برخلیک ور په زړه کیږي، خو د لنډۍ ښځه بیا هم د خپل سینګار او جمالیاتي احساس په دایره کې وي .
زه د څلورو ورونو خور یم
زما تابوت به د ډولۍ په شانې ځینه
فکر نه کوم چې د نرګسیت دا شان دې د بلې ژبې په ادبیاتو کې ولیدل شي چې یوه ښځه دې تر مرګ وروسته حالت پر اړه دا احساس ولري، دابله یې ولولئ.
لحد سوری کړه رومال راکړه
په خمارو سترګو مې پریوتل ګردونه
په لحد کې هم ورسره د خپلو خمارو سترګو غم دی.
او که رښتیا ووایو دغه نرګیست د پښتنو شاعرانو خوښیږي او دا غرور هم ورته ناز ښکاري د حمزه بابا په لاندنیو بیتونو کې ماته څه د همداسې ښځې رنګ ښکاري.
لاندې باندې ځان ته ځیر ده، زړه راښکون د حسن ګوري
سر تر پایه تمنا ده، مخامخ په آینه کې
که په خپله خپل مثال ده، خو چې خوښ یې خپل مثال و
خپل ښایست ته په خندا ده، مخامخ په آینه کې
زلفې جوړې بیا خورې کا، بیا یې جوړې بیا خورې کا
چې ورپیښه څه سودا ده، مخامخ په آینه کې
لږې سترګې که کړي پورته دا هوسۍ به وترهیږي
خو د ځان په تماشا ده،مخامخ په آینه کې

ښه نرګسیت ته ولې نرګسیت وايي؟ تر شاه یې اسطوره پرته ده، یوه کیسه پرته ده، وايي چې اسطوروي څیرې (نارسي سس) له ځان سره د عبادت تر کچې مینه کوله بلې څیرې (ایکو) بیا له (نارسي سس) سره بې توله مینه لرله خو (نارسي سس) یې په کیسه کې نه و. په پای کې (ایکو) په هغه جهیل کې ځان ډوب کړ چې (نارسي سس) یې په رڼو اوبو کې د خپل حسن ننداره کوله، (نارسي سس) چې وکتل ( ایکو) ورکه ده نو غږ یې پرې وکړ، خو له هر لوري یې د خپل غږ انګازه واوریده. (نارسي سس ) د جهیل پر غاړه ولاړ پاتې شو او هم هلته یې سا ورکړه، د هغه تر مرګ وروسته هلته د نرګس یو ګل وټوکید چې سر یې ښکته کړی و او د جهیل په اوبو کې یې د خپل حسن ننداره کوله.پر همدې بنسټ فرویډ د ځان مینه (نارسي سېزم) یانې نرګسیت وبلله.

(سیمین دې بووا) په خپل (ښځه) نومې کتاب کې د یوې داسې جینۍ کیسه کوي چې په مرمرو کې خپلې ښکلا ته تلپاتې ژوند ورکول غواړي جینۍ وايي:
(زه چې کورته لاړم او جامې مې وویستې نو خپل بربنډ حسن ته حیرانه پاتې شوم،داسې راته ښکاره شو لکه ما چې خپل حسن مخکې له سره لیدلی نه و، زه باید خامخا خپله مجسمه جوړه کړم، خو څنګه؟ پرته له واده خو دا چاره نزدې ناشونې ده مخکې تر هغې چې بدرنګه شم او ځواني مې برباد شي ،مجسمه جوړول ضروري دي، که زه خامخا خپله مجسمه جوړول غواړم نو ړومبی باید یو میړه پیدا کړم)

پرځان مینه ښځه خپلې ښکلا ته له خپلو سترګو نه ګوري، بلکې د یوې لیونۍ مینې له لیدلوري ورته ګوري، هغې ته خپلې سترګې خماري پیالې ښکاري،چې ویښته ږمنځوي او په کې لاس وهي دومره خوند ترې اخلي لکه یو لیونی مین چې تر مودو انتظار وروسته د خپلې معشوقې بدن لمس کوي.داسې ښځې ځان پر دوو برخو ویشلی وي،مین او مینه دواړه د هغې په پوستکي کې وي او له پرلپسې له وصاله خوند اخلي.

کله کله ښځې د یوې ذهني مینې لپاره عیني معروض نه شي کیدی، له همدې کبله دداخلیت ښکار ګرځي،هغه هڅه کوي چې په تخیلي ډول ځان دوه شخصیته کړي هم عاشقه شي او هم معشوقه هغه د خپل ذهن موضوعي مینې ته د خپلې ښکلا معروض وړاندې کوي، او له خپل ځان سره د مینې مزی غځوي. دغه راز مینه کې ښځې ته ځان بله جلوه بریښي، دغه راز ښځې ته د هغې حقیقي وجود په پام کې نه وي بلکې ځان یې دداسې ډرامايي څیرو په څیر منلې وي چې وړاندې تخلیق شوي او له مخکې یې ددې پر ذهن اغیز پر ایښی وي ، دغه راز نجونې مینه نه کوي، او که کوي یې مین ته یوازې د یوه اوریدونکي او ستایونکي له لیدلوري ګوري، هغه د مینې کیسه د ښکلا ثبوت ګڼي له همدې کبله له سهیلیو رازونه نه پټوي او ټول په ټول یې ورته بیانوي.

دغسې ښځه باور لري چې ټولو ته ښکلې ښکاري، نو هیله لري چې ټول ورسره مینه ولري او ستاینه یې وکړي، چې خبري کوي د وینا محور یې خپل ذات وي او هڅه یې دا وي چې په څه نا څه ډول دی پر هغې خبرې وشي ودې ستایل شي او ورسره دې مینه وشي، دا چې ماشومه وي په خیالي او
تصوراتي ډول خپل نیم وجود ګوډۍ ته سپاري، او چې ګوډۍ ترې پاتې شي بس هندارې ته کتل او کتل یې مشغولا شي.

لاندې باندې ځان ته ځیر ده ، زړه راښکون د حسن ګوري
سرترپایه تمنا ده، مخامخ په آینه کې
دا ځکه چې د خپل ذهنیت لپاره عینیت پیدا کوي، ورته ګوري خوند ترې اخلي او مینه ورسره کوي، دا مینه حقیقي نه وي خیالي وي. ځکه یې په وصل سره تنده نه ماتیږي او نه یې د ښکلایز وجدان خاکه په بشبړ ډول له رنګونو ډکیږي او چې مري نو بیا هم ټول سوچ او فکر یې دا وي.
زه د څلورو ورونو خور یم
زما تابوت به د ډولې په شانې ځینه

******
یادښت:دا مقاله په ۲۰۰۶ م کال کې د اجمل اند ادبي پاڼې(افغان فرهنګي یون)  ته لیکل شوې وه تیر ځل اند صیب کمپوز کړې وه دا ځل ما ټايپ کړه نو په ژبه او منځپانګه کې بدلون راتلل فطري خبره ده.

 

Advertisements

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

مصطفی سالک، کابل