د ښځې دښمنه؛ ښځې او که نارینه دي!؟

لیکواله: مریم صدیقي

په افغانستان کې ښځې د کلتوري او ټولنیزو شرایطو له کبله تر نارینه‌وو له زیاتو ستونزو سره مخامخ دي، خو ډېری داسې ستونزې دي چې د ښځو له خوا پر ښځو کیږي، او کولای شو ووایو، چې د ښځې دښمنه ښځه ده! لکه د ښځو له یو بل سره ناسم او عقدیي چلند په کور کې، د خواښې له نږور او نږور له خواښې په نورو ښځو چې په اړیکو کې د تاوتریخوالي لامل کیږي ، کله خوښې د نږور ځپلو کوښښ کوي او کله هم نږور د خواښې، چې د نړۍ په هر کور کې دا سرخوږی شتون لري او یوه پېچلې مسله ده.

په کور کې د ښځو بد چلند پایلې؛

سړي هم د ښځو سره په ناسم چلند کې ملامت دي، که څه هم ګډ ژوند کې د ښځې او نارینه ترمنځ، همکاري او مهرباني تر ټولو مهمه خبره ده او د اسلام مبارک دین ښځې ته عزت، برم او درناوی ورکړی. ښځه او نارینه یې سره د ژوند په پرمختګ کې شریک کړې او ښځه او نارینه یې د یو بل بشپړونکي بللي؛ مګر د اسلامي لارښوونو با وجود هم د ښځو پر وړاندې خپل چلند لا هغسې چې د اسلام مبارک دین حکم کوی نه دی بدل کړی.
د سړیو له خوا ښځې په فرهنګي او جنسي لحاظ ټیټې ګڼل کیږي او بد چلند يې په کورونو کې ښځې له ژونده زړه‌تورې کړې وي، چې یا خو د ګڼو رواني ناروغیو لامل کیږي او یا یې هم په ملا او تعویذ پسې روانې کړې وي .

د ښځو له بد چلند د بېلګې په ډول؛

کور کې یې د قدراو عزت ډېرولو خاطره پر بلې ظلم کوي، او په بې ځایه خبرو ورته سړي راپړسوي او په سړیو وهل ډبل ورکوي چې خبره بیا تر وژلو رسیږي، ممکن یو خسر له خپلې نږور سره دومره زیاتی ونه کړي، لکه خواښې چې یې کوي یا هم لېور به د ورېندار ورځ، دومره بده کړې نه وي، لکه یوه یور یې چې بدوي.

د لوڼو په ورکړه کې د مېرې له خوا او یا هم که د اصلي مور له خوا یې وي، د نوم لپاره کله نا کله یو ناڅاپه شله شي، او یوه زاړه بوډا ته یې ورکړي، خو پر دې بیا فکر نه کوي، چې د لور ژوند به یې بوډا سره څنګه وي؟ او بیا کله چې ښځه کونډه شي، نو د نورو ښځو لخوا د دودونو او خرافاتو په پاللو کې ډول ‌ډول نارواوې پرې کیږي.

له کوره بهر په کاري ځایونو کې د ښځو له ښځو سره ناسم چلند، او نا سالم رقابتونه هم د ښځو پر یو بل لوی ظلم دی مثلا د دې لپاره چې نور خلک یې په درنده یاده کړي، یوه ښځه په نورو ښځو پسې سپکې سپورې وايي، او په دولتي ادارو کې خو دا کار بیخي ډېر لیدل کیږي، چې په خپلو همکارانو باندې ډول ډول نومونه نړي او تهمتونه پرې لګوي. نو ښځه چې د ښځې له دښمنی لاس واخلي، ښځه چې د ښځې دفاع وکړي سړی به د خولې خوځولو کوښښ هم ونه کړي.

له بل پلوه ډېری لوستې ښځې په بنه ځي، چې په خپله به د ښځو حقوقو نارې هم وهي لکه مېړه به ستا وي او سترګې به بلې پرې خړې کړې وي، په داسې حال کې چې ښه به خبره هم وي، چې دغه کس ښځه لري خو بن به پرې ورشي، که چېرې یوې ښځې بله ښځه درک کړې وه، د خپلې خوشحالۍ لپاره به یې د بلې ښځې ژوند نه تریخاوه، او د خپلې خوشحالۍ لپاره به یې د بلې ښځې خوشحالي نه قربانوله.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي