فبروري 26, 2021

انجلۍ خپل قرنطين سوی نيکه د کوزدې په ګوتمۍ حيران کړ

ليکنه: مدثر دعوت
د امريکا د شمالي کرولينا د سيمي اوسيدونکي کارلي بايډ د خپلي کوزدې په اړه ځان د خپل نيکه تر ځايه رسولی او هغه سره يې خپله خوشحالي شريکه کړې.
۲۱ کلني بايډ روانه اونۍ د خپل عاشق سره کوزده وکړه او په بې صبرانه ډول يې لومړی خپل ۸۷ کلن نيکه شلټن وهالا او وروسته يې خپله کورنۍ خبره کړې.

کارلي بايډ وايي نيکه مي په ژوند کي ځانګړی ځای لري خو دا چي هغه باندي شک کيږي چي په کرونا ويروس به اخته سوی وي،قرنطين سوی نو ځکه ليدل ورسره سخت دي.
کارلي وايي ما د روغتون د نرسانو په مرسته دهغه تر اطاقه ځان ورسوی خو ماته د دننه تلو اجازه نه وه ما د کړکۍ له لاري د هغه سره خپل احساسات شريک کړه او ګوتمۍ مي وروښودله.

دا وايي ما احساس کړه چي نيکه مي خوشحاله سو، هغه چي زما ګوتمۍ وليدله پوښتنه يې وکړه” واده کله دی؟”
بايډ اې بي سي نيوز ته ويلي زه او نيکه يو بل ته ډير ګران يوو نو ځکه مو ددې شيبې د لمانځلو مخنيوی يوازي يوې هنداري وکړ خو موږ مجبور وو او يو بل مو درک کړه.

بايډ وايي ۲۵ کلن ټريور ماته د ميلې پرمهال وړانديز وکړ، زما لپاره د خوشحالۍ شیبه وه نوځکه مي د هغه غوښتنه رد نکړه.

لومړي کس و اوسه چې پر دې لیکنه نظر لیکي

نظر مو ولیکئ

ستاسو د ایمیل پته نه خپریږي


*