بریا او پرمختګ ټولنیز ژوند روغه سټه ژوند بڼه

که نجونې پر ځان باور زیاتوي، دا لس ټکي دې ولولي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ

نجونې معمولاً د ژوند په پیل کې په ځان لوړ باور لري. دوی تېزې خبرې کوي، ډېرې ټولنیز کېږي، او په ټولګي کې مثالي زده‌کوونکې دي. مګر د وړکتون او ښوونځي ترمنځ په عمر کې، نوي ټولنیز فشارونه، په ټولګي کې لوړې تمې، او مخلوط ټولنیزې نښې (خپل کوښښ وکړئ، مګر ډېر یې مه کوئ) (تاسو هغه څوک اوسئ چې مینه لرئ، مګر ښکلی ښکارېدلو ته لومړیتوب ورکړئ)، کولی شي په نجونو کې د اکاډمیکو لاسته‌راوړنو او د محرکاتو د لاسه ورکولو لامل شي.

دلته ځینې لارښوونې شته چې د نجونو باور او پرمختګ په رامنځته کولو کې مرسته کولی شي.

۱ـ د خپل ځان څرګندولو لپاره هڅونه

خپلې لور ته ور زده کړئ چې خپلې اړتیاوې لویانو ته ووایي او له خپلو همځولو سره موقف ونیسي. که بل ماشوم ورسره بد چلند وکړي، هغه دېته وهڅوئ چې په دې قضیو کې ووایي: زه ستاسو د خبرو کولو طریقه نه خوښوم.

۲ـ په خپلو ستاینلیکونو کې ځانګړې اوسئ

کله چې خپلې لور ته ووایاست چې هغه څومره هوښیاره ده، که تاسو یو روښانه مثال وکاروئ، نو هغه څه چې تاسو وایاست هغه ته مانا ورکوي. هغه ته ووایاست (تاسو په رښتیا چې ښه ذهن لرئ)

۳ـ خپل تعریف له واقعیت سره پرتله کړئ

د درېیم ټولګي نجلۍ پوهېږي چې هغه د نړۍ تر ټولو غوره هنرمنده یا سندرغاړې ده، مګر هغه پوهېږي چې تاسو د یوې میاشتې په جریان کې د هغې پرمختګ لیدلی او ورته ښه راغلاست ویلئ.

۴ـ له هغې سره مرسته وکړئ چې پوه شي، ولې کله ناکله پرېښودل کېږي

خپلې لور ته تشریح کړئ چې که چېرې هغه د زیږون کومې ورځې، پارټي یا لوبې ته نه وه رابلل شوې، نو دا د دې مانا نه لري چې د هغې سپکاوی شوی. کله چې نور ماشومان یا هلکان ووایي: زه له تاسو سره ملګری نه یم، خپلې لور ته یې روښانه کړئ چې ماشوم په ښه حالت کې نه و.

۵ـ د صلاحیت او وړتیا لپاره يې وهڅوئ

د کور کار یا په دندو کې د مرسته ورسره کولو لپاره بېړه مه کوئ. که هغه له تاسو څخه غوښتنه وکړي چې د دې په ترسره کولو کې ورسره مرسته وکړي، له هغه وغواړئ چې لومړۍ د څو نورو دقیقو لپاره هڅه وکړئ.

۶ـ هغه ورزش ته وهڅوئ، څنګه چې یې زړه غواړي

تر پخوا د نجونو لپاره د سپورټ ډېر انتخابونه شته. که هغه غواړي جمناسټیک یا فوتبال لوبه وکړي، هغه ته فرصت ورکړئ چې خپله وړتیا په دې کار کې وویني. تاسو اړتیا نه لرئ د هغه ورزش په اړه پرېکړه وکړئ هغه خپله کولای شي چې کوم څه یې چې خوښ وي، وټاکي او ترسره کړي.

۷ـ د هغه د ضعف یا ځواک په اړه تعصب مه کوئ

د لور درلودل په دې مانا نه دي چې هغه به له کوچنيو کارونو سره مبارزه وکړي او یا هم د مایانو نیول یې خوښ نه وي یا هم د سپورټ سپک فعالیتونه وکړي. په هغه کې نښې او وړتیاوې وګورئ او د دوی په پېژندلو سره، د هغه ځواک وروزئ او د هغه ضعفونه لمنځه یوسئ.

۸ـ د سالم بدن عکس هڅول

کله چې هغه په لازمي ډول وپوښتي چې ایا زه ښکلې یم؟ په نرمۍ ورته ووایه چې هو کله چې د هغې له ظاهر نه ستاینه کوئ، د هغې کړنې ته هم رنګ ورکړئ، مثلاً نن په جمناسټیک کې عالي وې یا هم نن سترګې دې ځلېدلې.

دا جملې د لویو نجونو لپاره هم ګټورې دي، دوی د اصلي نجونو یا مېرمنو په څېر نه ښکاري، ځکه چې دوی په ورځپاڼه کې ماډلونه اوري، او دا د فوټوګرافر او ډیزاینر هنر دی چې دوی د واقعیت څخه خورا لږ او ډېر ښکلي انځور کړي.

۹ـ هغه د جنسي تبعیض لپاره چمتو کړئ

حتا نن ورځ، ځینې خلک فکر کوي چې نجونې نشي کولای ځینې شیان ترسره کړي چې هلکان یې کوي. که تاسو خپله لور ومومئ چې یو فلم ګوري یا په هغه کې چې نجونې په شالید کې دي او هلکان په منځ کې ولاړ دي، دې ته ګوته ونیسئ او ورته ووایاست چې په رښتنې نړۍ کې هر څه توپیر لري.

۱۰ـ د ښځینه مثبتو ماډلونو رول په ګوته کړئ

کله چې ورځپاڼه یا اخبار ګورئ، له هر فرصت څخه ګټه واخلئ او خپلې لور ته ښکاره کړئ چې ښځې ډېر کارونه ترسرولای شي. ښځې هم ډاکټره، سناتوره، او د ورزشي خبرونو ویونکې او ورزشکاره شي.

د هغو لپاره داسې کتابونه ولولئ چې په هغه کې د ښځو شخصیت قوي او باهوشه وي. دا کتابونه کولای شئ د کتاب پلورنځي څخه ترلاسه کړئ او د کتاب پلورنکي څخه هم په پیدا کولو کې مرسته وغواړئ.

د لیکوال/ لیکوالې په اړه

صدیقه پوپلزۍ، کابل

صدیقه پوپلزۍ د یاران د کاري ټیم غړې ده چې په بیلابیلو ټولنیزو کلتوري او ادبي مسالو د یاران لپاره لیکنې او مطالب چمتو کوي.

تبصره مو ولیکئ