ښځه څوک ده؟

  • لیکنه: صدیقه پوپلزۍ

هر څه ځانته ښکلا لري، خو د بشر ښایست له هېڅ ښکلا سره ورته نه دی. د الله ج په دې ښایسته خلقت کې ښځه د بشري تاریخ په اوږدو کې د بشریت تر ټولو مظلوم ترینه طبقه بلل کېږي، لطیفه، نازکه او د احساس څښتنه ده.
زیاتره خلک ښځو ته په ټیټه سترګه ګوري، له دوی څخه د حیواناتو غوندې کار ورڅخه اخلي او د جنسي الې په سترګه ورته ګوري، تل غواړي په ډول ډول یې خطا باسي.
ښځې د اسلام تر ظهور وړاندې په عربو کې ژوندی ښخې کړل شوې؛ تر هغه وړاندې بیا ورته د پخواني چین په ټولنه کې د هغوی په قانون کې ذکر شوي وو چې ښځه د نړۍ پر مخ تر ټولو بې ارزښته موجود دی؛ رومانیو ورته د نااهله لقب ورکړی و او تر دې لا سپکه او حقیره ګڼل کېده چې په پینځمه پېړۍ کې مسیحانو پر دې خبره بحث کاوه چې ایا ښځه د نارینه غوندې روح لرونکی جسم دی او که نه؟
خو په اوومه مېلادي پېړۍ کې د اسلام له ظهور سره ښځې ته عزت او احترام ورکړل شو؛ ښځه یې د نارینه اړتیا وبلله؛ هغه یې د ژوند په پر مختګ کې له نارینه سره شریکه کړه او نارینه ته یې دا په ډاګه کړل چې ښځه که له یوې خوا د ټولنې نیمه برخه ده، خو له بلې خوا د خاوند لپاره ارام، ډاډ، خوښي او تسکین‌راوړونکې ده.
او نارینه یې پر دې مامور کړل چې ښځې مو لوی حمایت دی او د نارینه د کږېدلو پر مهال یې د هغه لپاره لکڼه وبلله. الله ج په قران کریم کې فرمایي:
“هغوی ستاسې جامه ده او تاسې د هغوی جامه یاست.”

  • ـ ښځه د الله جل جلاله نرم خلقت دی؛
  •  د ماشوم لپاره فرښته ده؛
  •  د خاوند لپاره لباس ده؛
  •  ښځه د سکون سېمبول دی، د عزت خاونده او د زانګو ستره استاده، کوم چې نن په خپلو لاسونو د سبا امپراتور، عالم او یو لوی انسان زنګوي؛
  •  ښځه کله چې لور وي، پلار ته د جنت دروازه خلاصوي؛
  •  کله چې مېرمن شي، نو د خاوند ایمان تکمیلوي؛
  •  کله چې مور شي، نو تر پښو لاندې یې جنت پیدا کېږي.

پر دې اساس نو همدا ستر اعزاز دی چې اسلام ښځې ته عطا کړی دی.

Be the first to comment

Leave a Reply

Your email address will not be published.